د بي بي سي يوې پلټنې د جنسي تېري له يوه انټرنېټي کاروباره پرده پورته کړې

د ویډیو تشریح، د بي بي سي يوې پلټنې د جنسي تېري له يوه انټرنېټي کاروباره پرده پورته کړې

د بي بي سي يوې پلټنې د جنسي تېري له يوه داسې انټرنېتی کاروباره پرده پورته کړې، چې د داسې نارينه وو زرګونه ويډيوګانې پلوري چې د ختيځې اسيا لروبر عامه ټرانسپورټ کې ښځې په نښه کوي.

پر يوې وېبپاڼې پېرودونکي ان د همدې موخې لپاره خپلې جوړې کړې ويډيوګانې هم غوښتی شي. دا وېبپاڼې د يوه پټ کس له خوا چلېږي، چې انکل چي، يې بولي.

د بي بي سي ای، يا سترګې پلټنې پروګرام په پټه ورغلی و، چې ريښتينې څېره یې بربنډه کړي.