استانبول غونډه کې له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستو غږ وشو

د عکس سرچینه، Getty Images
د ترکیې په استانبول ښار کې له افغانستان سره د مرستو په اړه دوه ورځنی نړیوال کنفرانس په لومړي ځل د امریکا له ګډون او یا مالي ژمنې پرته وشو.
غونډه د "افغانستان د همغږۍ ډلې" په نامه بنسټ راغوښتې وه. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) او د هېوادونو او سازمانونو استازو هم ګډون پکې کړی و.
د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو (د اپرېل اته، نهه) د ترکیې په استانبول کې وشوه.
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته امریکا افغانستان ته نیمايي بشري مرستې ورکولې، خو په ۲۰۲۵ کال کې یې ظاهرا لا د مرستو څرک نه لګېږي.
په داسې حال کې چې ملګري ملتونه وايي، دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
په خوارځواکۍ اخته ماشومان، مېندې او بې ځایه شوي خلک د بهرنیو مرستو د کمښت له امله تر ټولو ډېر اغېزمنېږي.
په واشنګټن کې د خوړو پالیسۍ څېړونکې صدیقې ذکي بيبيسي ته وویل، د نړیوالو موسسو له خوا د نغدو پیسو او خوراکي توکو له وېش پرته به د لوږې او د خوړو د خوندیتوب حالت نور هم بد شي.
هغه وايي، د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان (اېپيسي) د خوړو د طبقه بندۍ له مخې اټکل کړی، چې د ۲۰۲۴ کال له اکټوبر د ۲۰۲۵ کال تر مارچ به په افغانستان کې شاوخوا ۱۴.۸ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخامخ وي. د افغان کډوالو جبري ستنېدل او د اقلیم بدلون منفي اغېزې هم په پام کې نیول شوې دي.
وړاندې تر دې ملګرو ملتونو په خپلو ارزونو کې د امریکا د مرستو "د کمښت اغېزې په پام کې نه دي نیولي او که د غوښتل شویو مرستو کمی پوره نه شي، ان په یوه خورا خوشبینانه حالت کې، به ووینو چې دا شمېره له ۱۵ میلیونو څخه شاوخوا ۱۷ میلیونو ته لوړه شي."
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه فرمان کې د افغانستان په ګډون له ۱۴ هېوادونو سره مرستې ځنډولې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټمي بروس په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل: "د ځنډول شویو پروګرامونو ډېره برخه یې د یمن او افغانستان اړوند دي، چې د یوه اجراییوي فرمان له مخې ترسره شوي دي. لامل هغه اندېښنې وې چې دا مالي مرستې د حوثیانو او طالبانو په ګډون د ترهګرو ډلو لخوا کارول کېږي."
اغلې بروس د نغدي مرستو په برخه کې "د ناوړه ګټې اخیستنې او د روڼتیا او حساب ورکولو نشتوالي" په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وايي، "د ملګرو ملتونو د بودیجې په اړه دا اندېښنې له ډېرو کلونو راهیسې مطرح او مستند شوې دي."

په همدې حال کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي (سیګار) پخواني مشر جان سېپکو په وروستیو کې په خپله یوه وینا کې ویلي و، له افغانستان سره د مرستو رسولو "منځګړیتوب" دې را کم شي، وړاندې تر دې چې مرستې افغانانو ته ورسېږي، معمولا د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو او نړیوالو نادولتي موسسو، له اوږدو لارو او چینلونو تېرېږي، چې هر یو یې خپله برخه ترې اخلي."
"دا منځګړي تر ډېره د کابل، واشنګټن، روم، لندن او ورته نورو ښارونو کې مېشت دي او د مرستو رسولو په بهیر کې چندان رول نه لوبوي خو له دې ټولو سره سره د دوی په "ونډه" کې د دوی معاشونه، د ژوند، او اداري لګښتونه ورکول کېږي او د دوی د بنسټونو مالي بقا تضمینوي."
ښاغلي سېپکو د اسپانیا په مادرید کې په یوه سیمینار کې چې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ له خوا څو اوونۍ وړاندې جوړ شوی و، دا هم وویل، چې په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان سره د امریکا د درې عشاریه اووه میلیاردو ډالرو بشري مرستو سره سره "د ښځو، ماشومانو، زدکړو او بشري حقونو په تړاو د طالبانو پر نظر او تګلارو هېڅ اغېز نه دی کړی."
په ۲۰۲۵ کال کې، ملګرو ملتونو له بسپنه ورکوونکو خپلې تمې کمې کړې او د دوه اعشاریه اته میلیارد ډالرو غوښتنه کوي، چې له وړاندې یې یوازې د ۶۰۰ میلیونو ډالرو ژمنه شوې.











