کولمبیا کې ځمکښویېدنې یو ښار ویجاړ کړی

د کولمبیا پوځ سیمې ته تللی چې د مرستندویانو ترڅنګ له اغېزمنو شویو سره مرسته وکړي

د عکس سرچینه، Getty Images / Colombian Army

د عکس تشریح، د کولمبیا پوځ سیمې ته تللی چې د مرستندویانو ترڅنګ له اغېزمنو شویو سره مرسته وکړي

د کولمبیا لوېدیځ کې ځمکښویېدنې لږترلږه ۲۰۶ کسان وژلي او لسګونه نور یې ژوبل کړي یا تري تم شوي دي.

چارواکي وايي ځمکښویېدنه د شپې مهال له تېزو بارانونو وروسته رامنځ ته شوې ده.

د کولمبیا سرې میاشتې ویلي، لږترلږه ۲۲۰ کسان تري تم شوي او ۲۰۲ نور ټپیان شوي دي.

ولسمشر خوان مانویل سانتوس سیمې ته تللی چې وايي د سیمه ییزې همکارۍ په چوکاټ کې یې ځواکونه سیمې ته استولي دي.

نوموړي په سیمه کې بېړنۍ حالت اعلان کړی.

رویټرز خبري اژانس ویلي، تر ۱۱۰۰ ډېر پوځيان او پولیس افسران له ژغورندویې ډلې سره یوځای شوي.

یوه پوځي چارواکي ویلي، په سیمه کې لوی روغتون د ټپیانو له ډېرښت سره لاس او ګرېوان دی.

له هوا نه اخیستل شویو انځورونو کې ښکاري چې خټې او سېلابونو ګڼ کورونه لاندې کړي

د عکس سرچینه، Colombian Fire Service

د عکس تشریح، له هوا نه اخیستل شویو انځورونو کې ښکاري چې خټې او سېلابونو ګڼ کورونه لاندې کړي

ځمکښویېدنې سره سېل هم راغلی دی.

مرستندویه ډلې وايي، د اوبو راتلو او ناوړه هوا له کبله د اغېزمنو شویو کسانو رایستلو عملیات له ستونزو سره مخامخ شوي.

ځمکښویېدنې کورونه او موټر لاندې کړي دي

د عکس سرچینه، Getty Images / Colombian Army

د عکس تشریح، ځمکښویېدنې کورونه او موټر لاندې کړي دي
ځمکښویېدنه د سیندونو د څپو او باران له کبله رامنځ ته شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images / Colombian Army

د عکس تشریح، ځمکښویېدنه د سیندونو د څپو او باران له کبله رامنځ ته شوې ده.

ولسمشر سیمې ته په رسېدو سره خبریالانو ته وویل: ''دغه ناورین زما او د کولمبیا د ټولو خلکو زړونه دردولي دي.''

مرستندویان وايي، لږ تر لږه ۱۷ سیمې اغېزمنې شوې دي.

په ځینو کورونو کې خټې او اوبه تر چت پورې رسېدلې دي.