'افغانستان کې بېروزګارۍ او اقتصادي کړکېچ ښځې او ماشومان ډېر اغېزمن کړي'

د عکس سرچینه، WFP
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بيبيسي
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي ویلي افغانستان کې له اقتصادي بحران او پراخې بې روزګارۍ سره په ټول هېواد کې د خوار ځواکه ماشومانو شمېر ډېر شوی دی، خو دا یې په دقیق ډول نه دي ویلي چې څومره ډېر شوی.
د خوړو نړیوال پروګرام پر خپله اېکس پاڼه د تعذیې د یوې متخصصې زینب وېدیو خپره کړې چې په کې وايي ډېری کورنۍ چې دوی ته د خپلو ماشومانو د خوارځواکۍ له امله مراجعه کوي له اقتصادي پلوه کمزوري وي.
د هغې په وینا، له پاکستانه د افغان کډوالو له راتګ سره د خوار ځواکه ماشومانو شمېر لا ډېر شوی دی:
"د هغو کډوالو له راتګ سره چې له پاکستانه راغلي د خوارځواکۍ پېښې ډېرې شوې دي. اکثره میندې چې موږ ته مراجعه کوي وايي چې د کورنۍ سرپرست نه لري، ځینې نور یې بیا وايي چې میړونه یې بې روزګاره دي ځکه یې ماشومان په خوار ځواکۍ اخته شوي دي".
د خوړو نړیوال پروګرام وايي له خوار ځواکه ماشومانو سره د خوړو یو څه مرسته کوي خو د دوی مرستې وار دمخه د بودیجې د کمښت له امله محدودې شوې دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ډبلیو اېف پي تېر کال د بودیجې د نشتوالي له امله لس میلیونه اړ افغانان د خپلو مرستو له لست نه وایستل.
د طالبانو حکومت کې د عامې روغتیا وزارت له ټولو هغو ادارو نه چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو او ښځو ته خدمات وړاندې کوي غوښتنه کړې چې خپلې بودیجې ډېرې کړي او لا ښه او معیاري خدمات وړاندې کړي.
دا وزارت وايي هېواد کې د خوارځواکه ماشومانو او میندو د درملنې کلک هوډ لري او په دې لړ کې یې په تېرو دوه نیمو کلونو کې په ټول هېواد کې د خوارځواکۍ د درملنې ۲۲۰۰ نوي مرکزونه جوړ کړي دي.
د دې وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخېل وویل، په ۲۰۲۳ کال کې یې هم د منځنۍ کچې یو اعشاریه پنځو میلیونو ماشومانو او د یو میلیون په شاخوا کې خوارځواکه ښځو ته خدمات وړاندې کړي دي.
د هغه په وینا، په افغانستان کې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د جنګونو، کډوالۍ او اقتصادي فقر د دې لامل شوی چې په خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر لوړ شي.

د عکس سرچینه، @SharafatAmar
د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې وايي په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه اوه میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړ دي چې په دې کې ۱۵ اعشاریه اته یې د خوړو له جدي خطر، او څلور میلیونه یې له لږوې او خوارځواکۍ سره مخامخ دي چې په دې کې درې اعشاریه دوه میلیونه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.
په وروستیو کې د ملګرو ملتونو اړوند د کډوالو نړیوال سازمان ای او اېم هم وویل چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ګڼو افغانانو عاید یا کم شوی او یا هم له منځه تللی دی.
د دې سازمان په وینا، په دغسې حالاتو کې طبعي اپتونو او له ګاونډي هېواد پاکستان نه په اجباري ډول د افغانانو ایستلو وضعیت لا پسې خراب کړی چې تر اتیا سلنې پورې یې زیان ښځو او ماشومانو ته رسېدلی دی.











