ټرمپ ژمنه کړې چې عرب اماراتو کې افغان کډوال به وژغوري خو اماراتو وار د مخه ځینې افغانستان ته لېږلي

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي پښتو

رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه استول شوی لیک لیدلی چې څو ورځې وړاندې په کې ویل شوي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغو افغانانو سره مرسته کوي چې په متحده عرب اماراتو کې بند پاتې دي. ویل شوي، د عرب اماراتو حکومت افغانستان ته د هغوی ستنول پيل کړي او واشنګټن ته یې د دې خبر ورکړی و.

متحده عربي امارات د امریکا نږدې متحد هېواد بلل کېږي او له افغانستانه په ۲۰۲۱ کې د امریکا له وتلو وروسته ګڼ افغانان د ابوظبۍ په یوه پنډغالي کې مېشت شول. د وخت په تېرېدو سره یې ځینې امریکا ته لاړل، یو شمېر یې کاناډا، اسټرالیا او ځینې نور یې نورو اروپايي هېوادونو ته وکوچېدل.

د امریکا ولسمشر وايي، هغه افغان کډوال به "وژغوري" چې له افغانستانه د امریکا له وتلو راهیسې په متحده عربي اماراتو کې بند پاتې دي.

ډونلډ ټرمپ دا څرګندونې د هغو رپوټونو له خپرېدو وروسته کړې دي چې پر بنسټ یې، د متحده عربي اماراتو چارواکي غواړي هلته له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې په تمه پراته افغان کډوال افغانستان ته ولېږي.

ښاغلي ټرمپ تېره شپه د (جولای ۲۰) ناوخته پرخپله خواله رسنۍ "ټروت" لیکلي، "زه به هڅه وکړم چې هغوی وژغورم او همدا اوس دا کار پيلوم".

له خپلې دې خبرې سره یې د 'جسټ نیوز' په نوم د خبري رسنۍ هغه رپوټ هم خپور کړی چې پکې ویل شوي، "ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې طالبانو ته له بېرته ورستنولو به د هغو افغان متحدانو د ژغورلو هڅه وکړي چې د امریکا پوځ سره یې مرسته کړې وه".

دې خبري رسنۍ تر دې مخکې په متحده عربي اماراتو کې د افغان کډولو د وضعیت په اړه رپوټ خپور کړی و. ویلي یې وو چې د ابوظبۍ کډوالو کمپ کې شاوخوا دېرشو تنو ته چې ښځې او ماشومان هم پکې وو، اماراتي چارواکو خبر ورکړی چې بېرته افغانستان ته ستنول کېږي. دې د دغو کډوالو تر منځ سخته وېره خپره کړې.

د رپوټونو له مخې، له دغو کسانو پاسپورټونه ضبط شوي او دا شاوخوا څلور کاله په یوه ځانګړي "کمپلېکس" کې ساتل کېږي.

'هېڅ افغان متحد دې له اماراتو نه ایستل کېږي'

امارات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځينې رپوټونه شته چې وار د مخه له متحده عربي اماراتو یو شمېر کورنۍ همدا روانه میاشت افغانستان ته لېږل شوې دي.

که څه هم متحده عربي اماراتو په دې اړه په زغرده لا څه نه دي‌ ویلي. خو 'د جسټ نیوز' ته د ډونلډ ټرمپ ادارې یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره پر دې موضوع لګیا دی چې ډاډ ترلاسه کړي چې "د امریکا هېڅ یو افغان متحد له دغه هېواده نه ایستل کېږي."

ځينې رپوټونه شته چې وار د مخه له متحده عربي اماراتو یو شمېر کورنۍ همدا روانه میاشت افغانستان ته لېږل شوې دي. خو په اړه یې کره معلومات لا نه شته چې دا کورنۍ په خپله خوښه ستنې شوې او که په زوره له اماراتو شړل شوې دي.

د امریکا ولسمشر داسې مهال د خپلو پخوانیو افغان متحدانو د "ژغورلو" ټټر ډبوي چې دغه هېواد ته یې د افغانانو په ګډون د کډوالو د ورتګ پر مخ سخت خنډونه ایجاد کړي.

د ده ادارې په تېره اپرېل میاشت کې په امریکا کې د زرګونو افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام هم لغوه کړ او په دغه هېواد کې یې د کډولو د بیا مېشتولو پروګرام ځنډولی.

افغانستان ته د کډوالو په ورستنولو اندېښنې

په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان د دوو ګاونډیو پاکستان او ایران تر څنګ ځینو اروپايي هېوادونو هم هلته یو شمېر مېشت افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کډوالو او بشري حقونو ځینو ادارو بهر ته د کډه شوو افغانانو بېرته افغانستان ته په جبري ډول ستنولو باندې اندېښنه څرګنده کړې.

همدا تېره جمعه (جولای ۱۹/چنګاښ ۲۸) جرمني ۸۱ افغان کډول بېرته کابل ته ولېږل. دوی هلته پر بېلابېلو جرمونو محکوم شوي وو او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته تسلیم کړای شول.

د کډوالو او بشري حقونو ځینو ادارو بهر ته د کډه شوو افغانانو بېرته افغانستان ته په جبري ډول ستنولو باندې اندېښنه څرګنده کړې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر فولکر تورک د ټولو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو جبري ستنولو ته د سملاسي پای غوښتنه کړې، په ځانګړي ډول د هغو چې د "ځورونې" او یا "په ناقانونه ډول د بندي کېدو" له خطر سره مخ کېدلی شي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم ویلي چې له متحده عربي اماراتو او جرمني د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه اندېښمن دی.

ده ویلي چې "افغانستان خوندي نه دی" او ګواکې بېرته ستانه شوي دغلته له "تاوتریخوالي، ځورونې او د غچ اخیستنې له لوی خطر سره مخامخ دي."

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا وايي چې دغه هېواد خوندي دی او خپل هېواد ته هر ستنېدونکي ته یې غېږ خلاصه او تندی ورین دی.