تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کډوالو ته د پاکستان له ګواښنې وروسته زرګونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې په تېرو څه کمو درېیو اونیو کې تر ۲۰ زرو ډېر افغانان وروسته له هغه افغانستان ته ور اوښتي چې پاکستان کې ورسره د امنیتي ځواکونو چلن سخت شوی دی.
د پاکستان حکومت ګواښنه اورولې که بېاسناده کډوال له هېواده د روانې اکتوبر میاشتې تر پایه ونه وځي، په زور به یې وباسي او هلته به خپل کاروبارونه او شتمنۍ هم وبایلي.
د کډوالو د ور اوښتو چټکې شمېرېدنې ته په کتو د طالبانو حکومت په ننګرهار کې د هغوی لپاره د یو لنډمهالي پنډغالي جوړولو تکل ډاګیز کړی او په دې برخه کې یې له نړیوالې ټولنې لاسنیوی غوښتی دی.
په افغانستان کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي یوازې له تېرو لسو - شلو ورځو کې د سپین بولدک او تورخم له لارو یوازې ۲۳ زره افغان کډوال بېرته خپلو مېنو ته ور استول شوي دي.
دوی وايي، پاکستان کې امنیتي ځواکونو ځمکه ورته سور اور ګرځولی، هلته یې نیسي، زندانونو ته یې اچوي او که ډېر ښه ورسره وکړي نو خپل وطن ته یې استوي.
خو په لوی شمېر کې دا کډوال داسې مهال افغانستان ته استول کېږي چې هلته یې د ځای ځایګي او د ژوند د نورو اړتیاوو پوره کولو لپاره امکانات ډېر کم او په نشت حسابېږي.
د طالبانو حکومت هم ویلي چې د کډوالو نړیوال سازمان له کډوالو سره د مرستو لړۍ محدوده کړې ده.
خو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي دوی هڅه کوي نړیوالې مرستندویه ادارې وهڅوي چې په دې برخه کې ورسره مرستې وکړي.
دا رنګه یې له په حکومتي کچ یوه ګډه کومېټه جوړه کړې چې له راستنېدونکو خلکو سره د لاسنیوي لارې چارې ولټوي.
ددې کومېټې یو پلاوی وړمه ورځ ختیځ ننګرهار ولایت ته هم سفر کړی و چې هلته د کډوالو لپاره لنډمهالي پنډغالي جوړ کړي.
د کډوالو چارو وزارت دا راز لیکي چې د کډوالو نړیوال سازمان له چارواکو سره یې کتلي او له راستنېدونکو افغانانو سره یې د مرستو پر دوام او زیاتوالي ټینګار کړی دی.
چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره یې لیدنه کې یې د داسې یوې تخنیکي کومېټې جوړېدو غوښتنه کړې چې په بېړنیو حالاتو کې کډولو کړکېچ ته رسېدنه وکړي.
خو له دې ټولو ستونزو او تشو لاسونو سربېره، د طالبانو حکومت په پاکستان کې پر افغان کډوالو غږ کوي چې خپل هېواد ته ور ستانه شي.
د طالبانو حکومت یو شمېر لوړپوړو چارواکو د پاکستان پر وروستۍ پرېکړه سختې نیوکې کړې دي.
دا غوښتنه د پنجشنبې په ورځ کابل کې د بهرنیو چارو وزارت معین شیر محمد عباس ستانکزي د یوې غونډې پرمهال وکړه.
"دغو مهاجرینو ته موږ دعوت ورکوو چې بېرته خپل هېواد ته را ستانه شئ، شکر دی افغانستان کې امنیت دی او د هر ډول کار زمینه برابره شوې ده، مه ځئ نورو ملکونو ته، هلته امن نه شته، زموږ ګاونډ پاکستان کې نه سیاسي او نه اقتصادي او نه امنیتي امن شته".
په یاده ناسته کې د طالبانو حکومت د دفاع چارسمبالي وزیر هم پاکستان وننګاوه چې په دې ډول کړنو دې له دوی نه د ښو اړیکو تمه نه لري.
له پاکستان او ایرانه بېرته افغانستان ته د کډوالو د ور ستنولو دا لړۍ داسې مهال پیل شوې چې د افغانستان پر ځینو سیمو د سړې هوا څپه را روانه ده او اندېښنې یې نورې هم زیاتې کړې چې په سړو سیمو کې ځای پر ځای کېدونکي کډوال څه کوي.