تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائیل: په لوېدیځې غاړې کې د عملیاتو په درېیمه ورځ د حماس یو مشر وژل شوی دی
د اسرائیل پوځ وايي، په داسې حال کې چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په شمال کې په درېیمه ورځ هم پراخ عملیات روان دي، د فلسطیني وسله والې حماس ډلې یو مشر او دوه نور جنګیالي یې په جنین کې وژلي دي.
په یوه بیان کې ویل شوي، د اسرائیلو امنیتي ځواکونه له ویسام حازم سره په یوه موټر کې "مخامخ شول او له منځه یې یووړ" او بیا یې پر "دوو نورو ترهګرو په داسې حال کې چې د تېښتې هڅه یې کوله" هوايي بریدونه وکړل.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، دغه درې تنه تېره شپه د جنین په جنوب ختیځ کې زبابده ښارګوټي ته څېرمه وژل شوي دي.
فلسطیني رسنۍ وايي، اسرائیلي ځواکونو له طلکرم ښار څخه د کډوالو په کمپونو کې ودانیو او زېربناوو ته له سخت زیان اړولو وروسته شاتګ کړی دی.
د اسرائیلو پوځ تر اوسه په دې اړه لا څه نه دي ویلي. د پنجشنبې په ورځ یې ویلي وو، په طولکرم کې د وسله والو د یوه سیمهيیز مشر په ګډون یې پنځه تنه وژلي.
خو پوځ اعلان کړی، ځواکونه یې د "ترهګرو شنډولو، د ترهګریزو بنسټونو افشا کولو او د وسله والو ترهګرو له منځه وړلو" وروسته توباس ته نژدې د الفارا مهاجر کمپ څخه اېستل شوي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا، په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو د عملیاتو له پیل راهیسې لږترلږه ۱۹ فلسطینیان وژل شوي، چې په دوو لسیزو کې په دغه سیمه کې تر ټولو ستر برید دی.
په غزه کې اوس هم جګړه روانه ده او په نړیواله کچه یې اندېښنې راپارولې دي.
بریتانیا د جمعې په ورځ وویل، "د اسرائیلو لخوا کارول شويو میتودونو او د ملکي تلفاتو او د ملکي بنسټونو د ویجاړولو راپورونو له امله ژوره اندېښنه لري".
د بریتانیا د بهرنیو چارو د دفتر یوه ویاند ویلي، "د بې ثباتۍ خطر جدي دی او د تاوتریخوالي کمولو ته بېړنۍ اړتیا ده."
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتيرېش هم د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ. نوموړي ویلي، دا "پر چاودېدونکي حالت د تېلو تویول دي."
د اکتوبر پر اوومه د حماس له خوا پر اسرائیلو له برید او په غزه کې د جګړې له پیلېدو راهیسې په لوېدیځه غاړه کې په تاوتریخوالي کې زیاتوالی راغلی دی.
زرګونه فلسطینیان په داسې حال کې وژل شوي چې اسرائیلي ځواکونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او وايي هڅه کوي، پر لوېدیځه غاړه او اسرائیلو د فلسطینیانو د وژونکو بریدونو مخه ونیسي.