تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوب ته چمتووالی ښودلی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د ایران حکومت د غوښتنې په صورت کې د بین الافغاني مذاکرتو کوربتوب او په دې بهیر کې د اسانتیا رامنځته کولو ته چمتووالی ښودلی دی.
د ایران حکومت دا ژمنه تهران ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر د دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې کړې ده.
افغان حکومت وایي، ایران ټینګار کړی چې په افغانستان کې دایمي سولې لپاره دې تاوتریخوالی کم کړل شي او د سولې خبرې دې ژر تر ژره پیل شي.
د افغانستان د بهرنیو چار وزارت اعلامیه وایي، دواړو هېوادنو ژمنه وکړه چې د دوه اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو سند به په راتلونکو درېیو میاشتو کې چمتو کوي، او بیا به د افغانستان او ایران د ولسمشرانو لخوا لاسلیکېږي.
اعلامیه کې همدا راز راغلي چې د ایران حکومت افغان پلاوي ته په هغو پلټنو کې د پرمختګ په اړه حال ورکړ چې په ایران کې د یو شمېر افغان کډالو د وژنې لامل شوې وې.
دواړو لوریو همدا راز پر ګډه پوله د امنیت پر ټینګښت، د مخدره توکو او انساني قاچاقو په مخنیوي او په ناقانونه توګه د وګړو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره پر ګډ کار هوکړه کړې ده.
د افغان سولې بهیر کې د ایران رول:
تهران ته د دې جګپوړي افغان پلاوي له ورتګ وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له څرګندونو او اعلامیو داسې انګېرل کېده چې افغان لوری به له ایران سره په هغه هېواد کې د افغان کډوالو پر ستونزو، او پر هغو وروستیو پېښو خبرې کوي چې په ایران کې دننه او پر ګډه پوله د یو شمېر افغانانو د وژنې سبب شوې.
خو نن دوشنبه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې لومړی د افغان سولې بهیر، په دې بهیر کې د ایران رول او مرستې، او د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوب لپاره د ایران چمتووالي ته اشاره شوې ده.
د دې خبرو د کوربتوب لپاره پخوا د ناروې او جرمني، او په دې وروستیو کې د قطر نومونه یاد شوي وو.
افغان حکومت کې دننه سرچینو هم څه موده وړاندې بي بي سي ته منلې وه چې ښایي په راتلونکو څو ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو مخامخ خبرې په قطر کې پیل شي.
اوس په دې لړ کې د ایران نوم رامخې ته کېدل جالب پرمختګ دی، خو ښایي له حقیقته لېرې وي.
لومړی لامل یې دا کېدای شي چې ایران یوازې په هغه صورت کې د دې خبرو کوربتوب ته زړه ښه کړی چې افغان حکومت ورنه دا ډول غوښتنه وکړي.
پخپله افغان حکومت تر دې دمه کوم دریځ نه دی څرګند کړی، خو پخوا کارپوهانو او حکومتي سرچینو منلې وه چې افغان حکومت د دې خبرو کوربتوب لپاره د قطر پر ځای یو اروپایي هېواد غوره بولي.
دویم او مهم لامل یې د افغان سولې بهیر کې د امریکا پراخ او کلیدي رول دی، چې له ایران سره یې اړیکې ترینګلې دي.
د واشنګټن لپاره به سخته وي چې د دې خبرو او د او په ټوله کې د افغان سولې بهیر کې تهران ته د کوربتوب په څېر یو مهم مسئولیت ور وسپاري.