ناسا فضايي بېړۍ لمر سره نژدې تېره او روغه پاتې شوه، تاریخ یې جوړ کړ

ساینس پوهانو د جمعې ورځې (ډسمبر ۲۷) د سهار پر پنځو بجو له پارکر سولر پروب سېګنال ترلاسه کړ. دا بېړۍ تېرې څو ورځې لمر ته نژدې کېده او ځمکې ته یې سېګنال نه و لېږلی.

ناسا وايي، پارکر سولر پروب فضايي بېړۍ وروسته له هغه چې ۳.۸ میلیونه مایله (۶.۱ میلیون کیلومتر) د سولر له سطحې لرې شوه لا هم خوندي ده او نورمال کار کوي.

پروب د کرېسمېس پر ماښام (ډسمبر ۲۴) زموږ د ستوري له بهرنۍ فضا ووته. شدیده تودوخه تر اندازې ډېر تشعشعات یا وړانګې یې وزغملې. ټول دې لپاره چې لمر ته ښه ورنژدې شي او انسان پر دې لا ډېر پوه کړي چې لمر څنګه فعالیت کوي.

ناسا یې سېګنال ته په تمه وه. اټکل کېده چې د ډسمبر پر ۲۸مه به یې راولېږي.

د ناسا ویبپاڼه کې راغلي چې دغې فضايي بېړۍ پر ساعت ۶۹۲ زره کیلومتره حرکت کاوه، او تر ۹۸۰ ثانتي ګرادو تودوخه یې زغمله.

دغه اداره وايي، د لمر دا نږدې مطالعه، څېړونکې بېړۍ، پارکر سولر پروب ته اجازه ورکوي، چې ځینې اندازې واخلي. هغه بیا له ساینسپوهانو سره مرسته کوي چې پوه شي لمر کې شته ماده څنګه میلیونونو درجې تودوخې ته رسېږي. د لمریز باد، چې له لمر د موادو دوامداره تېښته ده، اصلیت هم معلومېدی شي. دا هم کشفولی شي چې څنګه انرژي لرونکي ذرات دومره ګرندي کېږي چې چټکوالی یې نوري ساعتونو ته رسېږي.

ناسا کې د ساینس مشرې ډاکټر نیکولا فاکس مخکې بي بي سي ته ویلي وو: "له پېړیو راهیسې خلکو د لمر مطالعه کړې، خو تر هغه وخته پورې د یو ځای فضا نشئ تجربه کولی، تر هغو چې خپله ورنشئ. نو او له امله موږ نشو کولی واقعا د خپل ستوري فضا تجربه کړو. مجبور یې ورشو او ترې تېر شو."

د پارکر سولر پروب فضايي بېړۍ ماموریت په ۲۰۱۸ کال کې پیل شو. زموږ د لمریز نظان مرکز ته روانه شوه.

پخوا ۲۱ ځله له لمر تېره شوې ده خو د روانې میاشتې ډسمبر ۲۴مه یې تاریخه سفر و. ریکارډ یې مات کړ.

تر ټولو نژدې لیدنه کې پروب زموږ د ستوري له سطحې ۳،۸ میلیونه مایله (۶،۲میلیونه کیلومتره) واټن درلود.

شاید دا دومره نژدې نه درته ښکاري، خو د ناسا نیکولا فاکس دا په اسانه بېلګه کې روښانوي: "موږ له لمر څخه ۹۳ میلیونه مایله واټن لرو، نو که زه لمر او ځمکه په یوه متر فاصله کې سره نژدې کړم، پارکر سولر پروب له لمر څخه څلور سانتي متره فاصله لري – چې دا ډېره نژدې ده."

دې بېړۍ ۱۴۰۰ درجې سانتي ګراد تودوخه او وړانګې وزغملې. کېدی شوی چې له همدې امله د بېړۍ برېښنایي سیستمونه خراب شوي وی.

بېړۍ په ۱۱،۵ سانتي متره (۴،۵ انچه) ضخامت لرونکي کاربون مرکب پوښ کې ساتل شوې وه. تاکتیک دا و چې چټکه ننوځي او چابکه ووځي.