"پاکستاني پوځي چارواکي د طالبانو پرمختګ او د 'لر او بر' شعار په اړه اندېښمن دي"

باجوہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه تېره اوونۍ د پارلمان له ځینو غړو سره پر افغانستان وغږېد

معتبرو سرچینو بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته ویلي، د پاکستان د پوځ او پوځي‌ استخباراتو (ای اېس ای) مشرانو تېره اوونۍ د دې هېواد پارلمان له غړو سره په یوه ځانګړې ناسته کې افغانستان کې پر روان امنیتي وضعیت، د افغان طالبانو وروستیو پوځي لاسته راوړنو او پاکستان کې دننه د ځینو ملتپاله خوځښتونو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې.

دا ځانګړې ناسته د جولای پر لومړۍ نېټه د بندو دروازو تر شا وشوه او د پاکستان د پوځ‌ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د 'ای اېس ای' مشر جنرال فیض حمید د پارلمان غړو ته د افغانستان پر اوسني وضعیت مالومات ورکړل او د هغوی پوښتنې یې ځواب کړې.

بي بي سي‌ د دې ناستې له ځینو ګډونوالو سره خبرې کړې دي، خو د دوی په غوښتنه یې دلته نومونه نه یادوي.‌

د ناستې یو ګډونوال بي بي سي ته وویل،‌ د 'ای اېس ای' مشر د پارلمان غړو ته د افغانستان وضعیت په اړه یوه وینا یا 'پرزنټېشن' وړاندې کړ او وروسته د پوځ مشر جنرال باجوه د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړې.

دواړو پوځي مشرانو اندېښنه وښوده چې که طالبان افغانستان کې د جګړې په ډګر کې برلاسي کېږي او یا هم واک ته رسېږي، ښایي له دې سره پاکستاني طالبان هم زړور شي‌ او یو ځل بیا سر راپورته کړي.

دې پوځي چارواکو همدا راز ټینګار کړی چې افغان طالبان،‌ پاکستاني‌ طالبان او القاعده ډله د ایدیولوژۍ له پلوه سره یو دي‌.

دوی همدا راز اندېښمن وو چې د افغان طالبانو پوځي‌ لاسته راوړنې د دې لامل هم کېدای شي چې پر دې ډله د پاکستان نفوذ کم شي.

"له پاکستان د طالب مشرانو ایستل به ګران وي"

سفر هیئت بلندپایه طالبان به پاکستان
د عکس تشریح، پاکستاني چارواکو منلې چې د افغان طالبانو ځینې مشران پاکستان کې اوسي یا لږ تر لږه دې هېواد ته تګ راتګ کوي.

د دې ناستې یو ګډونوال بي بي‌سي ‌ته وویل، دواړو پوځي مشرانو په پیل کې ټینګار کاوه چې یوازې د افغان طالبانو ځینې کورنۍ پاکستان کې مېشتې دي.‌

خو وروسته د وکیلانو د پوښتنو او فشار له کبله دوی ومنله چې د دې ډلې مشران هم پاکستان کې شته، او یا لږ تر لږه پاکستان ته تګ راتګ کوي.‌

د پوځ او 'ای اېس ای' مشر استدلال کړی چې په زور له پاکستانه د افغان طالبانو د مشرانو ایستل به ګران وي، خو که د پاکستان سیاسي مشران دا غواړي نو بیا پوځ چمتو دی چې دې لړ کې اقدام وکړي.‌

سرچینې بي بي سي ته وویل، پوځي چارواکو په یو ډول هڅه کوله چې د دې چارې مسؤلیت د سیاستوالو غاړې ته واچوي.‌

سرچینه وایي، د ځینو سیاسي ګوندونو استازو په ښکاره ټینګار وکړ چې د افغان طالبانو مشران دې له پاکستانه و ایستل شي، خو ځینو نورو ښکاره خبره ونکړه.‌

پوځي مشرانو همدا راز د سیاسي ګوندونو له استازو پوښتنه وکړه چې که چېرې افغان طالبان واک ته رسېږي‌، نو د پاکستان دریځ باید څه وي، او ایا پاکستان باید د دې ډلې واکمني یا حکومت په رسمیت وپېژني او که نه.

د دې پوښتنې په ځواب کې د اپوزیسون ګوندونو استازي سره یوه خوله وو،‌ خو د واکمن 'تحریک انصاف ګوند' استازو ښکاره دریځ نه درلود.

د مسلم لیګ نواز، پاکستان پیپلز پارټۍ، عوامي نېشنل ګوند او نورو اپوزیسیون ګوندونو استازو په یوه خوله وویل چې پاکستان باید په هېڅ صورت افغانستان کې د طالبانو واکمني یا حکومت په رسمیت و نه پېژني.

د 'لر او بر یو افغان' پر شعار هم خبرې وشوې

پشتون تحفظ تحریک
د عکس تشریح، د پاکستاني پوځي مشرانو د هغو خوځښتونو په اړه اندېښنه ښودلې چې د لر او بر یو افغان شعار ورکوي

سرچینو بي بي سي ته وویل، په دې ناسته کې د پاکستان د پوځي استخباراتو 'ای اېس ای' مشر جنرال فیض حمید په پاکستان کې دننه ځینو سیاسي خوځښتونو ته هم اشاره وکړه.

نوموړي په ځانګړې توګه هغه خوځښتونه یاد کړل چې،‌ د ده په وینا، د "لر او بر یو افغان" شعار ته هوا ورکوي.

د 'ای اېس ای' مشر د پارلمان غړو ته ویلي، دا شعار په پاکستاني ملت کې دننه د یو 'بل ملت' یا sub-nationalism په معنا دی او باید له کارولو یې ډډه وشي.

د هغه په وینا، پاکستان دې شعار او هغو کسانو ته چې دا شعار کاروي،‌ د یو 'ګواښ' په سترګه ګوري.

خو د یو سیاسي ګوند مشر پوځي چارواکو ته ویلي، پاکستان باید له هغو کسانو وېره ونلري چې پر خپل 'افغانیت ' ټینګار کوي، بلکې همدا کسان باید افغانستان کې د خپلې ستراتیژیکې اساسې په توګه وکاروي. ‌

دواړو پوځي مشرانو یو ځل بیا د پاکستان په اړه د ځینو افغان چارواکو پر وروستیو څرګندونو نیوکه وکړه او تور یې ولګاوه چې افغان مشران د سولې بهیر کې د پاکستان پر رول او هڅو سترګې پټوي.

سرچیني وایي، که څه هم دا ناسته پر ملي امنیت، کشمیر او افغانستان د بحث لپاره ځانګړې شوې وه، خو کابو ټول وخت او ټول بحث د افغانستان پر موضوع ورټول و‌.