اته کلن ماشوم، که د مخدره توکو ماهر قاچاقبر؟

هیروین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پولیس وایي د دې ماشوم پلار د قاچابرو د بانډ مشر و

د ایټالیا په سویل لویدیځ کې پولیسو یو ۴۶ سړی په دې شک نیولی دی چې خپل اته کلن زوی یې د مخدره توکو د قاچاقبر په توګه روزلی و. چارواکي وایي، دا کس د مخدره توکو د قاچاقو د بانډ مشر و او زوی یې هم په همدې کاروبار کې ورسره مرسته کوله.

دې ماشوم کولی شول چې د سودا پر وخت د بېلابېلو مخدره توکو ترمنځ توپیر وکړي، یا یې کیفیت وپېژني. پلار یې خپل زوی ته هغه ټول شفرونه هم ور ښودلي وو چې د توکو د قاچاق په کاروبار کې کارېدل.

د ایټالیا نیمه پوځي پولیس وایي، د ماشوم د پلار سره ۱۲ نور کسان هم نیول شوي دي. چارواکي وایي، دې جرمي بانډ په کلبریا په ښار کې چرس او هیروین پلورل. د نیول شویو دیارلس کسانو له ډلې اته هغه یې لا هم په بند کې دي.

ایټالیا په اروپایي هېوادونو کې په دې بدنامه دی چې د مخدره توکو د قاچاق او پکې د ښکېلو جرمي ډلو اوږد اوږده مخینه لري.

دا ډلې له لسیزو راهیسې د اروپا په کچه د مخدره توکو پراخ او خطرناک کاروبار کوي او د ایټالوي چارواکو لپاره هم لوی سرخوږی جوړوي.