تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امنیت شورا د اوربند له غوښتنې سره سره لا هم غزه کې جګړه روانه ده
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اوربند د لومړي پرېکړه لیک له تصویب یوه ورځ وروسته پر غزې د اسرائیلو بریدونه په شدت سره دوام لري.
په ورته وخت کې د اسرائیلو او غزې په سرحدي ښارونو کې د خبرداري او خطر زنګونه وهل شوي دي.
عیني شاهدان وايي، د اسرائیلو جنګي الوتکو یو ځل بیا د غزې په سوېل کې د رفح ښار بمبار کړی دی.
په همدې کې د خان یونس روغتون او د غزې ښار په شاوخوا کې وسله والې نښتې روانې دي.
عيني شاهدان وايي، د شفا روغتون شاوخوا سيمه پرله پسې بمبارېږي او مړي پر سړکونو پراته دي.
په ورته وخت کې غزې تړانګې ته څېرمه په اسرائیلي ښارونو کې د توغندیو د خبرداري زنګونه وهل شوي دي.
د اوربند د پرېکړې هرکلی
په لومړي ځل د ملګرو ملتونو امنیت شورا، په غزه کې د جګړې له پیل شپږ میاشتې وروسته او له ۳۰ زرو څخه د زیاتو فلسطینیانو له وژل کېدو وروسته، په غزه کې د اوربند لپاره د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو بریالی شوه.
ډېرو هېوادونو په امنیت شورا کې د دغه پرېکړه لیک مسودې د تصویب هرکلی کړی دی.
د غونډې په پيل کې په شورا کې د روسيې استازي غوښتل چې د پرېکړه ليک په مسوده کې د دايمي اوربند کلمه شامله کړي، خو امريکا چې د ويټو حق لري، له دې کار سره مخالفت وکړ.
دغه پرېکړه لیک د امنیت شورا د لسو غیر دایمي غړو له جملې څخه د اتو هېوادونو ( الجزایر، مالتا، موزمبیق، ګیانا، سلووینیا، سیرالیون، سویس او اکوادور ) لخوا چمتو شوی و.
سپینې ماڼۍ ټینګار کړی، چې دغه پرېکړه لیک ته ممتنع رایه ورکول، د واشنګټن په دریځ کې د بدلون په معنا نه دي.
اسرائیل له پرېکړه لیک ناخوښه خو حماس یې هرکلی کړی دی
د پرېکړه لیک تر تصویبېدو وروسته اسرائیلو پر امریکا سختې نیوکې کړي او واشنګټن ته یې د خپلو چارواکو سفر لغوه کړی دی.
د اسرائيلو د لومړي وزير دفتر ویلي، د امنيت شورا پرېکړه ليک ته د امریکا ممتنع رايه به له حماس سره د اسرائيلو "جګړې" او همدارنګه د يرغمل شويو کسانو د خوشې کولو هڅو ته زيان ورسوي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر د دفتر په وینا، "دا [د امریکا رایه] حماس ته هیله ورکوي چې نړیوال فشار به دوی ته اجازه ورکړي چې د یرغمل شويو کسانو له خوشې کولو پرته اوربند وکړي."
خو حماس د اوربند د پرېکړه لیک هرکلی کړی او دا غوښتنه یې تکرار کړې ده.
په یوه بیان کې چې پر ټیلیګرام خپره شوې، حماس د سمدستي اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک هرکلی کړی.
حماس ویلي، چې له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو د وتلو او د فلسطیني کډوالو د راستنېدو په ګډون به د اوربند لپاره پر خپلو اساسي غوښتنو ولاړ وي. اسرائیلو د حماس غوښتنې "غیر واقعي" بللې دي.
په ورته وخت کې حماس د بندیانو په سمدستي تبادله کې د ګډون لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی. د حماس په وینا دا بهیر باید د دواړو خواوو د بندیانو د خلاصون لامل شي.
جګړه به کله پای ته ورسېږي؟
په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا پخوانی سفیر مارک لیال ګرانټ په وینا، د دې پرېکړه لیک معنی دا ده، اسرائیل اوس ژمن دی چې "په راتلونکو ۱۵ ورځو کې خپل پوځي عملیات ودروي."
اوس مهال د روژې پای ته لا دوه اوونۍ پاتې دي.
ګرانټ بي بي سي ته زیاته کړه، "متن په اسرائیلو پابندي لګوي، نه پر حماس، ځکه دغه فلسطیني ډله دولت نه دی."
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا توماس ګرین فیلډ د دغه پرېکړه لیک له تصویب وروسته حماس د سولې پر وړاندې خنډ وباله او ویې ویل: که حماس یرغمل خوشې کړي وای، اوربند یوه میاشت مخکې پیل کېدای شو.
د اغلې توماس ګرین فیلډ په وینا، "اوربند دې د حماس خوا د برمته وو، له خوشې کېدو سره سمدلاسه پیل شي."
خو په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو سفير ګيلاد اردان د دغه پرېکړه ليک تصويب د "شرمونکی" بللی دی.
په ملګرو ملتو کې د فلسطین استازي ریاض منصور په ځنډ د دغه پریکړه لیک پر تصویبېدو نیوکه وکړه او ویې ویل: "تر هغه چې امنیت شورا د سمدستي اوربند غوښتنه وکړي، شپږ میاشتې تېرې شوې او تر سلو زرو زیات فلسطینیان وژل او یا معلول شوي دي. دوه میلیونه فلسطینیان بې ځایه شوي او قحطي رامنځ ته شوې."