سي اېن اېن: نژدې يو نيم زر افغان ماشومان له مور او پلار پرته امریکا ته لېږدول شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د راپورونو له مخې شاوخوا ۱۴۵۰ ماشومان له مور او پلار پرته له افغانستانه امريکا ته لېږدول شوي دي. د امریکا د کډوالو د استوګنې ادارې د شمېرو له مخې ماشومان د اګست له مياشتې راهيسې امريکا ته د ژغورنې بېړنيو عملياتو په ترڅ کې لېږدول شوي.
د اګست په ۱۵ د طالبانو په لاس د پلازمېنې کابل له ناڅاپي سقوط وروسته، زرګونه کسان هغه مهال د دغه ښار نړيوال هوايي ډګر ته ورغلل چې بهرنيان د خپلو وګړو د ايستلو په هڅه کې وو.
د هغه مهال خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې خلک د سي ۱۷ الوتکې پر لور منډې وهي او مخ په زياتېدونکې ګډوډۍ پر مهال د تېښتې په حال کې وو، ځينو يې د الوتکې ټايرونو سره ځانونه نښلولي وو چې لږ ترلږه دوه تنه يې له امله ووژل شول.
د امريکايي چارواکو په وينا د دې ګډوډۍ او ايستلو عملياتو پر مهال سلګونه ماشومان له خپلو ميندو او پلرونو څخه جلا شول.
د سي اېن اېن په وينا د ۱۴۵۰ ماشومانو څخه ډېری يې غوښتل چې له خپلو والدينو سره له افغانستانه ووځي خو وايي په ګډوډۍ کې له يوه بله ورک شول.
د کابل هوايي ډګر ته د ننوتو په يوه دروازه کې د داعش مرګوني بريد له امله ځينې له مور او پلار لادرکه شول خو ځينو بيا د تل لپاره خپلې ميندې او پلرونه له لاسه ورکړل. که څه هم د هغو افغان ماشومانو کره شمېر چې امریکا ته لېږدول شوي نه دی معلوم خو د سي اېن اېن په راپور کې له ۸ تر ۱۷ کاله عمر لرونکو پورې د ماشومانو يادونه شوې ده.
په دوی کې يو اته کلن ماشوم چې هره شپه ژاړي او بل ۱۷ کلن هلک چې د شپې پر خپل بالښت خولې لګوي او کوچني ورور ته نارې وهي موجود دي.
ويل شوي چې ډېری د دغو ماشومانو د يوازيتوب، وېرې او له کوره د لېرې والي احساس کوي او تل ژاړي. خو دا لا نه ده روښانه چې دوی به کله او څنګه له خپلو کورنيو سره يو ځای شي.
چارواکي وايي د نژدې ۱۴۵۰ ماشومانو څخه ډېری يې په چټکۍ ازاد شوي چې په امريکا له مالي ملاتړ کوونکو او يا له خپلوانو سره ژوند وکړي.

د عکس سرچینه، Reuters
د چارواکو په وينا ځينې د جوبايډن له خوا د افغان ماشومانو لپاره د ځانګړې مرستې له لارې له خپلو کورنيو سره يو ځای شوي خو د کډوالو چارو د ادارې د معلوماتو له مخې شاوخوا ۲۵۰ ماشومان چې فعالان وايي په امریکا کې کورنۍ او خپلوان نه لري د امریکا د حکومت تر حفاظت لاندې دي.
ملګرو ملتونو تر دې مخکې ويلي وو چې د کابل له هوايي ډګره د ايستلو په ترڅ کې يوازې سلګونه ماشومان له خپلو کورنيو جلا او له افغانستان بهر ايستل شوي.
يونيسف له افغانستانه بهر په څو نړيوالو پوځي اډو کې ۳۰۰ بې سرپرسته ماشومان په نښه کړي او له خپلو کورنيو او خپلوانو سره يې د خوندي يو ځای کېدو غوښتنه کړې ده.
د کابل له هوايي ډګر څخه د امريکايي او ناټو ځواکونو د پنځلس ورځينو عملياتو په ترڅ کې ۱۵۳ زره کسان له افغانستان وايستل شول. که څه هم د امریکا د ولسمشر جوبايډن په ګډون لوېديځو چارواکو د دغه عملياتو ستاينه کړې خو يو شمېر ګوتنيونکي هم شته چې له افغانستانه د وتلو په اړه د امريکا پر حکومت او د هغه د متحدينو پر پلان سختې نيوکې کوي.










