تازه څېړنه؛ له هرو لسو میندو یوه یې د خپلو ماشومانو د پالنې لپاره دنده له لاسه ورکوي

ماشومان

د مساوي حقونو یوه غوښتونکې خيريه ټولنه د خپلې څېړنې پر بنسټ وايي چې په بريتانیا کې له هرو یو ميلیون ښځو یې ۲۵۰ زره هغه د دې له کبله له دندې لاس په سر کېږي چې د خپلو ماشومانو د پالنې فشار ور باندې وي.

تر ډېره هغه میندې اغېزمنې دي چې ماشومان یې تر څلور کلنۍ ښکته دي.

د 'فوسېټ سوسایټي' په نوم دغه بنسټ وايي، په داسې حال کې چې په نړۍ کې د نور هر وخت پرتله اوسنۍ زمانه کې ډېرې میندې په کار بوختې دي خو اوس ډېرې دا وړ مېندې د کار موندنې په برخه کې هم بخت ازمايي نه کوي او په دې بهیرونو کې هم نه تر سترګو کېږي.

دا ټولنه وايي چې ښکاري دغو میندو د خپلې "مورولۍ جریمه" پرې کوله او په دې موده کې په خپل مسلک کې له پرمختګه لوېدلې دي.

د 'فوسېټ سوسایټي' مشره جميمه اولچاوسکي وايي، د مېندو لپاره د ځانګړو کاري وختونو نه تنظیمېدو او د ماشومانو ارزانې پاملرنې ته د نه لاس‌رسي تر څنګ د مورولۍ پر مهال تاوتريخجن او دوديز چلندونه هم د دې لامل کېږي چې مېرمنې له کاره منع کړي.

جمیمه زیاتوي، "هغه ښځې چې ماشومان یې درلودلي لومړی ورته د کار موندل سخت وي او بیا یې که موندلی هم دی نو په کمه تنخوا، نیمه ورځ او تر خپلې وړتیا ټيټو دندو ته اړ شوې دي."

ځينې پلرونه هم له ورته حالت سره مخ دي

ماشومان

په دې څېړنه کې دغه بنسټ د کارموندنې له یوې ادارې سره په ګډه ټولټال درې زره هغو میندو او پلرونو سره خبرې کړې دي چې ماشومان یې لا د ښوونځي د عمر نه دي.

دوی ته جوته شوې چې له هرو لسو میندو یوې یې د ماشومانو د پالنې له کبله خپلې ادارې ته د کار د پرېښودو خبرداری ورکړی و او د دوه برابره نورو هغو هم د ورته کار هوډ درلود.

د څېړنې په پایله کې همدا راز په ډګه شوې چې ځينو هغه میندو چې غواړي د ماشومانو درلودو تر څنګ کار ته هم دوام ورکړي، ویلي دي چې احساس کوي د دې دوه لارې تر منځ انډول ساتل ورته سخت دي او په کاري چاپېریال کې تر نورو شا ته پاتې دي.

د پوښتل شوو مېندو ۴۱ سلنه هغو ویلي چې په خپلو ادارو کې د پرمختګ له فرصتونو هم ځکه لاس په سر شوې دي چې ګواکې بیا به د خپلو ماشومانو غوښتنو او اړتیاو ته په سمه توګه ونه رسېږي. همدا راز ۳۷ سلنه پلرونو هم ورته خبره کړې ده.

"داسې احساسوم لکه خپل کار ته چې ژمنه نه یم"

د لندن په سوېل کې له خپل مېړه او دوو ماشومانو سره اوسېدونکې لورين مکېنزي په یوه اداره کې پوره ورځ یا فولټایم دنده لري او وايي، "زه خو غواړم چې په خپله اداره او کار کې پرمختګ وکړم" خو ډاډه نه ده چې داسې څه ته چمتو ده.

د هغې یو ماشوم اته میاشتنی او بل شپږ کلن دی او اوس د خپل کوچني ماشوم د وېده کېدو پر مهال کار کوي او یو بل ځای هم نیمه ورځ کار کوي. دا د دې وس نه لري چې د ۱۸سوه پاونډو [۱۶۰ زره افغانۍ] په میاشتني فیس خپل ووړ ماشوم کوم پالنځي ته وسپاري چې ټوله ورځ یې ورته وساتي.

هغه همدا راز اندېښنه لري چې که پالنځي ته د هغه د سپارلو وس هم ولري نو ډاډه نه ده چې هره ورځ به په وخت د هغه په ترلاسه کولو پسې پالنځي ته ورسېږي.

ماشومان

دا مور زیاتوي، "کله داسې احساسوم چې خپل کار ته پوره ژمنتیا نه لرم ځکه چې فکر مې د خپل کوچني ښه خونديتوب ته هم وي."

'فوسېټ سوسایټي' وايي، د مېندو ګمارنې او په کاري چاپېریال کې د پرمختګ موقع ورته برابرولو کې د بريتانیا پاتې راتلو د دغه هېواد اقتصاد هم اغېزمن کړی دی او نارينه‌و او ښځينه‌و ته د یو شان تنخوا ورکولو موخې ته رسېدل یې هم ورته سخت کړي دي.

مشره یې اغلې اولچاوسکي وايي، "د دې لپاره چې د استعدادونو او مهارتونو روان کمی پوره کړو نو د دې پر ځای چې ښځې یوازې مورولۍ ته کېنول شي، ښه ده چې د وړو ماشومانو لرونکو ميندو ملاتړ وشي او په کار وګمارل شي. بريتانیا دومره په اسانه دا مهارتونه نه شي ضایع کولای"

دغه بنسټ پر حکومت او لویو کاروبارونو وړاندې کوونکو غږ کړی چې کار کوونکو ښځو ته دې د هغوی د ماشومانو د پالنې لپاره د لا ډېرې مرستې برابرولو تر څنګ د کار کولو داسې ځانګړي وختونه هم وټاکي چې دوی پکې په ارامۍ سره کار وکړای شي.

د بريتانیا حکومت د روان کال په لومړیو کې اعلان وکړ چې د پسرلي په بودیجه کې هغو مېندو او پلرونو ته د خپلو ماشومانو د پالنې لپاره لا ډېرې وړیا اسانتیاوې برابرې کړې دي چې کار کوي او دا به په راتلونکو دوو کلونو کې عملي شي.

یوه دولتي ویناد ویلي چې "دا د بریتانیا په تاریخ کې پر ماشوم‌پالنې تر ټولو لویه یوازېنۍ پانګونه ده."