روسیه: 'طالبان له ترهګرۍ سره مبارزه کې زموږ متحدان دي'

په افغانستان کې د روسیې سفیر "دیمیتري ژیرنوف" د دغه هېواد له "تاس" خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، طالبان یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې کلک ملګري دي او زیاته کړې یې ده، د طالبانو امنیتي ځواکونه د (اسلامي دولت) نومې "داعش" ډلې د ځالو له منځه وړلو لپاره هڅې کوي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي ژیرنوف ویلي، طالبان د افغانستان له خاورې د داعشیانو په شړلو بوخت دي او دا چې په افغانستان کې نیول شوي داعشیان د افغانستان په تر ټولو لوی د څرخي پله زندان کې په ګوښه خونو کې ساتل کېږي.

د ښاغلي ژیرنوف دا څرګندونې داسې مهال دي چې د افغانستان ځینو ګاونډیانو دغه هېواد د بې ثباتۍ سرچینه بللې او له دغه هېواده یې د سخت‌دریځۍ د ور لېږدېدا په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

دوه ورځې وړاندې د "ډله ییز امنیت سازمان"سرمنشي "ایمانګلي تیسما ګامباتوف" چې روسیه یې هم غړیتوب لري، وویل افغانستان په منځنۍ اسیا کې د بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده او لا هم له دغه هېواده ورته د ترهګرۍ او نشه یي توکو د پراخېدو د ګواښ احتمال شته.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه ډول اندېښنې رد کړي او ترڅنګ یې لوړپوړو چارواکو په ځلونو ځینو ګاونډیو هېوادونو ته ګوته نیولې چې داعش ډلې ته بشري، لوجستیکي او روزنیزې سرچینې برابروي.

که څه هم په کابل کې د روسیې سفیر له داعش سره د طالبانو حکومت مبارزه ستایلې، خو اندېښنه یې ښودلې چې د امریکا له خوا بندیزونه لکه د افغانستان د مرکزي بانک د میلیاردونو ډالرو کنګلول ښايي د دې لامل شي چې طالبان له داعش سره مبارزه کې کافي اندازه منابعو ته لاسرسی ونه لري.

که څه هم اوسمهال د افغانستان په شمال مزارشریف ښار کې د روسیې کونسلګري پرانیستې ده، خو د روسیې سفیر ویلي چې د اړتیا په صورت کې به د دغه هېواد نورې کونسلګرۍ هم په افغانستان کې پرانستل شي.

دغه روسي ديپلومات افغانستان ته د روسي وګړو د نه سفر لامل د امنيتي وضعيت خرابوالی په ګوته کړی او کابو دوه میاشتې وړاندې یې په بامیان کې د هسپانوي سیلانیانو وژل کېدو ته اشاره کړې ده.

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځل واکمنۍ وروسته روسیه یو له هغو څو هېوادونو وه، چې په کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی و او سربېره پر دې په مسکو کې د افغانستان سفارت هم فعال دی چې سرپرستي د طالبانو حکومت شارژدافیر کوي.