طالبانو یو افغان-امریکایی وګړی له خپل بنده خوشې کړی دی

افغان طالبانو د صفي رووف په نامه هغه افغان-امریکایی وګړی له خوشی کړی چې له تېرو څه باندې سل ورځو راهیسې د دې ډلې په بند کې و.

ښاغلی رووف د (هیومن فرسټ کولېشن) په نامه د یوې خیریه ټولنې مشر دی او په تېره دسمبر میاشت کې کابل کې نیول شوی و.

طالبانو هغه مهال د ښاغلي رووف ترڅنګ د هغه ورور انیس خلیل هم نیولی و.

د (هیومن فرسټ کولېشن) خیریه ټولنې د جمعې پر ورځ (د اپرېل لومړۍ) پر خپله فېسبوک پاڼه د صفي رووف لخوا خپره شوې اعلامیه خپره کړې ده.

ښاغلي رووف په دې لنډه اعلامیه کې ویلي، هېڅ جرم یې نه دی کړی او د یوې تېروتنې یا ناسم پوهاوي له کبله نیول شوی و.

نوموړي د امریکا، قطر او د بریتانیا د حکومتونو مننه کړې چې د ده خلاصون لپاره یې هلې ځلې وکړې.

د امریکا حکومت او افغان طالبانو تر دې دمه د ښاغلي رووف د خلاصون په اړه څه نه دي ویلي.

صفي رووف څوک دی؟

د نوموړي په اړه ویل کېږي چې په اصل کې د افغانستان دی خو د امریکا تابعیت لري او هغه هېواد کې اوسي.

د سي اېن اېن خبري شبکې په خپل رپوټ کې لیکلي چې ښاغلي رووف د امریکا سمندري ځواکونو سره هم د دندې لپاره نوملیکنه کړې وه.

یاده شبکه وایي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته صفي رووف کابل ته ولاړ او غوښتل یې چې هغه هېواد کې ایسار امریکایي وګړي را وباسي.

د (هیومن فرسټ کولېشن) ادراې هم پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې دوی له افغانستانه د امریکایي وګړو او اتحادیانو را ایستلو کې مرسته کوله.

د یادولو ده چې دا مهال د 'مارک فریریکس' یو بل امریکایی وګړی هم د افغان طالبانو په بند کې دی.

نوموړی د امریکایي پوځ یو پخوانی افسر دی او د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ کې هغه مهال د طالبانو لخوا ونیول شو چې هلته د بیا رغونې پر چارو بوخت و.

ویل کېږي چې یو شمېر نور امریکایي وګړي، او همدا راز د پیټر جووېنایل په نامه یو بریتانوی وګړی هم دا مهال د طالبانو په بند کې دي،