تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ناسا د جنسي اړيکو له وېرې ښايي مريخ ته يوازې ښځينه ستورمزلي ولېږي
رپوټونه وايي د امريکا فضايي پلټنو ادارې "ناسا" يوې پټې څېړنې موندلې چې مريخ ته د ښځينه او نارينه ستورمزلو گډه استونه ښايي دغه ماموريت له خطر سره مخامخ کړي.
د ناسا موندنې چې نه دي خپرې شوې وايي په دغه يو نيم کلن ماموريت کې د ښځينه او نارينه ستورمزلو ترمنځ د جنسي اړيکي ټينگېدو شونتيا شته چې له امله يې مريخ ته د تگ او راتگ دغه ماموريت له خطر سره مخکېداى شي.
بريتانيوۍ ستورمزلې هېلېن شرمن وايي ناسا څو کلونه وړاندې په دې تړاو يوه څېړنه کړې وه او دې پايلې ته رسېدلې وه چې دغې سرې سيارې ته د ښځينه او نارينه ستورمزلو گډ استول دې منع کړل شي.
آغلې شرمن چې په لندن کې د نويو ستورمزلو غونډې ته وينا کوله وويل ناسا پرېکړه وکړه چې دا ماموريت بايد يواځې ښځينه او يا نارينه وي، خو دغه موندنې يې خپرې کړې نه دي.
ولې ښځینه ستورمزلې
که څه هم ناسا تر اوسه په دې تړاو څرگندونې نه دي کړي خو د دغې پرېکړې د توجيه په تړاو باور دا دى که جنسي اړيکي ټينگ او له امله يې کومه ستور مزلې مېندواره شي، نو نه ده جوته چې پر مور او ماشوم به يې اغېزې څه وي.
بل دليل دا ويل کېږي چې مينه او احساسات شخړې او رخې ته هم لار پرانيزې، او دا دغه ماموريت لپاره خطرناک پرېوځي.
خو ځينې ستورمزلي بيا په دې باور و که مريخ ته د تگ ماموريت يواځې ښځو لپاره ځانگړى شي گټور به وي، ځکه ښځې په خپلو کې د سړيو په پرتله ډېرې همکارې دي او کېداى شي چې نارينه پر مشرتابه سره شخړه وکړي.
سره له دې چې مريخ ته د ورتگ ماموريت به وخت نيسي خو ناسا پلان لري چې تر ٢٠٣٠ م کاله پورې په دغې سرې سيارې کې يو ښارگوټى جوړ کړي.
د سپېس اکس په نامه د فضايي پلټونو او ترانسپورټ شرکت بنسټ اېښوونکي (اېلون موسک) وايي شونې ده چې په پنځوسو کلونو کې دننه په مريخ کې يو ميليونو وگړي مېشت شي.