متحده عربي امارات وايي له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د کړکېچ پر مهال د ۱۷،۶۱۹ افغان کډوالو کوربتوب کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
د بشري ژمنو او د کړکېچنو حالاتو پر مهال د چټک غبرګون په چوکاټ کې، متحده عربي اماراتو د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې درېیمو هېوادونو ته له لېږد وړاندې، له افغانستانه د ایستل شويو ۱۷،۶۱۹ افغانانو کوربهتوب کړی دی.
د اې پي خبري اژانس د راپور له مخې، دا ګام د نړیوالو شریکانو په همکارۍ پورته شوی، چې د افغانستان له خلکو سره د هغه هېواد د بېساري شرایطو پر مهال مرسته وشي.
په ابوظبي کې د اماراتو بشري ښار دغه افغان کډوال ومنل او د هغوی د وروستي سفر تر پیل وړاندې یې ورته د لوړې کچې خدمات او اسانتیاوې برابرې کړې.
د دې کوربهتوب ټولیز لګښت ۱.۳۸۴ میلیارده درهمه (۳۶۷ میلیونه امریکایي ډالره) و، چې د درناوي وړ لنډمهاله استوګنې لپاره یو پراخ چوکاټ یې برابر کړ او د ماشومانو، زړو کسانو او ښځو په ګډون د ټولو اړتیاوو پوره کولو ته یې پاملرنه کړې.
راپور زیاتوي، متحده عربي امارات همداراز د ۴۱،۰۰۰ کسانو د ایستلو اسانتیا برابره کړې، چې پکې د افغان وګړو سربېره هغه بهرني وګړي هم شامل وو، چې په افغانستان کې اوسېدل.
متحده عربي اماراتو، د خپلو دوستو هېوادونو د ملاتړ پر ژمنه ولاړ دي او د دغو هېوادونو د اتباعو د ایستلو د مرستې غوښتنو ته یې مثبت غبرګون وښود او د هغوی د بېرته ستنېدو بهیر یې اسانه کړ.
په راپور کې راغلي، د استوګنې پر مهال، متحده عربي امارات أفغان اتباعو ته ټول ضروري خدمات برابر کړل، چې پکې روغتیایي، لوژستیکي، سیاسي، د اړیکو، استوګنځي او د خوراک خدمات شامل وو، چې د دوی عزت، هوساینه او خوندیتوب تضمین شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
همداراز، د هغوی د نویو ژوندونو د پیل لپاره مالي مرسته هم ورکړل شوه.
د بیا مېشتېدو د بهیر د اسانتیا لپاره، ټول اړین خدمات د اماراتو بشري ښار کې برابر شوي وو.
په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې په یادو خدماتو کې د ۱۷ سفارتونو دفترونه، د امرکیا د تابعیت او کډوالۍ خدمات یا یو اېس سي ای اېس دفتر، د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) دفتر او نور نادولتي سازمانونه همکار وو.
په روغتیايي برخه کې، متحده عربي اماراتو پراخې هڅې وکړې، چې د اماراتو بشري ښار اوسېدونکو ته – که افغانان وو یا بهرني وګړي – پاملرنه ډېره وشي په ځانګړې توګه د کوویډ-۱۹پر مهال.
همداراز، د ۳۰۳ نوو زېږېدلو ماشومانو روغتیایي خدمات ترسره شول او له ۳۰۳ ډېر جراحي عملیات وشول، چې پکې درې عاجلې قضیې له هېواده بهر وې.
د زدکړې او مسلکي روزنې په برخه کې، متحده عربي اماراتو له ۳،۷۶۴ زیات افغانان وروزل، چې شاوخوا ۸۰۰ ماشومان د وړکتونونو زده کړو ته شامل شول.
همداراز، له ۳۹ زیات تعلیمي کورسونه، فني او مسلکي ورکشاپونه تنظیم شول، چې ۲،۵۸۹ افغانانو ترې ګټه واخیسته.
د اماراتو بشري ښار نورې اسانتیاوې

د عکس سرچینه، Getty Images
بهرنۍ صحنې، د لوبو څو لوبغالي، تفریحي اسانتیاوې چې ځانګړې شوې دي د ماشومانو، ښځو او زړو لپاره یو وقایوي روغتیايي مرکز هم جوړ شوی و.
اوسېدونکي د ژوند اړینو توکو ته لاسرسی لري، لکه دارو درمل، خواړه او نور اساسي توکي – چې د اماراتي ټولنې د ارزښتونو او دودونو څرګندونه کوي.
امارات وايي دا ټول کارونه یې د انساني همغږۍ له مخې د یوه داسې هېواد له وګړو سره کړي چې خورا له سختو شرایطو سره مخامخ دی او په دې سره متحده عربي امارات د افغانستان له مخکښو مرستندویو هېوادونو ګڼل کېږي.
د راپور پای کې ویل شوي چې، یوازې په تېرو درېیو کلونو کې، دغه هېواد ۷۴۰ میلیونه درهمه بشري او عاجلې مرستې برابرې کړي، چې پکې د هوایي دهلېز له لارې د سلګونو ټنه عاجلو مرستو او خوراکي توکو لېږد هم شامل دی – له دې مرستو له یو میلیون زیات کسان، په ځانګړې توګه ماشومان، مشران او ښځې ګټمنې شوې دي.
امارات وايي، د کوویډ-۱۹ پرمهال یې طبي مرستې برابرې کړې وې او په افغانستان کې یې په اوو ولایتونو کې ۱۰ د زېږون او د ښځو روغتیایي مرکزونه پرانیستي دي.











