د ولسمشر بایډن اداره امریکا ته د افغانانو د موقتي لېږد پروسې ته بیا کتنه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا حکومت په موقت ډول امریکا متحدو ایالتونو ته د افغانانو لېږدولو پروسه بندوي او پر ځای یې په امریکا کې له مخکې مستقل مېشتو افغان وګړو سره د کورنیو نژدې غړو پر یو ځای کولو پام ورټولوي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د جوبایډن حکومت یوه لوړ پوړي چارواکي له قوله ویل شوي چې په پالیسۍ کې د بدلون له مخې به له ځینې استثنايي قضیو پرته افغانانو ته د امریکا هغو ځانګړو ویزو ورکول بند شي، چې د مستقلې استوګنې قانوني ویزې پر ځای د بشري همدردۍ له مخې د موقت وخت لپاره ورکول کېدې.
د پنجشنبې پر ورځ د سپینې ماڼۍ یوې ویاندې کارین جین پیري د امریکا پالیسۍ کې د نویو بدلونونو په هکله وویل:
''موږ یوه نوې تګلاره خپلوو، چې له مخې به یې په خوندي ځایونو کې (په موقت ډول) د پاتې کېدو پر ځای دلته راتلونکي افغانان د کډوالو چارو ادارو په مرسته مخامخ له ټولنو سره یو ځای کېږي. ''
نوموړې په دې هکله خبرو کې زیاته کړه:
''هغه افغانان چې امریکا کې مېشت کېدل غواړي، د موقت مېشت کېدو پر ځای به د کډوالۍ داسې حیثیت ورکړل شي، چې تر اوږده مهاله دلته د پاتې کېدو اجازې ترلاسه کولو ته یې لار پرانیزي. ''
د یادونې ده، چې په پالیسۍ کې دا بدلون د امریکا حکومت او هغو کاري ډلو تر منځ له څو میاشتو خبرو وروسته منځ ته راغلی، چې له افغانستانه یې د خلکو ایستلو کې مرسته کړې.
امریکايي چارواکي وايي، د نوې پالیسۍ له مخې به پام د امریکایي وګړو، ګرین کارډ (په امریکا کې د اوسېدو جواز) او هغو افغانانو د کورنیو پر نژدې غړو ورټول وي، چې امریکا ته د کډوالۍ ځانګړې ویزې (اېس ای وې اېس) ورکړل شوې دي.
تېر کال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته بهر ته د هغو افغانانو لېږدولو پر امریکایی پروګرام چې د طالبانو له احتمالي غچ اخیستنې له خطر سره مخامخ وو، ډېرې نیوکې شوې، خو امریکايي چارواکي دا پروګرام بریالی بولي چې له مخې یې د دوی په وینا نژدې ۹۰ زره افغانان امریکا ته ولېږدول شول.
د یادونې ده چې له سره کتل شوی پروګرام به چې د تلپاتې هرکلي نوم ورکړل شوی، د امریکايي چارواکو په وینا د راتلونکې اکتوبر میاشتې له لومړۍ نېټې عملي کېږي.










