تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان حکومت درملتونونه معیاري کوي
- Author, ملایکه احمدزۍ
- دنده, بي بي سي
افغان چارواکي وايي، غواړي د درملتونونو د چارو معیار څارنې لپاره یوه ځنځیري سسټم رامنځته کړي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت په وینا د دغه سسټم په هره کړۍ کې به سلګونه درملتونونه شامل وي، یو مشر به لري او پر هر درملتون سربېره به د نژدې ۵۰۰ درملتونونو د یوې کړۍ مشر هم حکومت ته د خپلو چارو ځواب ورکوي.
چارواکي وايي، د دغې دایرې بشپړولو کې به ۷۰ سلنه شته درملتونونه او پاتې ۳۰ سلنه نوي جوړ شوي درملتونونه شامل شي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، اوسمهال د درملو لوړې بیې، ټیټ کیفیت، قاچاق او د څارنې لپاره یې د اړتیا وړ کسانو نشتوالی مهمې ستونزې دي او په خبره یې د نوي سسټم له لارې یې د هوارولو هوډ لري.
د افغانستان عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وایي، درملتونونو ته به درې میاشتې وخت ورکړل شي، چې دغه لړ کې خپل وړاندیزونه شریک کړي.
چارواکي وايي، د نوي سسټم له مخې به پر درملو بیه لیکل کېږي، بې نسخې به درمل نه پلورل کېږي، درملتون کې به درمل پوهان یا فارمیسیسټ ګومارل کېږي، مالیه به اخیستل کېږي او د قاچاق او ټیټ معیار مخنیوي لپاره به یې کلکه څارنه کېږي.
ښاغلی فیروز وايي، د اوس لپاره دغه کړۍ کې د درملتونونو ګډون اختیاري دی، خو په وینا یې ترې بهر پاتې درملتونونه به بازار کې د سیالۍ جوګه نه وي.
د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د بې سنده یا بې فارمیسیسټه درملتونونو شتوالي شکایتونه معمول دی، چې ویل کېږي پکې تاریخ تېر یا بې کیفیته درمل هم پلورل کېږي.
ویل کېږي دا مهال افغانستان کې ۱۴ زره درملتونونه فعالیت کوي، چې یوازې له څلورو زرو تر پنځو زرو پورې فارمیسیسټان پکې فعال دي او پاتې څه باندې ۱۰ زره درملتونونه درملپوهان نه لري.
چارواکي وايي، د هرو ۱۶۰۰ کسانو لپاره یوه درملتون ته اړتیا ده، چې په خبره یې د نوي سسټم له مخې به د دغې تشې ډکول شوني شي.