تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اروپايي ټولنې ته د ارزانه روسي ګاز رسولو پای، اوکرایین یې ټرانزیټ ولې ودراوه؟
- Author, لورا ګازي
- دنده, بيبيسي نيوز
د اوکرایین د ګاز لېږد شرکت "نفتو ګاز" او د روسیې د "ګاز پروم" ترمنځ د پنځه کلن تړون مودې له بشپړېدو سره، د اوکرایین له لارې اروپايي ټولنې ته د روسي ګاز رسول پای ته رسېدلي.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېسکي د اوکرایین له لارې اروپا ته د نورو ګازونو لېږد مخه ونیوله او وویل چې روسیې ته به اجازه ورنه کړي چې "نور میلیاردونه ډالر زموږ له وینې ترلاسه کړي."
ښاغلي زیلېنسکي زیاته کړه چې اروپايي ټولنې ته یې یو کال وخت ورکړی و چې ځان چمتو کړي.
د اروپايي ټولنې کمیسیون اعلان وکړ چې د دې سیمې د ګاز سیستم "مقاوم او انعطافمنونکی" دی او د اوکرایین له لارې د ګاز د ټرانزیټ له پای ته رسېدو سره د مقابلې لپاره بشپړه وړتیا لري.
روسیه لا هم کولای شي چې د تورک سټریم نللیکې له لارې پر تور سمندر هنګري، ترکیې او سربیا ته ګاز واستوي.
اروپايي ټولنې له ۲۰۲۲ کال راهیسې، کله چې روسیې پر اوکرایین پراخ یرغل پیل کړ، له روسیې د ګازو واردات په پام وړ توګه کم کړي دي. سره له دې، د ختیځې اروپا یو شمېر هېوادونه لا هم پر روسي ګازو زیاته تکیه کوي، چې دا مسکو ته هر کال شاوخوا ۵ میلیارده یورو عاید برابروي.
د اروپايي ټولنې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې روسي ګاز له دې درکه د ګازو له وارداتو لږ تر لږه ۱۰ سلنه برخه جوړوله، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱ کال کې دا کچه ۴۰ سلنه وه.
خو ځینې غړي هېوادونه لکه سلواکیا او اتریش لا هم له روسیې د پام وړ ګاز پېري.
بېلابېلې سرچینې او زېرمې
د اتریش د انرژۍ د مقرراتو څارونکي ویلي، عرضه کې د کومې ګډوډۍ تمه نه لري ځکه چې سرچینې یې بېلابېلې دي او زیرمې یې جوړې کړې دي.
خو د اوکرایین پرېکړې له سلواکیا سره جدي ستونزې پېښې کړي، ځکه چې روسی ګاز د اوکرایین له لارې سلواکیا ته رسېده او بیا ټولنې ته لېږدول کېده او د دې پروسې له لارې سلواکیا د ټرانزیټ فیس ترلاسه کاوه چې اتریش، هنګري او ایټالیا ته ګاز استوي.
د سلواکیا لومړي وزیر رابرت فیکو، چې تازه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خبرو لپاره مسکو ته تللی و، د جمعې په ورځ ګواښ وکړ چې اوکرایین ته د برېښنا عرضه به بنده کړي.
دې څرګندونو د اوکرایین ولسمشر زیلېنسکي دې ته وهڅاوه فیکو تورن کړي چې ګواکې له پوتین سره مرسته کوي ترڅو "جګړه تمویل او اوکرایین کمزوری کړي. "
زیلېنسکي وویل: "فیکو سلواکیا د روسیې پر هغو هڅو ورګډوي چې غواړي اوکرایینیانو ته نور زیان ورسوي".
که سلواکیا دبرېښنا بنده کړي، پولنډ له کېیف سره د ملاتړ وړاندیز کړی. د اوکرایین لپاره چې د برېښنا تولیدي مرکزونه یې په پرلهپسې توګه د روسیې تر بریدونو لاندې دي، له بهره د برېښنا عرضه حیاتي ده.
۲۰۲۵ او ممکنه باج اخیستنه
مالدووا – چې د اروپايي ټولنې برخه نه ده – ښايي د ټرانزیټ د هوکړې پای ته رسېدو له امله په جدي ډول اغېزمنه شي. دا مسیر هغه ګاز برابروي چې مالدووا یې د خپلې برېښنا د اړتیاوو پوره کولو لپاره کاروي.
د مالدووا د انرژۍ وزیر کنستانتین بوروسان ویلي چې حکومت د برېښنا د پایښت ډاډ لپاره ګامونه پورته کړي، خو له خلکو یې غوښتي چې انرژي سپما کړي. د ډسمبر له نیمايي راهیسې دغه هېواد کې د انرژۍ په برخه کې ۶۰ ورځنی بېړنی حالت رامخې ته شو.
د مالدووا ولسمشرې مایا ساندو کرملېن تورن کړی چې د ممکنه "باج اخیستنې" له لارې غواړي د ۲۰۲۵ کال له عمومي ټاکنو مخکې په هېواد کې بېثباتي رامنځته کړي.
روسیه له ۱۹۹۱ کال راهیسې خپل ګاز له اوکرایینه د اروپا بازارونو ته صادروي.
اروپايي ټولنې پر روسي ګاز د تکیې د کمولو لپاره بدیلې سرچینې موندلي دي، لکه د قطر او امریکا د مایع طبیعي ګاز او د ناروې د نللیکې ګاز.
اروپايي کمیسیون په ډسمبر کې داسې پلانونه وړاندې کړل چې د ټولنې هېوادونو ته به اجازه ورکړي د اوکرایین له لارې د ګاز انتقال لپاره په بشپړه توګه ځایناستی ومومي.
د اروپايي ټولنې د احتیاطي پلانونو له مخې، زیانمنو هېوادونو ته به د ترانس-بالکان مسیر له لارې له یونان، ترکیې او رومانیا ګاز برابر شي، ناروې ته به ګاز له پولنډه ولېږدول شي. نورې سرچینې به له جرمني مرکزي اروپا ته ولېږدول شي.