د امریکا استیناف محکمې د ټرمپ ادارې ته اجازه ورکړه چې د افغانانو لپاره د ایستلو خوندیتوب لرې کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د دوشنبې په ورځ د امریکا یوه فدرالي قاضي هغه حکم لغوه کړ چې د ټرمپ ادارې یې په متحده ایالاتو کې د زرګونو افغانانو او کامرونیانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب حیثیت له لغوه کولو منع کاوه.
د ټرمپ ادارې تېره اپرېل میاشت په متحده ایالاتو کې د افغانانو او کامرونیانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب حیثیت پای ته رسولو لپاره لاس په کار شوه، ویې ویل چې په افغانستان او کامرون کې شرایط نور د خوندیتوب حیثیت مستحق نه دي. دې ګام تقریبا ۱۴،۶۰۰ افغانان او ۷،۹۰۰ کامرونیان اغېزمن کړل.
د کډوالۍ ملاتړې ادارې "کاسا' د کورني امنیت وزارت پر وړاندې دعوه وکړه او د امریکا د څلورمې کړۍ د استیناف محکمې د جولای تر ۲۱ پورې د موقتي خوندي حالت پای ته رسولو پر ضد لنډمهال قانوني بندیز ولګاوه.
د دوشنبې د ورځې په پرېکړه کې، استیناف محکمې د ټیټې محکمې له هغه نظر سره موافقه وکړه چې کاسا د موقتي خوندي حالت د پای ته رسولو په اړه "د احتمالي مخکینۍ پرېکړې" په تړاو یوه قانع کوونکې دعوی وړاندې کړې ده.
خو دغې درې کسیزې ډلې ولیکل: "په اوسني پړاو کې تر هغه چې استیناف روان وي، داسې کافي شواهد نه شته چې د ادارې د اقدام ځنډولو فوقالعاده قانوني اقدام توجیه کړي."
د کورني امنیت وزارت، چې د موقتي خوندي حالت پروګرام څاري، تبصرې غوښتنې ته سملاسي ځواب ونه وایه.
ټيپياېس خلک له متحدو ایالتونو له ایستل کېدو خوندي او د کار اجازه ورکوي.
د ټرمپ ادارې په تېره مارچ میاشت کې ویلي وو، چې دوی به په ورته ډول د کیوبا، هایټي، نیکاراګوا او وینزویلا له نیم میلیون څخه د زیاتو کډوالو لنډمهاله قانوني حیثیت هم لغوه کړي.











