د مصري تمساح‌ګانو د 'کمیابه' مومیاګانو د پټو رازونو کشفېدل

لرغونو مصریانو حیوانات سپېڅلي ګڼل او ان د خدایۍ تر کچې احترام یې ورته درلود او بېلابېل معبدونه یې ورته ځانګړي کړي وو.

ځکه نو موږ د "ابیس" په نامه خوسکی او د "بس" په نامه پیشو، شغال او کوبرا مار د لرغونو مصریانو په نزد ځانګړې معنا او نښه لري، دوی به دغو حیواناتو ته ځینې وخت د طبیعت له جَور نه د تېښتې او د قوت موندلو او ځان ساتنې لپاره پنا وروړله.

تمساحان د هیبت، قوت او ممانعت نمایندګي کوله او د ځواکمنې ښېرازۍ نښه ګڼل کېدل.

په اسوان کې د نیل سیند لوېدیځه تړانګه (قبة الهوا) سیمه کې کیندنې وشوې او یوه لویه ډبرینه هدیره پکې وموندل شوه چې د لرغوني مصر د منځنیو حکومتونو د لویو شخصیتونو اړونده وه، هلته د تمساحانو مومیاګان هم وموندل شول.

د منځنیو حکومتونو پرمهال مصر کې د تمساحانو عبادت دود شوی و. دا هغه وخت و چې پ‍ه هېواد کې ډېره پرمختیا او پراختیا راغلې وه.

د منځني پېر پرمهال له یوولسمې تر دیارلسمې کورنۍ پورې کسان واکمنان وو، هغه مهال مصر په شمال کې د سوریې پر سمندر او ورڅېرمه او په سوېل کې ان تر (نوبه) پورې سیمې لاندې کړ ې وې.

خو مصر د دیارلسمې کورنۍ د واکمنۍ پرمهال ګوزار ولید، د هکسوس د ښکېلاک پرمهال چې څو لسیزې یې دوام وکړ، خو سقنن رع او دوو زامنو کامس او احمس مقاومت وکړ، احمس د خپل پلار او ورور تر وژل کېدو د هکسوس د شړلو تر وخته مبارزه وکړه.

خو د "تمساحانو خدایانو" عبادت بیا هم ورک نه شو.

قبة الهوا سیمه کې لس تمساح‌ګان

د اسپانیا خیان پوهنتون یوې ډلې له ۲۰۰۸ کال راهیسې په قبة الهوا سیمه کې کار پیل کړی او هلته یې په ۲۰۱۹ کال په ډبرینو قبرونو کې لس تمساح‌ګان وموندل چې مومیا شوی وو.

د خیان بوهنتون د مصري د چارو اړوند استاد او په قبة الهوا کې د کیندنو مشر الیخاندرو خیمینیز بي بي سي ته وویل، که څه هم ددغو تمساح‌ګانو چارچاپېره د کتان راتاو شوې ټوټې له منځه تللې دي، خو د تمساح‌ګانو مومیاګان لاهم سالم پاتې شوي چې دا کار په دې سیمه کې ډېر کمیاب دی.

خیمینیز وايي، دې کار پوهانو ته دا فرصت ورکړ چې د دغو تمساح‌ګانو په اړه لا نورې څېړنې وکړي.

ولې تمساح‌ګان؟

لرغونو مصریانو د هغو حیواناتو ډېر درناوی کاوه چې د اهلي کېدو توان یې کم و.‌

"سوبک" یا د لرغونو مصریانو "تمساح خدای" پر نیل پورې تړاو درلود، دوی ورته د انسان په څېره او د تمساح سر بڼه غوره کړې وه، دا په لرغوني مصري دین کې د واک او ښېرازۍ نښه وه، په تېره د نیل سیند د مستېدو خطر هم ورسره غوټه کېده.

خو ځینې سرچینې وايي، تمساح ته د قوت القاب ورکول کېدل لکه د ایټالوۍ مصر پېژندونکې ایدا بریسیساني په وینا "کله یې چې ډډه وهلې وي خوراک کوي".

الیخاندرو وايي، ځینې تمساحان چې په قبة الهوا سیمه کې موندل شوي، دریو مترونو ته رسېږي، خو پوښتنه دا ده چې دوی دومره لوی تمساحان څنګه نیول او څه ډول چلن یې ورسره کاوه.

الیخاندرو زیاتوي، دوی دغه حیوانات ډېر وخت په لمر کې پرېښودل او چ به شول او له مومیا کېدو مخکې به مړه شول.

د موندل شویو تمساحانو ټول سرونه سالم دي او هېڅ داسې اثر ‌پرې نه لیدل کېږي چې ګنې وژل شوي دې وي.

د تمساحانو ګېډه کې ډبرې

د قبة الهوا سیمې د کیندنو د چارو مشر وايي، په مومیا شویو تمساح‌ګانو کې د هغوی د بدن غړي له ورایه ښکاري، له دود سره سم د مومیا کولو پمرهال معدې ترې ایستل شوې او غالباً دوی په رېګ کې خښ کړل شوي او څه موده په طبیعي کرېړ (قیر) پوښل شوي او بیا مومیا شوي دي.

الیخاندرو وايي، د ځینو تمساح‌ګانو په ګېډو کې ډبرې موندل شوې چې وايي تمساح‌ګان په اوبو کې د خپل انډول او توازن ساتلو لپاره دا کار کوي.

دی وايي دوه ډوله تمساحان کشف شويو د نیل تمساح او د لوېدیځې افریقا تمساحان چې بېلابېل اوږدوالي لري.

د نیل له مستېدو سره به تمساح‌ګانو مصر ته سر وکړ.

د اوبو مستېدو او توپان به د نیل پر څنډو د مالونو څړځایونه له منځه یوړل، لوړو ځمکو ته به موږکانو سره ورورکړ او کوبرا مارانو به موږکان ووژل، همدا ده چې مصريانو د کوبرا مارانو درناوی کاوه او د پاچاهانو د تاج پر سر به یې څېره ورټومبله.

دا چې تمساح یو لوی حیوان دی او یوازې په موږک نه شي مړېدلی، د بېلګه په توګه، د نیل د مستېدو پرمهال به یې پر غواګانو برید وکړ او ځینې وخت به یې ان انسانان خوړل.