تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
څنګه افغانستان ته د تاریخ تېرو او بېکیفیته درملو د تلو مخه نیول کېدای شي؟
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بيبيسي
په داسې حال کې چې افغانستان کې د بېکیفیته، قاچاقي او له تاریخ تېر درملو مسله د رسنیو سرټکی و، د طالبانو حکومت وايي، دغه هېواد ته یې تېره یوه اونۍ کې د نژدې څلورنیم زره کیلو ګرامه قاچاقي درملو مخه یې نیولې ده.
د طالبانو حکومت د خوړو او درملو ملي ادارې، چې د روغتیا وزارت برخه ګڼل کېږي، د خپلو ټیمونو په مرسته پر درمل پلورنځیو او لویو شرکتونو د بېکیفیته او له تاریخ تېرو درملو څار ډېر کړی دی. ترې غواړي چې دغه ډول درمل ونه پلوري.
له وخته تېر، بېکیفیته او قاچاقي درمل ډېر کله له موندلو وروسته سوځول کېږي. تازه، د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په یوه اونۍ کې فراه، کندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو کې یې د ګڼو قاچاقي توکو سربېره ۴۳۸۴ کیلوګرامه طبي درمل نیولي دي. یاد ولایتونه له پاکستان او ایران سره پر پوله پراته دي.
دا اندېښنه، کابل کې، د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې څانګې له مشرې ډاکټرې حنان حسن بلخي سره شریکه کړې ده. دا په دې وروستیو کې کابل ته تللې وه.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، "مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا نړیوال سازمان د فعالیتونو، واکسین او روغتیايي خدمتونو د ستاینې سربېره د ډاکترانو د ظرفیت لوړولو په اړه غوښتنه وکړه او د ځینو صحي بستو د تاریختېرو درملو په اړه یې اندېښنه وښوده".
د طالبانو حکومت د روغتیا له نړیوال سازمان د سرطاني او ساري ناروغیو درملنې لپاره د روغتیايي مرکزونو د جوړولو غوښتنه هم کړې ده.
افغانستان کې څومره روغتیايي مرکزونه بند شوي؟
وړاندې، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو اېچ او' مشر ایډوین سنېزا سلوادور ویلي، د دغه هېواد له ۳۰ سلنې ډېر وګړي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
نوموړي ویلي، د بودیجې د کمښت له کبله له ۲۲۰ ډېر هغه روغتیايي مرکزونه چې د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ چلېدل، تړل شوي دي.
ښاغلی سلوادور وايي، کابو ۶۷ سلنه خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري، مانا دا چې ۳۳ سلنه افغانان روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. ډېری یې په کلیوالو سیمو کې اوسېږي.
هغه په افغانستان کې د لسیزو دوامدارې نارامي او جګړه د روغتیايي سکټور د کمزوري کېدو دلیل وباله. دی وايي له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا له هېواده ګڼ شمېر ډاکټران بهر ته وتلي، خو پر ځای یې باید د هغو روغتیايي کارمنانو، په تېره د قابلو ظرفیت لوړ شي چې اوس هم روغتیا سکتور کې کار کوي.
خوارځواکي او د ساري ناروغیو کنټرول
په ورته وخت کې، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي، په ټول هېواد کې د روغتیايي مرکزونو د شمېر ډېرولو لپاره هڅې روانې دي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې له عمومي ريیس ډاکټر حنان حسن بلخي سره په کتنه کې افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په اړه غږېدلی او د لویو لارو په اوږدو کې د روغتیايي مرکزونو جوړېدو، د خوارځواکو ناروغانو د درملنې، خوارځواکۍ د مخنیوي او سروې پر اړتیا یې بحث کړی دی.
د عامې روغتیا ویاند شرافت زمان وايي، د نړیوال سازمان له دغه چارواکي سره په خبرو کې د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په تړاو هم بحث وشو او په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو ښه کولو لپاره د نړیوالو مرستو پر جذبولو هم خبرې وشوې.
د تاریخ تېرو درملو ناوړه اغېزې
ډاکټران وايي، تاریخ تېر درمل په ټوله کې ناوړه اغېزې لري. تر ټولو لوی تاثیر یې دا دی چې ناروغ ښه نه شي او د انټي بیوټیک پر وړاندې یې د بدن مقاومت ټیټ او حساس شي.
داکټر باز محمد شېرزاد وايي، ځینې درمل چې له تاریخ تېر شي، پر زهرو اوړي چې پښتورګي کاملا له منځه وړي.
نوموړي بيبيسي ته وویل، "په تاریخ تېرو درملو کې اغېزناکو موادو ته چې څومره اړتیا وي، هغومره اغېز نه لري. په ځینو حالتونو کې ناروغ بېړني حالت ته ځي. په تېره کله چې یو څوک د زړه ناروغي یا د وینې لوړ فشار ولري او په تاریخ تېرو درملو کې فشار کنټرول نه شي، نو د مرګ لامل یې هم کېدای شي".
ډاکټر شېرزاد وايي، له ځینو ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته قاچاقي او تاریخ تېر درمل د نورو مالونو په منځ کې تېرېږي او په سرحدونو کې نه تلاشي کېږي. بیا، دغه درمل ښارونو کې وېشل کېږي، او له وېش وروسته یې مخنیوی او کنټرول ډېر ګران دی.