د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال په کابل کې د طالبانو د حکومت له اړوندو چارواکو سره کتلي

د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري د پاکستاني پلاوي له مشر خُرم اغا سره په کابل کې لیدلي.

د عکس سرچینه، moi/twitter

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري د پاکستاني پلاوي له مشر خُرم اغا سره په کابل کې لیدلي.
    • Author, سمیع الله موسی زی
    • دنده, بي بي سي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال په کابل کې د طالبانو د حکومت له اړوندو چارواکو سره کتلي دي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې پلاوی یې د طالبانو د حکومت له چارواکو غوښتي، چې پر چیني اېنجېنرانو د تېرې مارچ میاشتې د برید په ګډون د هغو بریدونو د سمبالوونکو پر وړاندې پرېکنده ګامونه واخلي، چې په وینا یې له افغانستانه په پاکستان کې بریدونه سمبالوي.

پاکستان ادعا کوي، چې دا برید له افغانستانه سمبال شوی و او ځانمرګی بریدګر یې هم افغان وګړی بللی.

د طالبانو حکومت دا ادعا وار له مخه رد کړې او تازه یې د کورنیو چارو وزارت مرستیال پاکستاني پلاوي ته ویلي، چې د مسلو د ناسمې وړاندې کوَنې پر ځای دې ریښتینې همکارۍ ته لار جوړه کړي.

څو ورځې وروسته له هغه چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د طالبانو له حکومته وغوښتل چې په بشام سیمه کې پر چینايي انجینرانو برید کې ښکیل کسان ونیسي او د پاکستان حکومت ته یې وسپاري، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد خُرم آغا کابل ته رسېدلی.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوی د تورنو پاکستاني طالب مشرانو نومونه هم اخېستي وو چې وايي افغانستان کې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال کابل کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له مرستیال مولوي محمد نبي عمري سره کتلي دي. د باختر خبري اژانس د رپوټ له مخې په دې کتنه کې پاکستاني پلاوي امنیت د ټولو لپاره ګټور وباله او د ځینو ستونزو د هواري غوښتنه یې کړې ده.

رپوټ زیاتوي چې خُرم آغا د خیبر پښتونخوا بشام سیمه کې پر چینايي انجینرانو د برید یادونه وکړه او په امنیتي برخه کې یې د طالبانو د حکومت د مرستې غوښتنه وکړه.

که څه هم د دې غوښتنو په اړه تفصیل نه دی ورکړل شوی، خو د نبي عمري له قوله ویل شوي چې پاکستاني پلاوي ته یې ویلي چې د بشام برید ترهګریزه پېښه او یوه بده حادثه وه، ټول باید د خپلو ساحو امنیتي مسؤولیت پر غاړه ولري او د ''مسایلو د انحراف'' پر ځای'' واقعي همکاریو ته زمینه برابره کړي.''

نوموړي پاکستاني پلاوي ته ډاډ ورکړی چې حکومت یې ''هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې ناسمه ګټه پورته کړي او له نورو هم ورته هیله لري.''

پر چینايي انجینرانو ځانمرګی برید د تېرې مارچ میاشتې پر ۲۶مه په بشام سیمه کې شوی وو او پنځه انجینران او د هغوی پاکستان موټر چلوونکي په کې ووژل شول. له دې پېښې وروسته پر داسو بند چې چارې یې چینايي انجینرانو پرمخ وړلې په ټپه ودرېدلې.

پاکستانی پلاوی

د عکس سرچینه، moi/ twitter

څو ورځې وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزارت وویل "په ترهګریز برید کې" د پنځو وژل شویو چینايي انجنیرانو د وژل کېدو په تړاو د پاکستان څېړنو کې پرمختګ ډېر مهم دی او دوی یې ملاتړ کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مایو نینګ پخپله اونیزه خبري غونډه کې پاکستان کې د ۱۱ کسانو د نیول کېدو په تړاو د یوې پوښتنې ځواب کې وویل: "چین د پاکستان د څېړنو بشپړ ملاتړ کوي چې د برید د ټولو عاملانو پلونه پسې واخیستل شي او عدالت ته وسپارل شي."

د پاکستان حکومت ویلي دا برید افغانستان کې تنظیم شوی وو او په تړاو یې څو تنه نیولي دي. خو د طالبانو دا تورونه او ادعاوې رد کړي دي. پاکستان طالبانو ډلې چې پاکستان وایي مشران او وسله وال یې افغانستان کې دي د افغان طالبانو سره نږدي اړیکي پاللې او د مخکني افغان حکومت پر وړاندې جګړه کې یې هم ونډه لرله.