'ملا برادر تهران کې ایراني چارواکو سره پر افغان سولې غږېدلی'

طالبان وايي، په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ایران ته تللي پلاوي د هغه هېواد د ملي امنیت شورا له عمومي منشي علي شمخاني سره لیدلي دي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د طالبانو پلاوي په تهران کې نن چهارشنبه په دغه لیدنه کې له ایراني چارواکو سره ''د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې اړوند مسایلو، د افغان سوداګرو او مسافرو، په ایران کې د افغان کډوالو، مثبتو اړیکو پیاوړتیا بحث وشو. ''

ښاغلی نعیم زیاتوي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د بين الافغاني مذاکراتو او په افغانستان او سيمه کې د دايمی سولې او امنيت پر اهميت او لارو چارو بحث وکړ.

بل لور ته د ایران ملي امنیت شورا دارالانشا دفتر هم د دې لیدنې په هکله اعلامیه خپره کړې.

د ایران ملي امنیت شورا عمومي منشي علي شمخاني بیا په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د طالبانو مشران له امریکا سره مبارزې ته هوډمن دي.

نوموړي د چا نوم له یادولو پرته لیکلي، ''څوک چې ۱۳ کاله په ګوانتانامو کې د هغوی له لاسه شکنجه شوی، په سیمه کې یې د امریکا ضد مبارزه یوه لور ته نه ده کړې ''.

د ایران جمهوري اسلامي خبري اژانس (ایرنا) د ښاغلي شمخاني له قوله ویلي، ''امریکا په افغانستان کې د سولې او امنیت لټون نه کوي، بلکې په افغانستان کې د مختلفو لوریو تر منځ د جګړې دوام د امریکا تګلاره ده. ''

نوموړي زیاته کړې، ''ایران به هېڅ هغه بهیر چې غواړي د جګړې لپاره واک ته ورسېږي، په رسميت و نه پېژني. ''

د ایران ملي امنیت شورا عمومي منشي ''د بشپړ سوله ییز بهیر له لارې د افغانستان راتلونکي ټاکنه کې د ټولو قومونو پر ګډون ټینګار '' کړی دی.

د ملا عبدالغني برادر له قوله ویل شوي، چې نوموړي په غونډه کې د سولې خبرو په تړاو وویل، ''موږ پر امریکا باور نه لرو او هر بهیر چې د امریکا مزدور وي، جګړه ورسره کوو. ''

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، ایران ته د طالبانو پلاوي د سفر په هکله خبر دي، ''د ایران اسلامي جمهوریت افغانستان اسلامي جمهوریت ته په دې هکله معلومات ورکړي و او په دې هکله یې د افغانستان اسلامي جمهوریت نظر غوښتی و او ترلاسه کړی یې دی.