ځان پړ مه بولئ؛ ارام او استراحت اړتیا ده خو څه ډول باید وي

څومره وخت ارام کوي؟ ایا د ارام کول درته لومړیتوب ښکاري؟ یا مو فکر کړی چې هیڅکله ارام نه لرئ؟ کله کله د خوب او ارام له امله ځان پړ او ملامت ګڼئ؟

د بي بي سي خبریالې کلوډیا هاموند دې لیکنه کې هڅه کړې دا مومي چې ولې ارام کول مهم دي، او څه ډول کولی شوو لا ډېر وخت د خپل ارام لپاره پیدا کړو.

کلوډیا په هغه لویه څېړنیزه غونډه کې ګډون درلوده چې په ۲۰۱۶ کال کې د بي بي سي په همکارۍ د برتانیا دورام پوهنتون لخوا وربلل شوې وه.

دغه راټولېدنه کې یوه پوښتنپاڼه چمتو شوې وه چې خلک یې پوښتل، ارام کول تاسو ته په څه مانا دی او څه ډول ارام کوئ، او دا چې د ډېر خوب، او د ارام نورو چارو ته لیواله یاست.

دلته هغه تجربې راته کاږي چې دې ترې زده کړه کړې.

۱ - د ارام مانا دا نه ده چې هېڅ کار دې ونه کړئ

کلوډیا وايي "زما ملګرو ته دا خبره هسې ټوکه وبرېښېده، چې ما غوښتل د ارام په اړه کتاب ولیکم، ځکه د هغوی له انده زه داسې یو څوک یم چې هیڅ ارام نه کوم، او تل په کار پسې ځغلم. خو د خلکو لید لوري توپیر کوي، ځکه هر څوک د خپل ډول له مخې ارام تعریفوي."

ارام هر هغه څه دي چې انسان ته کرار ورکوي. پر پوهېدلي ډول د یوه داسې کار کول چې انسان پرې د خوښۍ احساس کوي، انرژي بخښونکی وي او د زړه بوج یې ورسره سپکېږي.

مهم ټکی دا دی چې په هیڅ ډول ارام دا مانا نه لري چې تاسو دې هېڅ کار ونه کړئ، د ځېنو لپاره خو دا ډېره سخته ده چې وزګار او بې کاره دې پاتې شي، همدغه بې کاري له ځېنو ارام اخلي او د ناکرارۍ احساس ورکوي.

که تاسو په پخلنځي کې خوښ یاست او له اخلي پخلي خوند اخلئ همدا ستاسو ارام دی.

د ځېنو لپاره سپورت، لوبې او یا هم په اور ګاډي کې مزل د خوند موکې وي او د ارام شېبې دي.

۲ - ځان ته د حساب وړ وخت ورکړئ

کلوډیا وايي: "د ارام له کبله ځان ګنهګار مه ګڼئ." د څېړنو پر وخت ډېرو مېرمنو ویلي کله چې ارام کوي یو ډول ځان ملامت او پړ بولي، ځکه انګیري چې کارونه تر پاتې دي.

یوه لاره چې تاسو ارام د خپل ژوند په مهم مهال ویش کې ځای کړئ داده چې تاسو یې لومړی، رواني حالت او د انسان روغتیا ته پر ګټو رسولو وپوهېږئ.

که کله هم ځان په ارام کولو پړ او ملامتوی، نو ځان باید وپوهوئ چې پر روغتیا، رواني حالت او حافظې یې د اغېزو ګټې یې ثابتې شوي. ان که کله مو د ورځنیو کارونو ځنډ هم ورسره مل وي، ډاډه اوسی چې ښايي ورځ وروسته به مو کارونه لا منظم شي.

که له ارام وروسته داسې احساسوئ چې ګواکې وخت مو بې ځایه تېر کړی، ځان ته وریاده کړئ چې دا ستاسو د کرار او روغتیا لپاره خورا اړینه چاره ده.

۳ - بېلابېلې کړنې وازمايئ ګوندې د ارام غوراوی ومومئ

د کلوډیا سپارښتنه داده چې " دوه یا درې داسې کارونه غوره کړئ چې تاسو پکې د ارامۍ احساس کوئ، بیا یې هره ورځ ۱۵ دقیقې پر لپسې تمرین کړئ.

په څېړنو کې د ډیرو لپاره د ارامۍ وړ فعالیتونه د کتاب لوستل، یوازې پاتې کېده، په طبیعت کې ګرځېدل، موسیقي اورېدل او یا هیڅ کار نه کول دي.

د کارونو ترسره کول د خلکو لپاره بیل بیل ډول لري. ځېنې د لږ خوځښت لکه د ټلویزیون لیدل، ځېنې سخت فزیکي فعالیت لکه د لوبو او سپورت کول دي.

یو شمېر نور بیا له هغو چارو ځان نشي راګرځولی چې د هغه پر ذهن د لومړیتوبونو په توګه غوړېدلي، دغه فکرونه يې په سر کې ځغلي راځغلي تر هغه چې په فزیکي ډول دغه انسان ستړی شي.

غوره لاره داده چې د ځان خوښ ساتلو لاره ومومئ او هم هغه کار تر سره کړئ.

۴ - یوازېتوب ته هم وخت ورکړئ

د کلوډیا یوه بله خبره داده چې " د ارام لرونکو کړنو پنځه غوره ټکي چې دغه څېړنه کې په ګوته شوي، په یوازې سر یې انسان پلي کوي. البته د خلکو په چلند پورې هم اړه لري، خو داسې هم شته چې په یوازې سر یې د ارم موندلو مهم کارونه کړي.

نو دا جوته شوه چې موږ ټول اړتیا لرو هغه وخت چې موږ ته په لاس نه راځي په اسانۍ یې ومومو، او دا یوازېتوب او له ځان سره مشغولتیا ده."

" ارم د هغو کارونو په مانا کېدلی شي چې زموږ له ذهنونو اندېښنې لیرې کولی، یوازې پاتې کېدل او هغه څه چې ته یې غواړې تر وسه له ټولنې جلا او خلکو په څنډ وخت درکوي."

۵ - له لاسه وتلی وخت په ارام کولو کې وشمېرئ

کلوډیا دا هم وايي " که خورا سخت بوخت یاست، او یو څه وخت مو ضایع کېږي نو په استراحت کې وشمېرئ.

د بېلګې په ډول که ډاګ خانې یا د پوست ادارې ته په څه ترلاسه کولو پسې تللي یاست او درته وویل شي لس دقیقې کتار کې ودرېږئ ښايي زړه تنګي شئ خو که درته وویل شي تاسو د لسو دقیقو ارام او استراحت وخت لرئ کولی شئ شاخوا چاپېر چل مو وګورئ نو خبره بل ډول درته برېښي، نو له دغه وروسته د انتظار وخت د ارام او دمې لپاره یوه موکه وګڼئ".

۶ - د ارامۍ لنډې لنډې شېبې په ژوند کې پیدا کړئ

دا هم د کلوډیا له نکله ده چې "که په کارونو کې ډېر بوخت یاست، او د استراحت او ارام لپاره کوم نشئ موندلی لنډې دمې وکړئ ښايي دوه دقیقې وي.

د بیلګې په ډول دوه دقیقې له کړکۍ بهر وګورئ، پر کاغذ هسې تش لیکونه او کرښې وکاږئ، سترګو ته مو یوه شېبه وګورئ یا مو د ناستې له ځایه یو وار پورته شئ یوه پیاله چای دم کړئ، دا ډول وړې وړې دمې ستاسو پر روغتیا د پام وړ ښه اغېز پرایستلی شي."

"په زړه پورې داده چې څېړنه کې په سویلي کره کې د ورځې اوږدو کې همدا وړې وړې دمې د ورځې پایې کې د ښې روغتیا یوه اغېزناکه وسیله بلل شوې."

"زما لپاره بڼوالي ارم بخښونکې چاره ده. د بڼوالۍ په کار ما ته د ارام احساس کېږي. کله چې په کور کې کار کوم، د کار منځ کې د لسو یا ۱۵ دقیقو لپاره بهر وځم او د بڼ سمونې ځېنې کارونه کوم.

وړاندې مې داسې احساسوله چې ګواکې د وخت ضایع او ځان مې پړ باله خو اوس فکر کوم دا کار زما د روغتیا لپاره اړین دی او هیڅ د ګناه او ملامتۍ احساس نه کوم. کله چې بڼوالۍ کې بوخت شم انګېرم د ارام او کرارۍ څپې مې غېږ کې نیسي."

۷ - ځان باید ډېر بوخت ونه ګڼو

کلوډیا په دې اړه وايي " زما په اند د بوختیاو لپاره لیوالتیا او یا ډېره لیوالتیا شته. بوختتیا او د ډېر کار کول یو ټولنیز اړخ دی. که یو ملګری ووینئ او وپوښتئ څنګه یاست؟ کاروبار مو څرنګه دی؟ ځواب دا وي چې بوخت یم او ډېر بوخت یم او احساس ورکوم چې زه څومره مهم یم."

" که ریښتیني اوسو او پوهېږو څومره سخته ده چې ووایو " ریښتیا زه چندان کار نه لرم، او د استراحت او ارام لپاره ښه وخت لرم." کولی همداسې ځواب ورکړو ځکه استراحت او ارام ښه کار دی."

۸ - د ارام صندوق جوړ کړئ

کلوډیا وايي "یو صندوق جوړ کړئ او د ارام او کرارۍ ټولې وسیلي پکې خوندي کړئ.

زه د لاس اوبدنې د کارونو لیوال یم، همدغه صندوق کې نخ یا د اوبدنې ستنې مو ایښي، کیدلی شي د لنډو کیسو یوه ټولګه چې ستاسو خوښیږي دغلته ورسره کېږدئ، ځانګړی صابون یا د حمام نور اړین توکي نو که هره وخت ارام ته اړتیا لرئ نو ورځئ او له هغه صندوقه د خپل کرار وسیلې را اخلئ.

د خپل ځان لپاره هره ورځ ۱۵ دقیقې د استراحت او ارام لپاره بیلې کړئ. دوه یا درې داسې کارونه چې تاسو ته ارام بخښي وکړئ، او نښې او وسیلې یې همدغه صندوق کې کېږدئ.

د ارام وختونه د نورو مهمو کړنو په څېر د ورځني ژوند مهال ویش کې ځای کړئ.