تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فضا ته د توغنديو استول
فضا اوس په يو څو ميليارد ډالريز کاروبار اوښتې ده.
د داسې سټلایټونو توغولو غوښتنه هم ورسره په زياتېدو ده چې له انټرنېټي تړاو نيولې تر ساينسي څېړنو پورې هرڅه کولی شي.
تايوان هم غواړي دې سيالۍ ته ور ودانګي خو له خپل ګاونډي چين سره يې اوږد مهالې سيالۍ تر يوې اندازې له خنډونو سره مخامخ کړی دی.
اوس د ښوونکو او زده کوونکو يوه ډله له تايوان سره دې کې مرسته کوي چې د هغو هېوادونو د ډلې غړی شي، چې فضا ته تلی شي.