تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
القادر ټرسټ فنډ؛ عمران خان د احتساب ملي ادارې ته حاضر شو
د پاکستان مخکینی لومړی وزیر عمران خان نن سې شنبه د 'القادر ټرسټ فنډ' قضیه کې په اسلام اباد کې د احتساب ملي بیرو (نېب) ته حاضر شوی دی.
د نېب څېړونکې ډلې عمران د مې پر ۱۸مه ورغوښتی و، خو نوموړی پر هغه ورځ نه و حاضر شوی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند له مشره د القادر پوهنتون بودیجې ته د ۱۹۰ میلیون پاونډو د لېږد قضیې په تړاو د ۲۰ پوښتونو ځوابونه غوښتل شوي دي.
په دې قضیه کې به د ملي احتساب ادارې یوه ۱۸ کسیزه مشترکه ډله له عمران خانه څېړنې وکړي.
ټاکلې په دې لړ کې له ۱۹۹۲ کال راهیسې د عمران خان د شتمنیو بشپړ جاج هم واخیستل شي.
نېب وايي عمران خان یې لومړی ځل روان کال د مارچ پر دویمه ورغوښتی و خو هغه نه حاضر شو او نه یې د دوی جلب ته ځواب ووایه.
د پاکستان د احتساب ملي ادارې چارواکي داسې انګیري چې ګواکې پخوانی لومړی وزیر د دوی له څېړنو پر څنګ د تېرېدو هڅه کوي.
دې ادارې له عمران خان دا هم غوښتي چې د بریتانیا د جرمونو خلاف د مبارزې ادارې سره تبادله کړي لیکونه او اسناد هم ور وړي.
د یادونې ده چې د القادر ټرسټ فنډ په دې قضیه کې د عمران خان د ښځې 'بشری بيبي' نوم هم شامل دی.
هغه هم له ښاغلي خان سره اسلام اباد ته تللې او د احتساب محکمې یې د نه نیول کېدو لنډمهاله ضمانت د مې تر ۳۱مې غځولی دی.
مخکې د لاهور لوړې محکمې نوموړې ته حکم کړی و چې د مې میاشتې تر ۲۳مې د احتساب محکمې ته حاضره شي.
اوس د هغې وکیل خواجه حارث د حتساب محکمې ته ویلي چې موکلې یې د نېب لخوا کوم جلب نه دی ترلاسه کړی.
خو د احتساب ملي بېرو ویلي، چې د بشری بيبي نوم یې د القادر ټرسټ قضیې په څېړنو کې شامل کړی دی.
د احتساب محکمې ښاغلي حارث ته سپارښتنه کړې، چې موکله دې یې ۵۰۰ زره روپۍ د ضمانت په ډول وسپاري.
د ترهګرۍ ضد قضیو کې ضمانت؛ د قریشي د خوشې کېدو حکم
د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې په اوو قضیو کې د تحریک انصاف ګوند د مشر ضمانت د جون میاشتې تر اتمې نېټې غځولی دی.
د دې محکمې یوه قاضی راجه جواد عباس ویلي چې په دې قضیو کې ښکېله څېړونکې ډله په احتیاط او غور پر مخ ځي.
د عمران خان وکیل سلمان صفدر بیا له محکمې غوښتنه کړې، چې په ټولو قضیو کې دې یې د موکل ضمانت ومني او دا چې د ټولو قضیو لپاره دې یو ګډ څیړونکی ټیم جوړ کړای شي.
هغه زیاته کړې چې موکل یې څېړنو ته چمتو دی.
څارنوال راجه رضوان عباسي بیا ادعا کړې، چې څلورو قضیو لپاره ځانګړې څېړونکې ډله جوړه شوې وه، خو د تحریک انصاف ګوند مشر ورسره همکاري نه ده کړې.
قاضي په دې قضیو کې له څېړونکې ډلې غوښتي چې نن سې شنبه محکمې ته حاضره شي.
د یادونې ده چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر پرون اندېښنه ښودلی وه چې ښایي بیا ونیول شي.
هغه ویلي و د ګونډ ډېر مشران او پلویان یې نیول شوي دي.
د یو بل خبر له مخې د اسلام اباد لوړې محکمې د تحریک انصاف ګوند د مرستیال او د عمران خان حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د خوشې کېدو حکم کړی.
د ښاغلي قریشي وکیلانو ویلي، هغه ښايي نن خوشې شي.
شاه محمود قریشي د مې پر نهمه اسلام اباد کې د عمران خان تر نیول کېدو وروسته د پیل شویو احتجاجونو په لړ کې نیول شوی و.