''زندان کې تمباکو، صابون او کبان د اسعارو په ډول کارېږي'

زندان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زندان کې ګڼ ټوکي د اسعارو په توګه کارېږي

د زندان د دروازو دننه د بندیانو بیا خپله نړۍ وي، چېرته چې د توکو او نشه يي موادو سوداګري روانه وي. د دې سربېره د پور بیا جلا پروسه ده چې د زنداني وتل ترې ګران کار دی.

دا برداشتونه د کارکیټرمول په کتاب 'زندان' کې دي چې د ایبري پرېس له خوا خپور شوی.

په زندان کې ګټه وټه

دا ګرانه نه ده چې وګورئ څنګه خلک د بریتانیا په ملکي زندان کې بندیان شوي او څنګه ګټه وټه کوي. کله چې له روا لارې ګټه ناممکنه شي نو خلک بیا ناروا لارو ته مخه کوي.

څو ورځې دمخه په زندان کې تمباکو د پېر او پلور (اسعارو) لپاره کارېدل، خو وروسته پرې بندیز ولګول شو. اوس دا بندیان بېرن (یو ډول پیسې) کاروي کوم چې د ګولډن ویرجینیا د سګرېټ په بکسونو کې ځای پرځای شوي و چې د زرو بسکټونو په څېر و.

اوس د دوی ځای نویو دولتي بيرنو نيولی چې مخنیوی یې سخت ښکاري. دا د اسټرکس او اوبلکس د کلي د ژوند په څېر دی، چېرې چې هرڅوک خپله کوچنۍ سوداګري لري.

د کبانو په ورکولو به د پخلنځي کارکوونکي تاسې ته ترکاري او د دیګي مسالې درکړي. که تاسو پر دوبي (جامې مینځونکي) د انرژۍ څښاک وکړئ، جامې به در ووینځي.

که تاسو غواړئ چې روجايي (د بسترې ټوکر) مو په کافي اندازه پاکه وي، نو باید اړونده شخص ته د مکروني کڅوړه ورکړئ.

زندان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څو ورځې دمخه په زندان کې تمباکو د پېر او پلور (اسعارو) لپاره کارېدل

د لمبا قیمت لږ څه زیات دی، ويښته جوړونکي د ټونا کب او شاور جېل په بدل کې ستاسې ویښتان او ږیره جوړوي، دا ځکه چې ټول بندیان غواړي د خپلو حاضرینو تر مخ ځان ښکلی وګوري نو همدا دی لامل دی چې د ویښته جوړونکي عاید ډېر دی.

''زه مشوره درکوم چې یوه بیاتي وپیرئ او دا کار خپله پیل کړئ خو باید پام وکړئ چې دا د ټونا کب نیولو سره یو ټکر هم کېدی شي (دا کومه ټوکه نه ده).''

د لوړ قیمت لرونکو توکو په اړه هم باید یادونه وشي چې ځایي هنرمندان تاسو ته د زیږون کارتونه، د مینې لیکونه یا د مبارکۍ کارتونه جوړ کړي.

یو ماهر کولی شي د اور ډبي له لرګکیو یو انځور در جوړ کړي. زندان کې الکول هم موندل کېږي چې د معیارونو له مخې تر لسو پونډو پورې پېرل کېدای شي.

ګران بیه شیان لکه نشه یي توکي او تمباکو له زندان څخه بهر پیرل کیږي. ۵۰ ګرامه تمباکو په ۵۰۰ پونډه پېرل کیږي.

د دې لاره بیا دا ده چې پیرودونکی له زندانه بهر د خپلو ملګرو په مټ دغه توکي پیري. په حقیقت کې یو شمېر خلک زندان ته ځکه ځي چې څه پیسې وګټي او یا خپل پور پرې کړي.

دوی د امکان تر حده مخدره توکي زندان ته ننباسي او هلته کوای شي مخدره توکي وپلوري او پیسې وګټي. دا ډول ژوند بیا ډېر ځورونکی دی، ځکه هېڅ څوک دا سختي له اړتیا پرته نشي زغملی.

زندان
د عکس تشریح، که چېرته خپل پور پرې نه کړې، تاسې به وڅارل شئ او په هرحالت کې به له تاسو پور واخیستل شي.

د پور تبادله

لکه د زندان بهر د پورونو د ورکړې د پلورنځيو او بانکونو په څېر زندان کې هم "بېرن" شته چې په سود به یې بېرته ور پرې کوي.

که چېرته خپل پور پرې نه کړې، تاسې به وڅارل شئ او په هرحالت کې به له تاسو پور واخیستل شي.

دا تر ډېره له نويو بندیانو سره لیدل کېږي ځکه چې دوی نوي هم وي او ستونزې هم ډېرې لري ځکه دوی باید د لومړي ځل لپاره کانټین ته د رسېدو لپاره له یوې تر دوو اونیو پورې تم شي، سره له دې که پیسې هم ولري.

ډېری خلک پور اخلي او پرې کوي یې هم ، خو که تاسې پر وخت خپل پور پورې نه کړ نو ښايي بد چلند درسره وشي. ان وهل کېږئ هم.

په خورا جدي قضیو کې خلک د خوړو او څښاک له امله خپل ځانونه کمزوري کوي، ځان د خطرناکه بندیانو په لېست کې شاملوي یا د زندان د بدلېدو کوښښ کوي.

بانکونه او نور مالي ادارې کولی شي د پور پرې کولو لپاره ستاسو کورته د پور د بېرته ورکړې یادښت لیک درلېږي ، خو له زندانه بهر دا کار د خپلو ملګرو پر مټ کولی شي چې رښتیا یې وپوښتئ دا څرګند توپیر نه لیدل کیږي.