په کولمبيا کې د مخدره توکيو تر ټولو لوی قاچاقچي نيول شوی
په کولمبيا کې د مخدره توکيو يو تر ټولو لوی قاچاقچي او د دغه هېوادو د تر ټولو لويې جنايي ډلې مشر نيول شوی دی. دغه کس چې ډاريو انټونيو اسوګا نومېږي او په اوټونيل مشهور دی، د شنبې پر ورځ د پوځ، هوايي ځواک او پوليسو په ګډو عملياتو کې نيول شوی دی.
د کولمبيا کوم حکومت يې د ځاي ځايګي معلولو په موخه د ۸۰۰ زره ډالرو انعام ايښی و خو امریکا يې بيا د سر بيه پنځه میليونه ډالره ټاکلې وه.
د کولمبيا ولسمشر ايوان ډاک په يوه ټلويزيوني پیغام د اوټونيل د نيول کېدو ستاينه کړې او دا کار يې په دې هېواد کې مخدره قاچاق وړونکو ته لوی ګوزار بللی دی.
اوټونيل د پاناما پولې ته څېرمه د کولمبيا په شمال ختيځ انټوکيا ولايت کې نيول شوی دی. په دغو عملياتو کې پنځه سوه سرتېرو او ۲۲ چورلکو برخه اخيستې وه، ويل کېږٍي يو پوليس هم په دې نښته کې وژل شوی دی.
اوټونيل به له چارواکو د پټېدو په موخه په کليوالو سيمو کې له پټو شبکو کار اخيسته او په دې موده کې یې ټيليفون هم نه کاراوه او د اړيکو لپاره به يې پر مسېنجرونو تکيه کوله.

د عکس سرچینه، Reuters
د کولمبيا يوه ځايي اخبار له مخې د پټنځای په اړه يې دوه اوونۍ وړاندې معلومات ترلاسه شوي وو.
د فرانسې خبري اژانس په وينا، دا د کولمبيا ځنګلونو کې تر ټولو لوی پوځي عمليات بلل کېږي.
د کولمبيا وسله وال پوځ له دغو پوځي عملياتو وروسته يو عکس خپور کړی چې په کې اوټونيل د پوليسو له خوا نيول شوی او لاسونه يې تړل شوي دي.
په وروستيو کې د ۵۰ کلن ايتانول د نيول لپاره د زرګونو پوځيانو له خوا عمليات ترسره شوي وو خو بريالي نه وو.










