په نړیوال جام کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې سفر پای ته ورسېد، نننۍ لوبه ۳-۱ پارګوای وګټله

GAME

د عکس سرچینه، Afghanistan Football Federation

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

افغان لوبډلې نن د ۱۶ غوره لوبډلو تر منځ لومړۍ لوبه پیاوړې پیل کړه تر دې چې په لومړۍ نیمایې کې له سیالې لوبډلې ۱-۰ مخکښه وه خو وروسته په دویمه نیمایې کې لوبه ۱-۱ مساوي شوه.

وروسته د دغې برخلیک ټاکونکې لوبې واضح پایلې معلومولو لپاره د لسو دقیقو اضافه وخت اعلان شو چې د دغې اضافي وخت په لومړیو پنځو دقیقو کې د پارګوای لوبډلې ۲ مهم ګولونه وکړل، د افغان لوبغاړو له سختې خوارۍ سره سره هم کوم توپ د سیالې لوبډلې تر دروازې ونه رسېد او لوبه یې ۳ د یوه ګول پر وړاندې وبایلله.

له دې وروسته د پارګوای لوبډله د اتو غوره لوبډلو پړاو ته ووتله خو افغان لوبډله د مخکې تګ کوم چانس نه لري.

پارګوای لږ تر لږه په شپږو نړیوالو جامونو کې ګډون کړی خو د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې دا لومړۍ ځل وه چې د غوراوي پړاو سیالیو له لارې یې دغه جام ته ځان رسولی و.

په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې تاریخي سفر که څه هم له پارګوای لوبډلې څخه له ماتې وروسته پای ته ورسېد خو په دغه جام کې د افغان لوبډلې لومړنۍ حضور او بیا یې لومړۍ بریا وار له مخه ستایل شوې.

په نننۍ لوبې تبصره کونکي هم ویل چې افغانستان په وروستیو سیالیو کې ځان ثابت کړ او په ټکو یې افغان لوبډله ډېره روښانه راتلونکي په مخکې لري.

د لوبې لومړۍ نیمايې

AFGHANISTAN

د عکس سرچینه، Afghanistan Football Federation

د لوبې دویمه نیمايي (شل دقیقې) پاتې او دواړه لوبډلې به د ګولونو ډېرولو وروستۍ هڅې کوي.

د دویمې نیمایې په ۱۱مه دقیقه کې د پارګوی لوبډلې هم ګول وکړ او له دې سره دواړه لوبډلې له ۱-۱ سره مساوي شوي خو د لوبې لا هم برخلیک ټاکونکې څو دقیقې پاتې.

دا لوبه په تلویزیون په ژوندۍ بڼه خپرېږي، د لوبې کتو ته یو زیات شمېر افغان نندارچیان هم له نږدې ناست دي او خپله لوبډله هڅوي.

دا لوبه د ازبکستان په تاشکند کې ده.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله په نړیواله کچه تر دغه ځایه رسېږي. افغان لوبډله اوس د نړۍ په ۱۶ غوره لوبډلو کې ده.

پاراګوای هم پیاوړې لوبډله ده. له ازبکستان څخه یې ۵ – ۱ لوبه ګټلې وه، دغه راز کوستاریکا ته یې ۵ -۲ ماتې ورکړې وه، خو له هالنډ یا نیدرلنډ څخه یې بیا ۵- ۲ ماتې خوړلې وه. په ټوله کې لوبغاړي پیاوړي او د ښې تجربې لرونکي هم دي.

فوټسال

د عکس سرچینه، AFF

افغان لوبډلې هم خپله لومړنۍ لوبه له انګولا ۶-۲ ګټلې وه، له ارجنټاین سره په لوبه کې یې ۲-۱ او د اوکرایین پر وړاندې بیا ۴ -۱ لوبه بایللې وه. افغان لوبډله اوس نړۍ او په ځانګړې توګه اسیا کې یوه له مطرحو لوبډلو ګڼل کېږي.

دا پړاو د ناک اوټي دی، که هرې لوبډلې لوبه وګټله مخ ته به ځي او که یې وبایلله نو وروستۍ لوبه به یې وي. یعنې د مخ ته تګ بل چانس نه لري.

د فوټسال سیالیو نړیوال جام پایلوبه به د اکتوبر میاشتې په شپږمه نېټه وي.

برازیل او اوکرایین په دویم پړاو کې خپلې لوبې ګټلي او بل پړاو ته یې لار موندلې ده.

برازیل د کوستاریکا لوبډلې ته ۵-۰ ماتې ورکړه او اوکرایین هم ۱-۳ هالنډ مات کړ.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په لومړي ځل نړیوال جام ته رسېدلې چې د نړۍ ۲۴ غوره لوبډلې پکې برخه درلوده.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې روان کال د اسیا ملتونو جام سیالیو کې له لوبېدو او غوراوي پړاو وروسته تر دغه ځای ته ورسېده.

فوټسال

د عکس سرچینه، Getty Images

افغان لوبډلې له دې لوبو مخکې په مراکش او تایلنډ کې تمریناتي کمپونه لرل او د اړوندو مسؤلینو په وینا له بشپړې تیارۍ سره دغو لوبو ته ورغلي دي.

په جولای میاشت کې د فېفا لخوا په خپره شوې درجه بندۍ کې افغان لوبډلې د نړۍ د دېرشمې لوبډلې ځای ته ځان رسولی و، خو اوس مهال تر شپاړسو غوره لوبډلو رسېدلې او دا لومړی ځل دی چې دې ځای ته رسېږي.

څو اونۍ وړاندې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د فوټسال د لویو وچو جام 'فوټسال کانټينېنټل' سیالیو کې هم ښې لوبې وکړې او له څلورو یې دوه مهمې لوبې وګټلې.

بل پلو اسیا جام ته د لار موندنې تر ۲۰ کلونو ټیټ عمره لوبډلو سیالیو په لړ کې افغان لوبډله د سعودي عربستان له ملي لوبډلې سره سیالي کوي.

افغانستان تر دې دمه دوه لوبې کړي، له ماکاو یې ۱-۰ ګټلې خو اسټرالیا ته یې لوبه ۲-۰ بایللې ده.

د افغان ملي لوبډلې بله لوبه د فلسطین له ملي لوبډلې سره ده.