تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه فضايي بېړۍ چې هڅه کوي لمر ته تر ټولو ډېره نژدې شي
د ناسا یوه فضایي بېړۍ د لمر تر ټولو نژدې واټن ته رسېدو کې هڅه کوي چې تاریخ جوړ کړي.
'پارکر سولر پروب' زموږ د سیارې بهرنۍ فضا ته ننوځي او له سختې تودوخې او سختو وړانګو سره مخامخېږي.
ددې الوتنې پرمهال په سوځنده ګرمۍ کې څو ورځې ورسره اړیکه پرې شوې وه او ساینسپوهان به د ډسمبر پر ۲۷مه د یو سیګنال په تمه وي، چې وګوري ایا لا هم فعاله ده که څنګه.
هیله دا ده چې دا ازموینه به له موږ سره د لمر د فعالیتونو په اړه په لا ښه پوهېدنه کې مرسته وکړي.
په ناسا کې د ساینس برخې مشرې ډاکټر نیکولا فاکس بيبيسي نیوز ته وویل: "څو پېړۍ خلکو د لمر په اړه څېړنه کړې ده، خو تاسو ته د یوه ځای فضا او هوا تر هغه وخته نه معلومېږي چې هلته واقعا تللي نه یاست، نو موږ پرته له دې چې ترې تېر شو، د خپلې سیارې په فضا نه شو پوهېدلی".
پارکر سولر پروب په ۲۰۱۸ کال کې والوته او زموږ د لمریز سیستم مرکز ته روانه ده.
دا تر اوسه ۲۱ ځله د لمر تر څنګ تېره شوې ده، لا ډېره نژدې کېږي، خو د کریسمس پر شپه یې لیدو ریکارډ مات کړی دی.
تر ټولو نژدې لیدنه کې پروب زموږ د ستوري له سطحې ۳،۸ میلیونه مایله (۶،۲ میلیونه کیلومتره) واټن لري.
شاید دا دومره نژدې نه ښکاري، خو د ناسا نیکولا فاکس دا په اسانه بېلګه کې روښانوي: "موږ له لمر څخه ۹۳ میلیونه مایله واټن لرو، نو که زه لمر او ځمکه په یوه متر فاصله کې سره نژدې کړم، پارکر سولر پروب له لمر څخه څلور سانتي متره فاصله لري – چې دا ډېره نژدې ده."
پروب باید ۱۴۰۰ درجې سانتي ګراد تودوخه او وړانګې وزغملی شي چې دا د بېړۍ د برېښنایي سیسټمونو خرابولو لامل کېدای شي.
دا په ۱۱،۵ سانتي متره (۴،۵ انچه) ضخامت لرونکي کاربون مرکب پوښ کې ساتل شوې ده، خو د فضایي بېړۍ تاکتیک دا دی چې چټکه ننوځي او چابکه ووځي.
په حقیقت کې، دا به د انسان په لاس د هر جوړ شوي څیز پرتله ګړندی حرکت وکړي، چې په یوه ساعت کې ۴۳۰,۰۰۰ مایله سرعت لري – دا له لندن نه نیویارک ته یوازې په ۳۰ ثانیو کې له الوتلو سره برابره ده.
ولې د لمر د "لمس" لپاره دا ټولې هڅې وشي؟
ساینسپوهان هیله لري لکه څنګه چې فضایي بېړۍ زموږ د سیارې له بهرنۍ فضا – د هغې له کورونا (نرم بهرني فضايي پوښ) څخه تېرېږي، دا به یو اوږد مهاله معما حل کړي.
د فیفټ سټار لابراتوارونو ستورپوه ډاکټر جینیفر میلرډ یې داسې تشریح کوي "کورونا واقعاً ډېر ګرمه ده او موږ هېڅ نه پوهېږو چې ولې، د لمر سطحه شاوخوا ۶,۰۰۰ درجې سانتي ګراد ده، خو کورونا، دغه نرۍ بهرنۍ فضا چې د لمر د کسوف (لمر نیونې) پر مهال لیدل کېږي، میلیونونه درجو ته رسېږي - او دا له لمر څخه لیرې ده. نو دا فضا څنګه ګرمېږي؟"
د دې ماموریت هدف دا هم دی چې له ساینسپوهانو سره د لمریز باد- یعنې له کورونا څخه وتونکو چارج شویو ذرو د دوامداره جریان په اړه ښه پوهېدنه کې مرسته وکړي.
کله چې دغه ذرات د ځمکې له مقناطیسي برخې سره اړیکه ونیسي، اسمان له ځلا کوونکي سپېده داغ یا شفق سره روښانه کېږي.
خو په اصطلاح دغه "فضایي هوا" مشکلات هم رامنځته کولی شي، لکه د برېښنا شبکو، الکترونیکي وسایلو او د اړیکو سیسټمونو خرابوالی.
"ډاکټر میلارډ وايي: "د لمر، د هغه د فعالیت، فضایي هوا او د لمریز باد په اړه پوهېدل زموږ د ورځني ژوند لپاره په ځمکه کې خورا مهم دي".
د ناسا ساینسپوهان د کریسمس په اړه له اضطراب سره مخ دي ځکه چې فضایي بېړۍ له ځمکې سره په اړیکه کې نه ده.
نیکولا فاکس وایي لکه څنګه چې یو سیګنال بېرته ځمکې ته راستون شي، ډله به هغه ته د یوه زرغون زړه پیغام واستوي چې پوه شي "پروب" په سمه توګه کار کوي.
هغه مني چې د دې زړورې هڅې په اړه اندېښمنه ده، خو هغه پر "پروب" باور لري.
"زه د فضایي بېړۍ په اړه اندېښنه لرم. خو موږ واقعاً دا بېړۍ د دې وحشي او سختو شرایطو د زغملو لپاره ډیزاین کړې ده. دا یوه کلکه، قوي او کوچنۍ فضایي بېړۍ ده."