تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"افغانستان کې طالبانو درې بریتانیایي وګړي نیولي"
یوه انسان دوستانه سازمان بي بي سي ته ویلي، چې په افغانستان کې طالبانو درې بریتانیايي وګړي نيولي دي.
دغه سازمان وايي، په دوی کې دوه کسان په تېره جنورۍ میاشت کې نیول شوي.
د بشردوستانه سازمان (پرسیډیون شبکې) سکاټ ریچرډ په رپوټ کې راغلي، په افغانستان کې یو نیول شوی کوین کورنول نومېږي چې ۵۳ کلن او د میډلزبورو اوسېدونکی دی.
ښاغلی ریچرډ وايي کوین کورنول او یو بل سړی چې نوم یې نه دی ښودل شوی، د جنورۍ پر ۱۱ مه طالبانو نیولي او دریم کس په بله ورځ نیول شوی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت دې خبر ته په غبرګون کې ویلي، له دغو کسانو سره د اړیکو نیولو په هڅه کې دی.
دغه وزارت ویلي، د طالبانو د څارګرې ادارې له لوري د دغو نیول شویو کسانو د څرک مالومولو هڅه کوي.
(پرسیډیوم نټورک) یو نا دولتي بشردوستانه سازمان دی چې مرکز یې په بریتانیا کې دی او د کړکېچ په برخو کې فعالیت کوي، دغه سازمان د تاوتریخوالي کمولو او بې وزلۍ کې سیاستوالو ته د لارو چارو موندلو په اړه سلا مشورې ورکوي.
دویم نیول شوي کس هم د ښاغلي کورنول په شان فعالیت درلود، خو د دریم نیول شوي کس دنده نه ده ښودل شوې.
ښاغلی ریچرډ وايي، د کورنول او همکارانو پرضد یې تورونه لا هم نه دي ډاګیزه شوي، خو داسې ښکاري چې د هغې وسلې له کبله نیول شوي وي چې د دوی د کار په یوه سیف (د پیسو صندوق) کې موندل شوې ده.
ښاغلی ریچرډ دا هم وايي کې ښاغلی کوین کورنول ددې وسلې د مالکیت لپاره د طالبانو له کورنیو چارو وزارت مجوز هم درلود.
"ګنې د وسلې د مالکیت د جواز اسناد ورک شوي، خو موږ د قانوني مجوز د موجودیت په اړه ځینې شواهد او سند وړاندې کړل."
په وروسته رپوټونو کې د دریم کس نوم مایلز راتلج ښودل شوی چې ګنې ډېر کله سفرونه کوي او لیرو او خطرناکو سیمو ته د خپل سفر پرمهال خپلو مینه والو ته وېډیوګانې او د سفر یونلیک خپروي.
مایلز راتلج د لافبورو پوهنتون پخوانی محصل دی چې خطرناکو هېوادونو ته په سفرونو او انځورونو او سفرنامو خپرولو شهرت لري.
دی یوځل له کابله د بریتانوي پوځیانو د تخلیې پرمهال بریتانیايي پوځ له افغانستانه رایستلی و.
د طالبانو له لوري د بریتانوي اتباعو د نیونې خبر داسې مهال خپرېږي، چې طالبان د مطیع الله ویسا په ګډون د زدکړو د ځینو فعالانو د نیونې له امله په کور د ننه او نړیواله کچه له سختو نیوکو سره مخامخ شوي او د دوی د خوشي کېدو غوښتنه کېږي.