د فرعون لاسبند څه ډ‌ول د قاهرې له موزیمه د تل لپاره ورک شو؟

    • Author, عطية نبيل
    • دنده, بي بي سي عربي - قاهره

یو لادرکه شوی لرغونی اثر چې د قاهرې په التحریر کې د مصر د ملي موزیم له زېرمو ورک شوی و، پر یوه تراژیدۍ بدل شو ـ دا خبره د مصر د کورنیو چارو وزارت په هغه اعلامیه کې شوې چې څو ورځې وروسته د غلا له راپور ورکولو خپره شوه.

د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې ورک شوی لاسبند (یوه لرغونې لاس کړۍ) د موزیم د بیارغاونې د یوې متخصصې کارمنې له لارې د ترمیم له زېرمې غلا شوی دی.

د بیان له مخې، یادې کارمنې د روان کال د سپتمبر پر نهمه نېټه د خپلې دندې پر مهال له "غفلته" په ګټه اخیستو دغه لرغونی لاسبند غلا کړی. هغې له خپل یوه اشنا سوداګر سره اړیکه نیولې چې د قاهرې په السیدة زینب سیمه کې د سپینو زرو دوکان لري. دغه سوداګر بیا لاسبند د الصاغة په سیمه کې د سرو زرو د کاروبار یوه څښتن ته د ۱۸۰ زره مصري جنیه (۳۷۲۰ ډالره) په بدل کې پلورلی.

وروسته د سرو زرو د کارځای مالک دغه لاسبند د ۱۹۴ زره مصري جنیه (۴۰۰۰ ډالره) په بدل د سرو زرو د یوې بټۍ کارګر ته ورکړ او هغه یې د نورو سرو زرو له ټوټو سره یو ځای ویلې او بېرته په نویو زیوراتو بدل کړ.

"د تل لپاره ورک شوی"

د مصر د کورنیو چارو وزارت اعلامیه ددغه لرغوني اثر د څرک لګولو لپاره هر ډول هڅې بې‌پایلې کوي. دا اثر چې درې زره کاله پخوانی و، د فرعوني دورې وروستیو پېړیو یا د "درېیم انتقالي پېر" ته ورګرځي، خو اوس یې هېڅ نښه نه شته - ځکه چې د قاهرې د سرو زرو په یوه کارځای کې له سوځېدو او بېرته پر نوو ګاڼو اوښتو وروسته د تل لپاره ورک شو.

خو دا پېښه ډېرې پوښتنې راپورته کوي چې د مصر د موزیمونو د امنیتي تدبیرونو څرنګوالی تر کومه حده اغېزناک دی.

ډاکټر مجدي شاكر، چې د مصر د ګرځندوی او لرغونتوب وزارت د لرغونپوهنې مشر کارپوه دی، بي بي سي نيوز عربي ته ویلي، په مصر کې له ۷۵ ډېر موزیمونه شته چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جوړ شوي، خو د دوی مسؤلیت پر بېلابېلو ادارو وېشل شوی دی، لکه د کلتور وزارت، د ګرځندوی او لرغونو توکو، کرنې او د اورګاډي پټلۍ وزارتونه.

د مجدي شاكر په وینا، اړینه ده چې د دغو موزیمونو ټول مسؤلیت د یوې واحدې ادارې تر چتر لاندې راشي چې دولت هره اداره وټاکي او دا اداره د نوې ټیکنالوژۍ په کارولو د موزیمونو لپاره یو واحد امنیتي سیسټم جوړ کړي.

دی ټینګار کوي چې باید د هرې لرغونې ټوټې لپاره یو "برېښنایي کوډ" جوړ شي چې بشپړ "ژوندلیک" ولري. داسې باید وي چې له هغې شېبې چې موندل شوې تر ترمیم پورې، د ترمیم لپاره کارول شوي مواد، هغه ځایونه چې په کې نندارې ته وړاندې شوې، بهرنیو موزیمونو او نندارتونونو ته لېږدول شوی او نور معلومات چې د ثبت، ترمیم او ساتنې لپاره مهم وي او له قانوني چوکاټه بهر یې د تبادلې مخه ونیسي.

شاكر همداراز غوښتنه وکړه چې د ټولو مصري موزیمونو لپاره دې یوه واحده څار خونه جوړه شي او ژر تر ژره دې د ټولو لرغونو اثارو موجوديت وکتل او وشمېرل شي. د ده په وینا، د موزیمونو ګدامونه له ۳۰ ډېر دي او اړینه ده چې د ټولو ټوټو بشپړ ریکارډ موجود وي - هغه ټوټې چې باید نندارې ته وړاندې شي او یا هم د څېړنیزو ډلو او موندونکو له لوري پرې څېړنې روانې دي.

د کارکوونکو معاشونه

د مصر د ګرځندوی او لرغونو اثارو وزارت د لرغونپوهنې ستر کارپوه له بي بي سي نيوز عربي سره په خبرو کې وغوښتل چې د ګرځندوی او لرغونتوب په برخه کې د کارکوونکو پر تنخاوو باید له سره غور وشي. ده د خپل ځان بېلګه ورکړه: سره له دې چې په دې برخه کې یې ډېره اوږده موده خدمت کړی، خو معاش یې له ۹ زره مصري جنیه (شاوخوا ۱۸۵ ډالره) نه اوړي. نوموړي ټینګار وکړ چې دا لږ معاش پر کارکوونکو ډېر فشار راولي او ځینې کمزوري خلک ښايي د "د اثارو د دلالانو" او یا نړیوالو شبکو د دسیسو ښکار شي، خو په عین حال کې یې وویل چې دا توجیه نه شي کېدای چې څوک دې داسې یوه کار ته لاس اوږد کړي.

دغه نظر د مصر پېژندنې او لرغونپوهنې د کارپوهې ډاکټرې مونيکا حنا سخت غبرګون راوپاراوه. هغې پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې ولیکل:

"زه غواړم یو ډېر مهم ټکی د مصر په موزیم کې د وروستۍ غلا په تړاو روښانه کړم. هغه کسان چې ګومارل شوي او هغه ترمیموونکي چې هلته کار کوي، د ژوند تر ټولو باوقاره خلک دي چې ما پېژندلي دي او په خورا لوړه مسلکي کچه کار کوي. دا خبره چې د دوی لږ معاشونه د غلا سبب ګرځي، زموږ ټولو لپاره ستره سپکاوی دی".

هغې زیاته کړه: "وروستی ځل چې شاوخوا مو وکتل، ولیدل شول چې د اثارو تاجران په حقیقت کې د شتمنو خلکو له ډلې دي، نه امینان (هغه چې د دغو توکو د ساتنې مسؤلیت ورسپارل شوی) او نه ترمیموونکي (ځینو یې د ترمیم توکي له خپلو جیوبونو پېرودلي). د موزیم کارکوونکي د مصر د میراث د ساتنې پاملرنه کوي. باید په یاد ولرو چې د میراث ساتنه زموږ د تمدن لومړۍ کرښه ده او موږ ټول باید د د میراث ساتوونکو ترڅنګ ودرېږو، پر ځای د دې چې په ناحقه یې تورن کړو. موږ باید د اصلي عامل په لټه کې شو، هغه څوک چې د اثارو له خرڅلاو مالي ګټه اخلي".

د پاچا امنمؤوبي لاسبنده خدای په امان

د مصر د ګرځندوی او لرغونو اثارو وزارت د روان سپتمبر پر ۱۶مه یوه ویناپاڼه خپره کړه چې پکې یې د مصري موزیم د ترمیم له لابراتوار د لرغوني لاسبند د ورکېدو قضیه د پولیسو او څارنوالۍ دفتر ته د څېړنو لپاره سپارلې وه.

وزارت ټولو اړوندو ادارو ته خبر ورکړی و چې د دې موضوع په تړاو لازم ګامونه واخلي او د لاسبند عکس د هېواد په ټولو هوایي ډګرونو، بندرونو او د لرغونتوب په څانګو کې خپور شوی و. همدارنګه یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوې وه چې د ترمیم په لابراتوار کې د ټولو لرغونو توکو شمېر او بیاکتنه وکړي.

په اعلامیه کې د مصري موزیم د عمومي رئیس له خولې داسې راغلي وو: "ورک شوی لاسبند - چې اوس یې قضیه څېړل کېږي - له سرو زرو جوړ شوی دی او پرې د لاجوردو کروي (ګردۍ) دانې نښلول شوې دي. دا د پاچا امنمؤوبي له شتمنیو دی چې پر درېیم انتقالي پېر پورې اړه لري او نېټه یې له میلاده ۶۶۴ کاله وړاندې ده".

وزارت د لاسبند د خپل رسمي ثبت شویو اسنادو یو انځور هم خپور کړی و. دوی روښانه کړې وه چې د لاسبند د ورکېدو د خبرولو اعلان ځنډول شوی و، چې د څېړنو د پرمخ وړلو لپاره مناسب چاپېریال برابر شي.