د وېنېزوېلا پوځ جلا شوي سرتېري کولمبیا ته اوښتي

د ویډیو تشریح، د لاتینې امریکا مشران د وېنېزوېلا ولسمشر پر هغې پرېکړې غصه دي چې بشري مرستې هېواد ته نه پرېږدي.

د لاتینې امریکا مشران د وېنېزوېلا ولسمشر پر هغې پرېکړې غصه دي چې بشري مرستې هېواد ته نه پرېږدي.

دا مشران نن په کولمبیا کې سره را ټولېږي چې پر خپلو راتلونکو ګامونو خبرې وکړي.

په عین وخت کې د وېنېزوېلا هغه سل سرتېري چې له پوځه جلا شوي او کولمبیا ته تللي دي بي بي سي ته وايي د خپلو کورنیو د امنیت په اړه اندېښنه لري.