د هغې نابالغې نجلۍ کيسه چې ترور یې د وظیفې په پلمه خرڅه او بدلمنۍ ته مجبوره کړه

سلما

د عکس سرچینه، Getty Images

"یو ځل زما ترور بنګله دېش ته راغله او زما مور ته یې وویل چې ما به هند ته بوځي او هلته به ښه دنده راته پيدا کړي او زموږ غریبي او نیستي به ورسره ورکه شي. خو زه یې چې راوستلم نو خرڅه یې کړم. هره ورځ به لس-شل تنو زما بدن سره لوبې کولې"

دا د یوې بنګله دېشۍ نابالغې نجلۍ خبرې دي چې تازه د هند له ګجرات ایالته بېرته خپل هېواد ته لېږل شوې ده. هغه بالغه نه ده نو ځکه یې په دغه رپوټ کې پېژندګلو نه په ډاګه کوو او د سلما په مستعار نوم یې یادوو.

د سلما له کیسې ښکاري چې په ډېر کم عمر کې یې د ژوند ډېرې سختۍ ګاللې دي.

که څه هم دا اوس د هند له ګجرات بنګله دېش ته ستنه شوې ده خو هلته یې چې کومه بدني او ذهني شکنجه لیدلې، ښايي ټول عمر یې هم له ځوره خلاصه نه شي.

خپل کور ته تر ستنېدو مخکې يې د بي بي سي ګجراتي برخې ته خپلې زړه بوږنوونکې کيسه کړې ده.

"ترور مې ویل چې هند ته لاړه شې نو ښه دنده به درته پيدا کړم"

سلما

د عکس سرچینه، Getty Images

د "انندن جاګرت مهیلا" په نوم د ښځو د ملاتړ یوه نادولتي بنسټ د مشرې د مالوماتو له مخې، سلما یو نیم کال مخکې ځايي پولیسو د دوی دفتر ته وروسلته. پولیسو هغه د بس یوه تمځي ته نږدې په ناوړه وضعیت کې لیدلې وه.

د دغه بنسټ مشره وايي، "په لومړیو کې به په کونج کې غلې ناسته وه، موږ یې درملنه وکړه او ورو ورو په خبرو راغله. کله یې چې په تفصیل کیسه راته وکړه نو حیران دیران یې کړو"

سلما په اصل کې د خپلې یوې خپلوانې له لوري د بدن خرڅولو یا فحشا ته اړ ایستل شوې وه.

دا وايي، "خاله مې په اختر کې کور ته راغلې وه او زما مور ته یې ډېرې تحفې راوړې وې. زه او مور مې ډېرې خوشاله وو. ترور مې مور ته وویل چې که زه هند ته ورسره لاړه شم نو ډېره ښه وظیفه به ترلاسه کړم"

سلما زیاتوي چې ترور یې مور ته وویل چې دا په خپله هم هند کې ډېرې پیسې ګټي او هلته د خلکو په کورونو کې په کار کولو سره ډېرې روپۍ تر لاسه کېږي، "موږ فکر وکړ چې که داسې وي بیا خو به زموږ غریبي ورسره ورکه شي نو ځکه ورسره تلو ته راضي شوو"

سلما اوس ۱۵ کلنه ده. ترور یې هغه په ناقانونه توګه هند ته بیولې وه.

دا وايي، کله چې هند ته ورسېدله نو د ترور چلند یې ورسره بدل شو.

سلما وايي، کله چې هند ته ورسېدله نو ترور یې ورته وویل چې "له تا سره پاسپورټ نه شته، ته په ناقانونه توګه دلته راغلې یې. کوم ځای ته دې چې زه کار ته لېږم، هماغلته به ځې، کنه نو پولیس به دې زندان ته بوځي"

د سلما هندي ژبه هم ډېره نه وه زده او په هماغه لومړیو کې يې درک کړې وه چې له ستونزو سره به مخ کېږي.

سلما وايي، "یوه ورځ مې خاله هوټل ته بوتلم او یوه سړي ته یې ور وپېژندلم. زه خبره نه وم چې د دوی تر منځ څه خبرې شوې دي خو ترور مې دومره راته وویل چې هند کې د پاتې کېدو لپاره باید دغه سړي ته پيسې ورکړو"

سلما سره اوس دا اندېښنه هم وه چې که تنخوا ورنه کړل شي نو بیا به مور ته څه شی لېږي؟

"کله آن ۱۸ سړیو سره هم شپې تېرولو ته اړ ایستل شوې یم"

سلما

د عکس سرچینه، Getty Images

د سلما د ستونزو بل پړاو له همدې ځایه پيل شو چې وپوهېدله، خرڅه شوې ده او هره شپه بېلابېلو کسانو باندې پلورل کېږي.

د هغو بوږنوونکو شېبو په یادولو سره سلما وايي، "هره ورځ به خلکو زما پر بدن خولې لګولې. کله به لس او کله ان ۱۸ کسانو سره د شپې تېرولو ته مجبوره کړای شوې یم. خو په بدل کې يې يوازې ډوډۍ او د خوب ځای راکول کېده. یوه نیم ګاک به که بخششي راکړه نو هغه به راته پاتې کېدې"

سلما زیاتوي چې دې ته ویل شوي وو چې پيسې يې مور ته لېږل کېږي خو دا وروسته خبره شوه چې مور ته یې یوه ټنګه هم چا نه ده ورکړې.

د بدن‌ پلورلو په کاروبار کې د دې زړه په چاودون و او هره شېبه د تېښتې په فکر کې وه خو ډارېدله چې په یوه لومه کې خو نښتې ده، په بله کې ونه نښلي او پولیس یې ونه نیسي. مګر یوه ورځ هغه شېبه په لاس ورغله چې په تمه یې وه.

سلما وايي، "یوه ورځ مې په هوټل کې هېڅ کوم مشتري نه درلود، له همدې فرصته مې ګټه واخیستله، وتښتېدلم او بس تمځي ته مې په پټه ځان ورساوه"

د دې ناڅاپه هلته څېرمه پولیسو ته پام شو نو زیاتوي، "زه له پولیسو پټه شوم خو هلته شاوخوا خلکو په ما د غلې ګمان وکړ او زه یې ونیولم، پولیسو ته یې وسپارلم"

پولیسو د هغې خراب وضعیت تر لیدو وروسته د ښځو یوه مرستون ته وسپارله.

هلته د سلما ته ورته وضعیت سره مخ ګڼې ښځې اوسېږي او پر خپل ځان د بسیاینې په برخه کې مرسته ورسره کېږي.

سلما وايي، "کله چې دلته راغلم نو داسې مې حس کړل لکه خپل کور ته چې راغلې یم. خو بیا هم هره شېبه له پولیسو ډارېدلم"

په تیارو کې د رڼا څرک

د "انندن جاګرت مهیلا" په نوم بنسټ سلما ته په تیارو کې د رڼا څرک ورښکاره کړ.

یوه روانپوه هغې سره مرسته وکړه چې له رواني پلوه یې درملنه وکړي.

د دغه بنسټ مشره اشابین وايي، "د سلما پر اصلي کیسه تر پوهېدو وروسته موږ پولیسو، حکومت او د بنګله دېش سفارت خبر کړل او خپل کور ته د هغې د لېږلو هڅې مو پيل کړې. د دې مور سره مو خبرې وکړې، مور يې سخته خپه شوه او خپلې لور سره د لیدو لپاره یې ځان ته پاسپورټ جوړ کړ"

سلما دوه کاله په یاد بنسټ کې پاتې شوه، اخلی پخلی، ګنډل او د مصنوعي ګاڼو جوړولو په څېر هنرونه یې زده کړل.

د همدغو توکو په خرڅولو سره یې دوه سوه زره هندي کلدارې وګټلې او له خپلې مور او پیسو سره بېرته خپل کور ته بنګله دېش ته لاړه.

هلته د سلما ترور پولیسو ونیوله او هغه هم بنګله دېش ته ولېږل شوه.