سودان او مراکش کې روحاني درملونکي؛ په ځينو يې د جنسي تېريو تورونه دي
د بي بي سي عربۍ يوې پټې پلټنې چې د يوه کال اوږدو کې شوې، د روحاني درملونکو له خوا د جنسي ځورونو او مجبورونو ادعاوې راسپړلې دي.
د دې مسئلې په اړه د خپلې بڼې لومړۍ پلټنه کې، سودان او المغرب کې له ۶۰ ډېر روحاني درملونکي، په زوره جنسي اړيکو، جنسي بريد او جنسي عمل ته د ښځو په مجبورولو تورن شوي دي.
دا فلم چې د بي بي سي حنان رازق چمتو کړی، د جنسي ځورونو او جنسي تاوتريخوالي څرګندونې په کې شوې، چې ځينې کتونکي یې ښايي خواشينوونکې ومومي.