د طالبانو مرکچیانو مسکو کې له روسي چارواکو سره لیدلي دي

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر او د مذاکراتي ټیم د مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ یو پلاوی مسکو ته تللی.

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم نن (پنجشنبه د سلواغې/دلوې نهمه) پر ټویټر لیکلي دغه پلاوي د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د هغه له مرستیال او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ځینو نورو ادارو له مسوولانو سره لیدلي دي.

ښاغلي نعیم زیاته کړې: "په دغه ملاقات کې د دواړو هېوادونو اړونده موضوعاتو تر څنګ د بین الافغاني مذاکراتو د روان وضعیت او د دوحې د توافقنامې په پوره تطبیق بحث وشو."

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند لیکلي: "روسيې په افغانستان کې د سولې د راتګ په اړه د خپلې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی."

تر دې یوه ورځ وړاندې د طالبانو یو جلا پلاوی د طالبانو د قطر سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ تهران ته تللی و.

د طالبانو پلاوي دا سفرونه داسې مهال کړي چې د بین الافغاني خبرو لپاره د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي یو غړي نادر نادري روانه اوونۍ وویل، طالبان ورسره له شاوخوا نهو ورځو راهیسې خبرو ته نه کېني.

لوی درستیز د طالبانو په اړه د ایراني چارواکو څرګندونې رد کړې

د افغانستان د پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیاء طالبانو سره تر لیدنې وروسته د دې ډلې په اړه د ایران ملي امنیت شورا عمومي منشي علي شمخاني پر یوه ټویټ غبرګون ښولی دی.

ښاغلي شمخاني د ټویټر په دغه پیغام کې ویلي، د طالبانو مشران له امریکا سره مبارزې ته هوډمن دي.

نوموړي د چا د نوم له یادولو پرته لیکلي و: ''څوک چې ۱۳ کاله په ګوانټانامو کې د هغوی له لاسه ربړول شوی، سیمه کې یې د امریکا پر ضد له مبارزې لاس نه دی اخیستی''.

تازه د افغانستان د پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیاء د شمخاني د دغو څرګندونو په ځواب کې پر خپل ټویټر لیکلي چې افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د ایران د ملي امنیت شورا د عمومي منشي درک سم نه دي.

ښاغلي ضیا علي شمخاني ته خطاب کې زیاته کړې چې: "طالب د امریکا پر وړاندې نه، بلکې د افغانستان د خلکو پر وړاندې جنګېږي".

له دې مخکې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، ایران ته د طالبانو پلاوي د سفر په هکله خبر دي: ''د ایران اسلامي جمهوریت افغانستان اسلامي جمهوریت ته په دې هکله معلومات ورکړي و او په دې هکله یې د افغانستان اسلامي جمهوریت نظر غوښتی و او ترلاسه کړی یې دی. ''