د اوکرایین ختیځ کې د روسیې خونړي برید ۵۱ کسان وژلي؛ لوېديځ کې هم تازه بريدونه شوي

د اوکرایین لویه څارنوالي وايي، د دغه هېواد ختیځ کې پر پولتاوا ښار د روسي ځواکونو د توغندیو برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۱ او د ټپيانو ۲۳۵ ته لوړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد په لوېديځ لېوف ښار کې هم تازه بريدونه شوي چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه د دوو کسانو د وژل کېدو او له ۲۰ زياتو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د يادې سيمې ښاروال ويلي په تازه بريدونه کې د استوګنې يو شمېر ودانيو اور اخيستی او د بریدونو له کبله په سيمه کې دوه ښوونځي تړل شوي دي.

په ختيځ کې د پولتاوا ښار د بريد په اړه مخکې ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي د ۴۱ کسانو د وژل کېدو او ۱۸۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

هغه ویلي وو، لومړني رپوټونه ښيي چې دغه ښار د دوو بالېستیک توغندیو په وسیله په نښه شوی دی.

د بي ‌بي ‌سي نیوز د وسلو شننونکي 'کریس پارتریج' ویلي، دغه برید کې ظاهرا سکندر-اېم بالېستیک توغندي کارول شوي چې په ۵۰۰ کیلومتره واټن کې هدف وېشتلی شي.

د نوموړي په وینا دغه توغندي تر ۷۰۰ کیلو ګرامو کلسټر یا چاودېدونکې سروکې لېږدولی او پراخه کچه ویجاړۍ اړولی شي.

په پولتاوا کې هم دغه برید ځینې ودانۍ کېنولي چې خلک ور لاندې شوي دي.

د اوکرایین ولسمشر وايي، توغندي د یوه ښوونیز انسټیټيوټ په احاطه او ورڅېرمه پراته روغتون لګېدلي دي.

د نوموړي په وینا پېښه کې د اړیکو انسټیټیوټ د یوې اړوندې ودانۍ ځينې برخې ویجاړې شوي.

ښاغلي زيلېنسکي ويلي، "ټولو زیانمنو ته اړینې مرستې رسېدلي. زموږ د معلوماتو له مخې د نړېدلو ودانۍ په کنډوکپرو کې لا هم ځینې کسان ایسار دي. د خلکو د ممکنه ژغورنې لپاره ټول اړین کارونه شوي دي. د شته معلوماتو له مخې، د روسیې په دغه برید کې ۵۱ کسان وژل شوي دي".

نوموړي همدا ډول زياته کړې، "د قانون پلې کوونکې ادارې او د دفاع وزارت د دې غمیزې ټول اړخونه ارزوي."

بلخوا د پولتاوا سیمه ییز مشر فېلېپ پرونین د ټېلېګرام په یوه پیغام کې ویلي، د دغه خونړي برید له کبله دغه ښار کې ۳ ورځنی ویر اعلان شوی دی.

هممهاله د اوکرایین دفاع وزارت هم ویلي، چې پولتاوا ښار د روسیې له "یوه وحشیانه برید" وروسته یوه "وېروونکې ورځ" تجربه کوي.

دغه وزارت زیاته کړې، د هوايي برید د خبرداري سیستم لخوا د خطر زنګ وهل کېدو او د توغندیو ور رسېدو ترمنځ وخت ډېر کم و او خلک داسې مهال ژوبل شول چې غوښتل یې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

ژغورندویه ډلو ۲۵ کسان ژغورلي چې ۱۱ یې تر ویجاړیو لاندې ایسار وو.

دوی د نورو احتمالي بند پاتې کسانو لټون هم کوي.