چین کې لاریون وال د شي جین پینګ د استعفا غوښتونکي دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د کوویډ د محدودیتونو له امله چیناییان بېلابېلو ښارونو کې خلک د کمونېست ګوند پر وړاندې پارېدلي او په بېلابېلو بڼو احتجاجونه کوي.
په شنګهای کې زرګونو لاریون والو کسان لارو کوڅو ته وتلي. په بیجینګ او نانجینګ کې هم پوهنتوني زده کونکو لاریونونو کې برخه اخیستې.
په لاریونونو کې خلکو شعارونه ورکول "شي جینګ پینګ دې ګوښه شي، کمونېست ګوند دې له واکه ګوښه شي".
په چین کې پر حکومت او ولسمشر دا وړ مخامخ نیوکې او اعتراضونه کېدلی شي یوڅوک سزا وار کړي.
لاریون والو سره سپینې ټوټې په لاس کې وې او ځېنو یې د قربانیانو په یاد شمې بلولې.
وروستۍ ناکرارۍ هله رادبره شوې چې په د چین په شمال لوېدیځ لیرې پرته سیمه ارومچي کې د اورلګېدنې پېښه کې لسه تنه مړه شول.
چینايي چارواکي دا نه مني چې ګوندې د حکومت له لوري د کویډ له امله لګېدلي محدودیتونه دې د مرګ ژوبلې لامل شوي وي.
داسې ښکاري چې د چین د اورومچي ښار یوه اپارتمان کې له خونړۍ اورلګېدنې وروسته د کورونا وبا محدودیتونو خلاف اعتراضونه پراخ شوي دي.
د اورومچي اورلګېدنه کې لس کسان وژل شوي وو.
د بهرنیو ژورنالیستانو لخوا په خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې شانګهای کې سلګونه کسان لارو کوڅو ته راوتلي او له ولسمشر شي جېنپېنګ د استعفا غوښتنه کوي.
په تصویرونو کې ښکاري چې خلک د قربانیانو په یاد شمې بلوي او د ګلونو ګېډۍ ږدي.
د بېلابېلو پوهنتونو محصلانو هم د سینکیانګ سیمې د دې اورلګېدنې د قربانیانو یاد لمانځلی دی.
ګڼو خلکو ویلي دا کسان ځکه مړه شوي چې د محدودیتونو له کبله له کورونو په راوتلو بندیز لګېدلی، خو چارواکو دا رد کړې ده.
د شانګهای ځینو سیمو کې یو شمېر لاریونوالو په کمساري ډول د شي جېنپېنګ او کمونیست ګوند د ګوښه کېدو شعارونه ورکول.
ځینو نورو بیا سپین بنرونه او پلاکارډونه پورته کړي وو.
خو د یکشنبې سهار د لاریونو او اعتراضونو ځای کې وضعیت نسبتا ارام او د پولیسو حضور پام وړ پیاوړی وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
بي بي سي کتلي چې دغه ځای کې د پولیسو لسګونه افسران، خصوصي ساتونکي او په ساده جامه کې پولیس ځای پر ځای دي.
تر دې څو ساعته وړاندې له بېلابېلو پوهنتونونو په انلاین بڼه خپرو شویو عکسونو او ویډیوګانو کې ښکاري چې محصلان د اعتراض غږ پورته کوي.
له دوی تر ټولو ډېر کسان د نانجینګ ارتباطاتو پوهنتون کې راټول شوي وو.
په خپلواک ډول د دغو ویډیوګانو تاییدول که څه هم ګران دي، خو داسې ښکاري چې د چین د خلکو ذهنیت کې واقعي بدلون راغلی دی.
په ځانګړې توګه د ولسمشر 'شي' د استعفا غوښتنې دومره ښکاره او ډانګ پیېلی ساری پخوا د دغه هېواد په مطیع او امر منونکې ټولنه کې کله نه دی کتل شوی.






















