د کولمبیا حکومت او کیڼ اړخو یاغیانو ترمنځ د سولې نوې خبرې پیل شوې

د عکس سرچینه، Reuters
د کولمبیا حکومت او د کیڼ اړخو یاغیانو د "ملي ازادۍ پوځ" ترمنځ د سولې خبرې له څه باندې درې کلن ځنډ وروسته بېرته پیل شوې.
دا خبرې د وېنزویلا پلازمېنه کاراکاس کې کېږي.
د سولې دا مذاکرات تر هغې وروسته پیل شوي چې کیڼ اړخی ګوستاوو پېترو د کولمبیا ولسمشر وټاکل شو.
ښاغلی پېترو پخپله هم یو پخوانی چریک دی.
هغه تېر اګست کې له دې ژمنې سره واک ته ورسېد چې کولمبیا کې به د تېرو شپږو لسیزو جګړه پای ته رسوي.
د ملي ازادۍ پوځ (يي اېل اېن) وروستۍ یاغي ډله ده چې لا هم کولمبیا کې وسله وال فعالیت کوي.
تر اوسه د دې ډلې او حکومت ترمنځ پر اوربند هوکړه نه ده شوې.
د کولمبیا مخکیني حکومت په ۲۰۱۹ کال کې تر هغې وروسته د سولې خبرې ودرولې چې دې مارکسیستي ډلې د پلازمېنې بوګوتا د پولیسو اکاډمۍ کې په بمي چاودنې سره ۲۲ پولیس محصلان ووژل.
۲۰۱۶ کال کې د کولمبیا وسله والو انقلابي ځواکونو یا "فارک" سره چې د یاغیانو تر ټولو ستره ډله وه د سولې تړون وشو.
خو د فارک ځینو مخالفانو هغه مهال د دغه تړون له لاسلیکولو انکار وکړ.
د بي بي سي د سویلي امریکا خبریاله کېتي واټسن وايي کاراکاس کې دا پیل شوې خبرې کولمبیا لپاره له څو لسیزو وسله والو نښتو وروسته یو مهم پرمختګ دی.
د 'يي اېل اېن' په اړه ویل کېږي چې شاوخوا دوه نیم زره غړي لري او د نشه يي توکو له قاچاق او غیرقانوني کان کېندنو په مالي تمویل تورنه ده.
د وېنزویلا ترڅنګ کیوبا او ناروې دې ته غاړې ایښې چې د کولمبیا د سولې پروسې د شریکو ملاتړو په توګه عمل وکړي.
د يي اېل اېن د مرکچي پلاوي مشر پابلو بېلتران ویلي "موږ یو بل ته د دښمن په سترګه نشو کتلی، د پخلاینې دنده را تر غاړې ده."
سولې لپاره د کولمبیا د حکومت لوی کمېشنر دنیلو روېدا هم ویلي "انساني کرامت" باید د سولې مذاکراتو چورلیز وي، چې د وژل کېدو او تښتول کېدو وېره لمنځه ولاړه شي.











