کولمبیا پر ولسمشر د بریدګرو موندلو ته نغدي جایزه اعلان کړه
کولمبیا د ولسمشر پر چورلکه د برید په تړاو د هر ډول معلوماتو په بدل کې د درې میلیارده بیزو (۷۹۶ زره ډالرو) جایزه اعلان کړې ده.
د جمعې په ورځ ولسمشر ایوان دوکي له وینزوېلا سره پر پوله کوکوتا هوايي ډګر ته چې نژدې شو چورلکې یې اور واخیست.
په انځورونو کې ښکاري چې چورلکه په مرمیو ویشتل شوې او د مرمیو سوري پکې ښکاري.
په چورلکه کې هېچا ته زیان نه دی اوښتی. ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امریکا دا برید غندلی دی.
ددفاع وزیر دییګو مولان چې چورلکه کې و، د شنبې په ورځ پر چورلکه د بریدګرو په تړاو د هر راز معلوماتو راغونډولو په بدل کې نغدي جایزه اعلان کړه.
پولیسو د کوکوتا یوه کلي کې دوه ټوپک وموندل چې وايي دا پر چورلکه د برید کې کارول شوي.
د ملي پولیسو د یوه قومندان جنرال خورخي فارګاس په وینا، په یوه ټوپک د "وینزویلا د وسله وال ځواک نښان" لګول شوی.
هغه پر ټویټر لیکلي: "موږ د بریدګرو په لټه کې یو. تر هغو به ارام نه شو چې دوی مو نیولي نه وي."
لا تر اوسه مالومه نه ده چې دا برید چا کړی دی.
تر برید مخکې دوکي د کولمبیا- وینزویلا ترمنځ پر پوله کاتاتومبو سیمې ته ورغلی و، چې د کوکایین نشه ييتوکو کې د کارېدونکو کوکا د کرلو تر ټولو لویې کروندې پکې دي.

د عکس سرچینه، Presidency of Colombia/Reuters
کولمبیا پر وینزویلا تور لګوي چې په تېر کې یې د وسله والو یاغیانو ملا تړلې، خو د وینزویلا حکومت دا تورونه ردوي.
په ۲۰۱۸ کال واک ته د دوکي تر رسېدا وروسته دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې پرې شوې دي.
د ازادۍ کیڼ اړخی ملي پوځ په کولمبیا، په تېره کاتاتومبو کې تر ټولو لویه یاغي ډله ده.
دې ډلې د روانې میاشتې لومړیو کې په کوکوتا کې پر یوه لویه پوځي اډه په یوه ستر برید کې خپل لاس لرل رد کړل.
په برید کې د دوو امریکايي پوځي سلاکارانو په ګډون ۳۶ کسان ژوبل شوي وو.












