تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عدالت نړیوالې محکمې اسرائیل ته امر کړی، چې غزې ته د خوړو او طبي مرستو رسېدو ته اجازه ورکړي
د عدالت د نړیوالې محکمې قاضیانو په یوه خوله اسرائیل ته امر کړی چې په غزه کې د قحطۍ مخنیوي لپاره له خنډ پرته غزې ته د مرستو رسېدو اجازه ورکړي.
د عدالت نړیوالې محکمې (ای سي جې) په امر کې ویل شوي اسرائیل باید ''له ځنډ پرته'' داسې اقدمات وکړي، چې د بشري مرستو لپاره اړین اړتیا وړ توکي او خدمات هلته ورسېږي.
د یادې محکمې له لوري دا امر له هغه خبرداري وروسته شوی، چې پکې ویل شوي، کېدای شي په څو راتلونکو اونیو کې غزه کې قحطي خپره شي.
د ای سي جې په امر کې راغلي په غزه کې اوس وضعیت داسې نه دی، چې ''د قحطۍ احتمالي خطر یادونه وشي، بلکې هلته قحطي راغلې ده'' او د ملګرو ملتونو مبصرینو په وینا د ۲۷ ماشومانو په ګډون ۳۱ کسان د خوړو او اوبو کمښت له کبله مړه شوي دي.
په هاګ کې د نړیوالې محکمې قاضیانو د رایو په اتفاق د غزې خلکو ته د مرستو رسېدو په اړه اسرائیل ته د اړینو ګامونو اخیستو امر وروسته له هغه کړی چې سویلي افریقا د اسرائیلو په ضد دغې محکمې ته عریضه کړې او د حکومت په مشرۍ یې یاد هېواد د فلسطینیانو په نسل وژنه تورن کړی دی.
اسرائیل دا نه مني چې ګنې په غزه کې د دوی جګړه دې ناقانونه وي او ملګري ملتونه یې تورن کړي چې د مرستو رسولو بهیر کې ځنډ رامنځته کوي.
خو ملګرو ملتونو وړاندې وار په وار ویلي، اسرائیلي ځواکونه غزې د بېړنیو مرستو رسولو مخه نیسي.
ډاکټره تانیا حاج-حسن د ماشومانو جدي پاملرنې برخه کې کار کوي، د غزې الاقصی روغتون ته د روغتیاي کارکوونکو له یوه ټیم سره له سفر څخه تازه راستنه شوې ده. دا وايي، هلته حالات وحشتناک دي:
"دا واقعا سخته ده چې هغه وحشتونه په الفاظو کې بیان کړو چې موږ یې شاهدان وو. زه کولی شم تاسو ته له خپلې شخصي تجربې ووایم چې تازه له غزې راغلې یم، دا د ملکي خلکو پروړاندې جګړه ده، دا د روغتیايي پاملرنې پروړاندې جګړه ده، په ښکاره ډول داسې نه ښکاري چې دا دې د دوو ډلو ترمنځ جګړه وي. دا د ملکیانو پروړاندې جګړه ده. یو په بل پسې ماشومان راوستل کیږي چې ټول مړه دي، یا ژور ټپیان دي. ځینې وختونه ټوټه ټوټه شوي وي. تاسې تصور نه شئ کوای چې موږ شپږ میاشتې هلته څنګه تېرې کړې. خبري رسنۍ، سیاسي ډلې، د نړۍ رهبران په دوامداره توګه په کوچنیو توجیهاتو دا داسې کوي لکه هرڅه چې سم وي او هیڅ خبره نه وي.''
له میاشتو میاشتو خبرداریو وروسته، د ملګرو ملتونو په مرسته جوړ شوي رپوټ کې هم داسې شمېرې او شواهد په ډاګه شوي چې غزه کې بشري کړکېچ د انسانانو په لاس پر رامنځته شوې قحطۍ بدلېدونکی دی.
په دغه رپوټ کې پر اسرائیل فشار راوړل شوی چې د غزې ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره خپل قانوني مسوولیت تر سره کړي. په رپوټ کې دا غوښتنه هم شوې، چې بشري مرستو ته اجازه ورکړي چې اړو خلکو ته ورسوي.
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو تر ټولو مهم چارواکي ولکر ټورک له بيبيسي سره په خبرو کې وویل، اسرائیل ته ډېره ملامتیا مخامخ ده او "د منلو وړ" داسې شواهد شته چې اسرائیل قحطي د غزې جګړه کې د وسلې په ډول کاروي.