افغانستان له برتانیا سره پر افغان بندیانو خبرې غواړي

د برتانوي ځواکونو په بندخونو کې د افغان بندیانو د برخلیک په اړه اندېښنې هغه وخت رابرسېره شوې، چې پرون دوشنبه د مارچ ۲۵مه د بګرام (پروان) په نامه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لوی زندان په رسمي ډول افغان حکومت ته وسپارل شو.
د بګرام (پروان) زندان سپارلو وروسته برتانیا اوس یوازینی هېواد دی چې په افغانستان کې بندیان لري.
افغان حکومت وايي، له برتانوي ځواکونو هم غواړي چې د دوی لخوا نیول شوي افغان بندیان د افغانستان حکومت ته وسپاري.
د ولسمشر ویاند ایمل فیضي بي بي سي ته وویل، د رنګین دادفر سپنتا په مشرۍ د افغانستان د امنیت شورا ته دنده سپارل شوې چې په دې اړه له برتانوي چارواکو سره خبرې وکړي، او ترې وغواړي چې ورسره افغان بندیان د افغانستان حکومت ته وروسپاري.
څه موده وړاندې د برتانیې سترې محکمې د دغه هېواد دفاع وزارت ته امر کړی و، چې د دوی په بندونو کې پراته افغان بندیان دې د افغانستان حکومت ته نه سپاري.
برتانوي محکمې دا امر ځکه کړی و، چې څه موده وړاندې ملګرو ملتونو په خپل یوه رپوټ کې ویېلي وو، په افغان زندانونو کې بندیان ربړول کېږي او ناوړه چلند ورسره کېږي.
د ګارډین ورځپاڼې د یوه تازه رپوټ له مخې، په هلمند کې د برتانوي ځواکونو په یوه زندان کې لسګونه افغانان بندیان دي.
دغه کسان تر ډېره د دغو ځواکونو لخوا د جګړې په ډګر یا د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
دا بندیان نه په افغان او نه هم په برتانوي محکمو کې محاکمه کېږي خو برتانوي پوځ یې ځکه نه خوشې کوي، چې دوی یې خطرناک ترهګر بولي.
د ورځپاڼې په خبره، ولسمشر کرزي د برتانیې د محکمې له یادې پرېکړې وروسته هم د دغو بندیانو د ورسپارلو غوښتنه وکړه، خو بیا وروسته یوه ټاکل شوي افغان پلاوي هم دا تایید کړه، چې په یو شمېر افغان زندانونو او بندخونو کې له بندیانو سره ناوړه چلند کېږي.
افغان دولت تل په خپله خاوره کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د افغان بندیانو ساتل خپل ملي حاکمیت ته یو ګواښ بللی دی.
د امریکا لخوا د بګرام زندان په لېږد کې د ځنډ له امله څو ځلې د دواړو هېوادونو تر منځ ناندرۍ راپورته شوې وې.
اوس چې هغه زندان افغان لوري ته سپارل شوی، افغان چارواکي به له برتانوي حکومت سره د دوی لخوا د نیول شویو بندیانو د ورسپارلو په اړه بحثونه روان ساتي.
ویل کېږي چې د امریکایي ځواکونو لخوا افغان حکومت ته د بګرام زندان سپارل به اوس په برتانیا هم فشار زیات کړي.








