د جیزل پیلیکو مېړه او ۵۰ نور سړي پر هغې د جنسي تېري قضیه کې په بند محکوم شول

د عکس سرچینه، Reuters
خبرداری: دغه مطلب کې د جنسي زور زیاتي جزییات دي
فرانسه کې محکمې یو ۷۲ کلن سړی چې شاوخوا یوه لسیزه یې خپلې ښځې ته نشهيي توکي ورکول او بیا یې بې سدۍ کې د لسګونو سړیو په وسیله جنسي تېری پرې کړی، په ۲۰ کاله بند محکوم کړ.
پر ډومینیک پیلیکو سربېره د جنسي تېري په دې قضیه کې ۵۰ نور تورن سړي هم ګرم پېژندل شوي او له ۳ تر ۱۳ کلونو زندان سزا ورته اورول شوې ده.
ډومینیک د یوه بل سړي پر ښځه هم د جنسي تېري په تړاو ګرم پېژندل شوی دی.
هغه منلې چې د یوې لسیزې په اوږدو کې یې پنځوس سړي کور ته بېولي او پر خپله ښځه 'جیزل پیلیکو' یې جنسي تېري کړي.
خو ډېرو تورنو شویو سړیو دا تور رد کړی.
په دې قضیه کې محکوم شوي سړي ۱۰ ورځې وخت لري چې د استیناف غوښتنه وکړي.
د محکمې رئیس راجر اراتا وايي، تورن کسان زندان ته له لېږدول کېدو مخکې د دې فرصت لري چې له خپلو وکیلانو سره خبرې وکړي.
د ډومینیک پیلیکو وکېلې بیاتریس زوارو ویلي، موکل به یې راتلونکو لسو ورځو کې دا پرېکړه وکړي چې د محکمې حکم مني که د بیاکتنې غوښتنه کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
د محکمې مخې ته په دې تړاو له رسنیو سره د هغې څرګندونې د ځنیو کسانو له ملنډو سره مخامخ شوې.
د بيبيسي خبریال چې محکمه کې حاضر و، وايي ډومینیک او ۵۰ نورو تورنو ته سزا داسې حال کې واورل شوه، چې جیزل او اولادونه یې څوکۍ کې ناست وو، سرونه یې دیوال ته تکیه کړي او تورنو کسانو ته یې کتل.
اغلې جیزل د ناپېژانده پاتېدو له حق تېره شوې او ویلي یې دي، غواړي د "شرم احساس" له قربانیانو څخه تېري کوونکو ته ولېږدوي.
د فرانسې د ملي شورا رئیسې یایل براونپیوه د "زړورتیا" له کبله د جیزل پیلیکو مننه کړې. هغې د اېکس په یوه پیغام کې لیکلي، اغلې پیلیکو د ګڼ شمېر قربانیانو غږ دی.
نوموړې زیاته کړې: "ستا لپاره نړۍ نور د پخوا په څېر نه ده."
جیزل: له دې چې دوسیه مې عمومي کړې، پښیمانه نه یم

د عکس سرچینه، EPA
جیزل پیلیکو پر هغې د جنسي تېري تورنو ته د سزا له اورول کېدو وروسته تر محکمې بهر خبریالانو سره خبرې وکړې.
هغې وویل د خپلو اولادونو، لمسیانو، نورو ټولو کورنیو او همدا راز د هغو قربانیانو په اړه فکر کوي، چې "اکثرآ په پټه له ځان سره وايي، 'موږ هم له همداسې رنځه کړېږو'."
هغې د هغو ټولو کسانو مننه وکړه چې په دې "سخته پروسه" کې یې د نوموړې ملاتړ وکړ. جیزل وویل، د دغو کسانو ملاتړ دا توان ورکړ چې دغه اوږده لاره ووهي.
هغې زیاته کړه، دا چې دا قضیه یې عمومي او د محکمې دروازه یې ټولو لپاره پرانیستې چې "خلک وکړای شي وګوري، څه شوي" هېڅ پښیمانه نه ده.
اغلې پیلیکو زیاته کړه: "یوې ښهتره راتلونکې ته چې ښځې او سړي پکې وکړای شي په یوه ډول او متقابل درناوي د یو بل ترڅنګ ژوند وکړي، رسېدو لپاره زموږ پر وړتیا باور لرم."
هغه سړی چې د ډومینیک پر پله روان شوی و

د عکس سرچینه، Reuters
په محکومو شویو سړیو کې ۶۳ کلن ژان پیر مارشال دویم تن و چې حکم یې اعلان شو.
دی پر جیزل پیلیکو پر جنسي تېري ورهاخوا پر دې هم تورن دی، چې خپلې ښځې ته یې نشهيي توکي ورکړي او بل سړی یې پر هغې جنسي تېري ته بللی دی.
دغه سړي منلې چې د ډومینیک پیلیکو لاره یې تعقیب کړې، پنځه کاله یې خپلې ښځې ته نشهيي توکي ورکړي، پر هغې یې جنسي تېری کړی او ډومینیک یې هم پر هغې تېري ته وربللی دی.
هغه ویلي و، څه چې یې له خپلې ښځې سره کړي "وحشیانه" دي، خو زیاته کړې یې ده: "زه تیريکوونکی وم، خو نور نه یم."
ژان پیر مارشال ته د ۱۲ کاله زندان سزا اورول شوې. څارنوالانو هغه ته د ۱۷ کاله بند سزا غوښته.
د هغه وکیلې د محاکمې پای کې رسنیو ته وویل، چې موکل یې د محکمې حکم ته غاړه ایښې او د استیناف غوښتنه نه کوي.











