ولې د نړۍ په کچه جګړې له ستورپېژندنې سره د خلکو لېوالتیا ډېروي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, لیبو ډيسیکو
- دنده, د مذهبي چارو خبریال
موږ تاسې به لږ تر لږه یو داسې ملګری لرو چې که له چا سره د مینې کومه اړیکه یا لېوالتیا لري نو د ستورپېژندنې یا د نجوم د حساب پر بنسټ یې د زېږون برج یا نښه ګوري چې ځان پوه کړي، د دواړو خویونه یا عادتونه څومره سره ورته دي.
که څه هم دا یو ډول ساعتېری هم ګڼل کېږي خو ځينې داسې خلک هم شته چې ستورپېژندنه یا فال او طالعې لیدل ډېر جدي نیسي. دوی په دې باور دي چې د یو چا د زېږون په وخت کې د ستورو او سیارو موقعیت په اصل کې د هغه پر ژوند، شخصیت او له نورو سره په راشه درشه یا تعاملاتو اغېز کوي.
له دې طریقې د چین او هند په څېر هېوادونو کې له پېړیو پېړیو راهیسې په پراخه کچه کار اخیستل کېږي. په هند کې ځینې سیاستوال ان له نجومیانو سره مشوره کوي چې فال یې وګوري چې د ټاکنو د ګټلو چانس یا طالعې یې شته او که نه.
اوس داسې برېښي چې په لوېدیځ کې هم ځینې خلک د دې لپاره چې پوه شي یا ان وړاندوینه وکړای شي چې د نړۍ سیاست کوم خوا ته روان دی یا په دنیا کې څه پېښېدونکي دي، د ستورپېژندنه کاروي. که څه هم دا کار په اروپا او امریکا کې یو څه محدود دی خو داسې شواهد شته چې لېوالتیا ورته په ډېرېدو ده.
پر ټېکټاک د داسې کسانو ګڼې ویډیوګانې خپرېږي چې په غالب ګمان د شمالي امریکا نجومیان دي او د نړۍ د سیاست په اړه وړاندوینې کوي. دوی ډېر کله د ځينو نقشو مخې ته ناست وي او د دوی په ګمان، د امریکا، ایران او ان د ځينو اروپايي هېوادونو د رامنځته کېدو پر مهال د لمر، سپوږمۍ او د ستورو موقعیت په ګوته کوي.

د عکس سرچینه، ANTHONY WALLACE/AFP via Getty Images

د عکس سرچینه، Arrush Chopra/NurPhoto via Getty Images
په یوه ویډيو کې چې پر ایران د امریکا له بریده یوه ورځ وروسته خپره شوې، یو نجومي وايي چې، "ډونلډ ټرمپ په ایران کې له اورانوس سره یو نزولي خط لري او دا د دې څرګندونه کوي چې اړیکې به یې تاوتریخجنې وي."
یو بل یې هم هماغه ورځ وړاندوینه کوي چې ایران به د جولايي پر لومړۍ یا دویمه نېټه انتقامي برید وکړي.
که څه هم دا ډول وړاندوینې ډېر کله ناسمې خېږي خو بیا هم د دا شان محتوا لرونکو ویډيوګانو یا مطالبو تقاضا کمه شوې نه ده.
په تېرو پنځو کلونو کې دا پر ګوګل ټرینډز له ډېرو پلټل کېدونکو کلمو یا موضوګانو وو: "ستورپېژندنه" او "جګړه" د ۲۰۲۰ په فبرورۍ کې د کووېډ وبا، په همدې کال د روسیې او اوکرايين جګړه، په مې میاشت کې د کشمیر پر سر د هند او پاکستان نښتې او د جون په وروستیو کې پر ایران د امریکا توغندیز بریدونه ډېر پلټل شوي.
په لندن کې یوې ایرانۍ راته وویل چې کله په جون میاشت کې پر تهران بمونه وغورځول شول، هغې د یوه نجومي سلا مشوره واخیستله ځکه چې په ایران کې یې خور غوښتل چې د دغه هېواد د راتلونکي په اړه ډاډ ترلاسه کړي.
کله چې په ګوګل کې د "ستورپېژندنې" او "جنګ" کلمې ډېرې پلټل کېدې نو هغه هند او شمالي امریکا وو چې له دې موضوع سره یې ډېره علاقه لرله او په دوامداره توګه یې پر ګوګل پلټنې کولې.
خو د کاناډا د واټرلو پوهنتون مرستیال پروفیسور ډاکټر ګیلن واټس چې په کلتوري ټولنپوهنه او مذهبونو کې تخصص لري وايي چې پر "لویو جیوپولیتیکي ناندریو" باندې د پوهېدو لپاره پر نجوم تکیه "ښه فکر نه دی." دی وايي چې د دې وړاندوینو د اثباد لپاره هېڅ شواهد نه شته.

د عکس سرچینه، Majority World/Kuldeep Singh Rohilla/Universal Images Group via Getty Images
په نیویارک کې مېشته ستورپېژندونکې الیزا کېلي له دې علم سره د خپلو هممسلکو لېوالتیا ستايي خو پر خواله رسنیو د دوی له لوري د ځينو خپرېدونکو ویډيوګانو او مطالبو د منځپانې د څرنګوالي په اړه اندېښمنه ده.
هغې راته وویل، "د داسې یو څه په اړه په ۹۰ ثانیو ویډيو کې وړاندوینه کول چې ګواکې لوی اټومي برید کېدونکی دی یا درېیمه نړیواله جګړه نښلېدونکې ده، د معلوماتو خپرولو مناسبه یا اخلاقي لاره نه ده."
اغلې کېلي وايي چې دا ډول لنډ ویډيويي کلېپونه دوی د توجه جلبولو لپاره جوړوي او خپروي خو په وینا یې، "په ډاډه زړه داسې وړاندوینه کول چې ستا باور اغېزمنولی شي، یوه خطرناکه لوبه ده. دا هغه ستورپېژندنه نه ده چې زه په کوم ارزښت ورته قایله یم یا یې عملي کوم."
هغه مني چې له ستور پوهنې سره د خلکو تر منځ په دې اړه لېوالتیا ډېره شوې چې غواړي د خپلو کورنیو سیاستونو په اړه وپوهېږي چې حالات کوم لوري ته روان دي.
دا څه هغې ته لومړی ځل د ۲۰۱۶ کال د امریکا د ټاکنو په شپه هله څرګند شول چې ډونلډ ټرمپ هېلري کلېنټن ته ماتې ورکړه او پخپله د امریکا ولسمشر شو. اغلې کېلي هغه مهال په یوه محفل کې وه چې مېلمانه پکې تلویزون ته غلي ناست وو ځکه چې دوی پر نیویارک ټایمز لیدل چې د ټاکنو پایلې هغسې بالکل را ونه وتلې چې څنګه یې دوی اټکل کړی و.
کېلي وايي، "د دې لپاره چې زه ستورپېژندونکې یم نو خلک ما ته راغلل، پوښتنه یې رانه کوله چې دا څه روان دي. څه کېدونکي دي؟ د هېلري کلېنټن فال/طالعې څه وايي؟ د ټرمپ د بخت بېړۍ پر کومه روانه ده؟ همدا لومړی ځل و چې احساس مې کړل چې خلکو پر سیاست او په نړۍ کې پر روانو حالاتو د پوهېدو لپاره ستورپېژندنې ته مخه کړې ده."

د عکس سرچینه، Cassie Leventhal
د کووېډ وبا یوه بله داسې موضوع وه چې خلکو غوښتل په هغه بې ساري ناڅرګند حالت باندې د پوهېدو لپاره خپلو پوښتنو ته ځوابونه ومومي.
په همدې وخت کې کاسي لیوېنتل د ستورپوهنې لمن ونیوه چې د لویې وبا نښې نښانې معلومې کړي. د هغې مور او پلار سرطان درلود او تر درملنې لاندې وو.
خپل مور او پلار ته د هغې مشورې د عامې روغتیا چارواکو د لارښوونو بیخي سرچپه وې. خو کاسي وايي چې هغې د سیارو او ستورو موقعیتونه وکارول او د هغوی پر بنسټ یې ځان پوه کړ چې خپل مور او پلار ته ووايي چې په کومو وختونو کې باید ډېر احتیاط وکړي.
ما پوښتنه ترې وکړه چې ستورپېژندنه یا د نجوم علم خو کوم ساینسي اساس نه لري نو هغې راته وویل چې دا "دې ته د یوازې داسې څه په سترګه ګوري چې له تاسره یو اضافي مهارت شته او کله دې چې په کار شو نو را وایې خله او د روان وضعیت په اړه یو ژوور لید یا پوهه ترلاسه کړه."
کاسي راته وویل چې هغه په ستورپېژندنه کې تر دې کچې "ژوره تللې" چې د امریکا پر سیاست د پوهېدو لپاره یې هم کاروي.
دا وايي، "د [ټرمپ] پر ځمکه کومه سیاره نه شته. د هغه سپوږمۍ [د احساساتو سیاره] په لیندۍ برج باندې ده [چې د اور نښه ده] او دا د اورورینو احساساتو څرګندونه کوي چې په راپورته کېدو دي."
روحانیت او که مذهب؟
ډاکټر واټس وايي، "یو تخنیکي دلیل شته چې ستورپېژندنه روحاني ده او د دې احتمال هم شته چې ان مذهبي هم ده."
ښاغلی واټس زیاتوي، "هغه کسان چې د نجومیانو سلا مشورې اخلي، هغوی لږ تر لږه دا فرضیه مني چې یو پراخ ستوریز نظام شته چې په یو نا یو ډول د دوی پر شخصي ژوند مهم اغېز پرېباسي."
دې ته په کتو چې په نړۍ کې د ستورپېژندنې په اړه باورونه او طریقې توپیر سره لري.
په هند کې د طالعو یا فال لیدل او ستورپېژندنه ډېر خلک جدي ګڼي. د بېلګې په توګه، "د برجونو مطابقت" چې ډېر کله د جوړو تر منځ د واده کولو پر مهال کتل کېږي چې ګډ ژوند به یې سره څنګه وي. همدا نجومیان دي چې د کورنیو پر پرېکړو اغېز پرېباسي چې له چا سره په خېښۍ کولو کې وړاندې لاړې شي او له چا را په شا شي.
خو ډاکټر واټس وايي چې د دې برعکس، په لوېدیځ کې بیا ستورپېژندنه د یو څه په اړه د انفرادي تفسیر لپاره کارېږي.

د عکس سرچینه، Photo by Morteza Nikoubazl/NurPhoto via Getty Images
د پېچلو وختونو لپاره ساده ځوابونه؟
له دې سره سره چې په لوېديځ کې له ستورپېژندنې سره د خلکو لېوالیتا ډېره شوې، د 'پيو سېنټر' په نوم د یوه بنسټ معلومات ښيي چې په امریکا کې د هغو خلکو شمېر هماغسې ثابت پاتې دی چې له ستورپېژندنې کار اخلي. هم په ۲۰۱۷ او هم په ۲۰۲۴ کې په امریکا کې شاوخوا ۲۷ سلنه خلکو ویلي چې پر ستورپوهنه باور لري.
نو ولې داسې انګېرل کېږي چې پر ستورپېژندنه د خلکو باور ډېر شوی، په داسې حال کې چې شمېرې له دې سره توپير لري؟
ډاکټر واټس وايي چې مذهب او روحانیت پخوا په ځانګړي ډول د رسنیو له لوري، د ادبي بحث موضوګانې نه ګڼل کېدې. خو په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ بري "په جیوپولیتیک منظر کې بنسټیز بدلونونه" راوستل او "موږ [اوس] د هغه څه په اړه خبرې کوو چې مخکې مو یې په اړه فکر نه کاوه. نو خلک اوس په څرګنده وايي چې ستورپېژندنې ته یې مخه کړې ده."
ډاکټر واټس وايي چې نجومیان د ډېرو خلکو د ساعتېرۍ او ارامۍ سبب کېدلی شي او لارښوونې هم ورته کولی شي. د نړۍ پېښې دومره پېچلې کېدای شي چې ان مختصصان یې هم په لامل موندلو یا پرې پوهېدو کې پاتې راځي خو د ده په نظر، دا چې پر مختلفو بحرانونو د پوهېدو لپاره دې له ستورپېژندنې کار واخیستلی شي، وار د مخه وېشل شوې نړۍ نوره هم د وېشل کېدو له خطر سره مخ کوي.
خو دی بیا هم له دې موضوع سره د خلکو لېوالتیا درک کوي او وايي، "موږ په داسې ستونزو کې راګېر یو چې اسانه حل نه لري او دا به د ساده ځوابونو موندلو لپاره یو ډول لېوالتیا رامنځته کړي."








