کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د تم شویو کانتینرنو لېږد پیل شو

طالبان

د عکس سرچینه، TALIBAN

د پاکستان د کراچۍ له بندره د افغان سوداګرو د ۳۰۰۰ بند پاتې کانتینرونو د لیږد بهیر پیل شو.

دغه کانتینرونه د روان کال د اکتوبر له درېیمې د نوامبر تر شپاړسمې پورې په کراچۍ بندر کې تم شوي دي.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې (د نوامبر پر شپاړسمه) په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزیر پاکستان ته په سفر کې له چارواکو سره د دغو کانتینرونو د خوشي کېدو هوکړه کړې وه خو لا هم هلته ولاړ وو.

اوس د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمد یونس مومند بي بي سي ته ویلي چې له پرونه افغانستان ته د دغو کانتینرونو د تګ لړۍ پیل شوې او ښايي په ورځ کې د دوو سوو او څلورو سوو ترمنځ کانتینرونه په کراچۍ کې پروسس او افغانستان ته روان شي.

د نوموړي په وینا ښايي د ټولو کانتینرونو پروسس تر لسو ورځو وخت واخلي.

خو په دوی کې هغه ۳۶۲ کانتینرونه نشته، چې ۲۱۲ قلمه داسې توکي پکې بار دي، چې پاکستان نه غواړي افغان سوداګر يې د دوی د هېواد له لارې ولېږدوي.

افغان سوداګر وايي په دغو کانتینرونو کې د رخت، چای او د موټر ټایرونو په ګډون داسې توکي بار دي چې په افغانستان کې ورته اړتیا ډېره ده.

ښاغلی مومند تمه ښيي، چې دا کانتینرونه به هم له پاکستاني لوري سره له خبرو اترو وروسته افغانستان ته پرېښودل شي.

مواد

د عکس سرچینه، MEHRAB AFRIDI

په دغه موده کې افغان سوداګرو په مېلیونونو زیان اوښتی.

د احمدشاه په نامه افغان سوداګر بي بي سي ته وویل، کراچۍ کې په تم شوو مالونو کې ډېر داسې دي، چې په افغانستان کې ورته اړتیا ډېره زیاته وه.‌

هغه له مخکیني خبراوي پرته د دغو مالونو نیول او ځنډول د اصولو خلاف او د سوداګرو په زیان ګڼي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا هم د دغو توکو د ورخوشي کېدو لړۍ ته خوښ دی او تمه ښيي چې په دغو کانتینرونو کې بار مالونه به ډېر ځکه نه وي خراب شوي چې مقاومت یې ډېر دی.

پاکستان چارواکو د یوه حکم له مخې پرېکړه وکړه چې د اکتوبر له درېیمې وروسته به ۲۱۲ ډوله سوداګریز توکي د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته نه پرېږدي.

پاکستان چارواکو په کراچۍ کې د تم شویو توکو وړلو لپاره د لس سلنه مالیه ورکولو هم ویلي وو چې افغان سوداګرو "ناقانونه" ګڼله.

ایران

د عکس سرچینه، TALIBAN

افغان پانګوال د کراچۍ بندر له لارې له چین،‌ مالیزیا،‌ اندونیزیا، هند، متحده عربي اماراتو او اروپايي هېوادونو افغانستان ته توکي وړي.

افغان سوداګر پر دې لاره وخت ناوخت د ستونزو راولاړېدو له امله هڅه کوي چې د ایران چابهار بندر ته مخه کړي، که څه هم د دوی په وینا دا لاره ورته د کراچۍ بندر پرتله لږ څه ګرانه پرېوځي.

افغان سوداګر وايي، دا اوس هم هره ورځ سلګونه کانټینرونه د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته وړل کېږي.