د پاکستان د کورنیو چارو وزیر کابل کې له سراج الدین حقاني سره پر امنیت او کډوالو خبرې کړي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر کابل کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو له وزیر سره خبرې درلودې.

د عکس سرچینه، عبدالمتین قانع

د عکس تشریح، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر کابل کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو له وزیر سره خبرې درلودې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له یوه لوړ پوړي پلاوي سره کابل ته رسېدلی دی. ښاغلي نقوي د طالبانو حکومت د کورنیو چارو او نورو امنیتي اداروې له مشرانو سره خبرې کړي. له طالبانو سره د پاکستان دولت د اړیکو له ترینګلتیا وروسته تېرو څو ورځو کې دا دویم پلاوی دی چې افغانستان ته سفر کوي. اسلام اباد ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ مېشت ځایونه افغانستان کې دي، څه چې د طالبانو حکومت یې ردوي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، سراج الدین حقاني "د اړیکو پراخولو او د ښې همکارۍ لپاره د زمینې په مساعدولو کې د داسې سفرونو کېدل ګټور وبلل." د قانع په وینا د طالبانو د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر پاکستاني وزیر سره خبرو کې "د ستونزو د حل کيلي اعتماد و باله او زياته کړه چې هر مشکل د باور د فضاء په رامنځته کېدو سره د حل وړ دی."

ښاغلي قانع دا هم ویلی، سراج الدین حقاني " له افغان مهاجرینو او بندیانو سره د ښه چلند او اړينو آسانتياوو په رامنځته کېدو ټينګار وکړ."

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یکشنبې پر سهار ویلي وو، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي افغانستان ته په خپل یو ورځني رسمي سفر روان دی چې په پام کې ده د طالبانو حکومت د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني او ځینو نورو طالب چارواکو سره وګوري.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان پر اېکس لیکلي وو، به له محسن نقوي سره یوځای له لاهوره کابل ته وخوځېږي:

"د کورنیو چارو فدرالي وزیر سید محسن نقوي، چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی او ځانګړی مرستیال محمد صادق او د کورنیو چارو سکرتر ور سره مله دي، ډېر ژر به د لاهور د هوايي ځواک له اډې کابل ته روان شي، چې له خپل افغان سیال سراج الدین حقاني سره وګوري".

همدا تېره اونۍ د طالبانو له مشرانو سره ځینو پاکستاني چارواکو کابل کې کتنې درلودې.

د جولای پر ۱۷مه، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او د طالبانو د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند سره د کابل په ارګ کې وکتل. ښاغلي ډار د ازبکستان، پاکستان او افغانستان د اورګاډي د لارې د یوې مهمې پروژې (افغان ټرانس) د سنجونې د مطالعې په اړه د چوکاټ تړون لاسلیکېدو په مراسمو کې هم ګډون وکړ.

محمد صادق پر خپل اېکس لیکلي، چې یاد پلاوي د طالبانو له رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند سره کتنه کې د سولې، امنیت، سوداګرۍ او ټرانزیټ همکاریو او سیمه‌ییز اتصال په اړه خبرې وکړې.

پاکستاني پلاوي دغه سفر کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو له چارسمبالي وزیر سراج الدین حقاني سره هم لیدنه درلوده.

له دغه لیدنې وروسته، پاکستاني رسنیو ویلي وو، دواړو لوریو د امنیتي موضوعاتو په اړه ژورې خبرې وکړې او د سیمې هېوادونو کې د شته امنیتي ګواښونو د له‌منځه وړلو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

@AmbassadorSadiq

د عکس سرچینه، @AmbassadorSadiq

هغوی د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۹مه نېټه د خپلې مخکنۍ لیدنې یادونه وکړه او پر دې یې ټینګار وکړ چې دوه اړخیزو اړیکو ته به دوام ورکوي او هوکړه دا شوه چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د لوړې کچې اړیکي به وپالل شي.

وړمه وځ محسن نقوي ویلي وو، چې د افغان کډوالو د لنډمهاله استوګنې کارتونه به، چې د "پی‌او‌ار" په نوم پېژندل کېږي، نوی نه ‌شي.

د پاکستان د یوه ځايي ټلویزون'سما' د راپور له مخې، نقوي د جمعې پر ورځ خبریالانو ته وویل، هغه افغانان چې اوس له پاکستانه په زور ایستل کېږي، تور لیست ته داخلېږي، چې بېرته پاکستان ته یې د ننوتلو مخه ونیول شي.

هغه څرګنده کړه چې د د جبري ایستونکو افغانانو تورلیست ته شاملول، د پاکستان د نوې ملي تګلارې یوه برخه ده. نوموړي یادونه وکړه چې یوازې ایران د جولای میاشتې په لومړیو لسو ورځو کې ۳۰۰ زره افغانان ویستل.

دا مهال له ۱.۳ میلیونو زیات افغان کډوال په پاکستان کې د "پی‌او‌ار" کارت لري، چې دا کارتونه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او د پاکستان د دولت له‌خوا په ګډه ورکړل شوي.

د دې کارتونو اعتبار د جون ۳۰مه نېټه پای ته ورسېد.

د طالبانو حکومت د پاکستان له لوري په یو واري د دومره لوی شمېر کډوالو افغانستان ته ستنول ناسمه چاره بللې وه او ټینګار یې کړی و چې، هر څه دې په تدریجي ډول وشي.