بي‌بي‌سي تاجکستان کې د مسکو برید د یوه تورن تاجکستاني کلي ته ورغلې

    • Author, سهراب ضیاء
    • دنده, بي‌بي‌سي نړیوال سروېس

هغه څلور تاجکستانیان د یکشنبې په ورځ محکمې ته وړاندې شول چې مسکو ته څېرمه په کراکاس کنسرټونو تالار باندې شوي خونړي برید کې په لاس لرلو تورن دي. شمس الدین فریدوني، دلیردژون میرزایف، سید اکرمي مرادعلي رجب زاده او محمد صابر فایزوف په داسې حال کې محکمې ته وړاندې شول چې پر څېرو د سختې شکنجې نښې له ورایه ښکارېدې. په مسکو کې د جمعې ورځ په یاد ډله ییز برید کې چې مسوولیت یې داعش ډلې منلې، ۱۳۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د بي‌بي‌سي د تاجکۍ برخې خبریال سهراب ضیا د مسکو په برید د تورنو کسانو له ډلې د یوه کلي ته ورغلی او دا راپور یې پرې چمتو کړی.

په کراکاس کنسرټونو تالار باندې د شوي ترهګریز برید د څلورو تورنو د محکمې د اورېدنې له بهیره خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د شمس الدین فریدوني، دلیردژون میرزایف، سید اکرمي مرادعلي رجب زاده او محمد صابر فایزوف پر څېرو ژور ټپونه دي او داسې وضعیت کې د محکمې تالار ته روان کړای شوي چې سرونه یې کښته او ملاوې کړوپې دي.

له دغو کسانو د ځپونکو پوښتنو ګروېږنو د صحنې ویډیوګانې د روسیې د امنیتي ځواکونو له لورې پر خواله رسنیو تیت شوي او داسې راپورونه هم شته چې له ډلې یې لږ تر لږه یوه ته برېښنايي شاټونه هم ور کول شوي دي.

د تورنو په ډله کې یو کس هم ۲۵ کلن شمس الدین چې څېره یې ظاهرا بده پړسېدلې او د یاد برید لپاره د دوو نورو کسانو په استخدامولو هم تورن دی چې د تېرې دوشنبې په ورځ نیول شوي دي.

زه په تاجکستان کې د شمس الدین کلي ته لاړم.

د هغه کلی لویاب نومېږي او له پلازمېنې دوشنبې ۴۰ کیلومټره شمال لوېدیځ خوا ته پروت دی. دا یوه غرنۍ سیمه ده، معتدل اقلیم لري، څېرمه یې روانې اوبه نه شته او ځمکې یې شاړې دي.

د دغې سیمې ډېری ځوانان په کرنه، رغنیزو کارونو او ځايي بازار کې کار کوي.

د شنبې په ورځ دغې سیمې ته تاجک امنیتي ځواکونه ورغلي وو چې د راپورونو له مخې، د شمس الدین پلار یې د پوښتنو ګروېږنو لپاره له ځان سره بېولی دی.

د لویاب کلي یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخلو بي بي سي ته وویل، شمس الدین شپږ میاشتې وړاندې مسکو ته کډوال شوی و.

زرګونه تاجیکان په خپل هېواد کې د کم عاید او بې روزګارۍ له امله روسیې ته ځي. تاجکستاني چارواکي وايي، تېر کال ۶۵۲ زره تاجیکان روسیې ته کډوال شوي، خو د روسي چارواکو په خبره دا شمېر شاوخوا یو میلیون کسانو ته رسېږي.

یاد کلیوال راته وویل، شمس الدین په روسیه کې له درېیو میاشتو تېرولو وروسته ترکیې ته لاړ او روانه میاشت "مارچ" کې بېرته روسیې ته ستون شوی و.

د دغه کلیوال په ګډون ګڼو نورو کسانو چې ما ور سره خبره وکړې، دا نه منله چې ۲۵ کلن شمس الدین دې ورته یو ترهګریز برید کړی وي.

یوه کلیوال یې د شمس الدین د پوښتنو ګروېږنو له جریانه د خپرې شوې ویډیو له لیدو وروسته راته وویل، هغه یې دومره وهلی چې د لینن د وژنې مسوولیت اخیستو ته هم چمتو دی.

په یوه درې دقیقه یي ویډیو چې ویل کېږي د روسیې امنیتي کسانو خپره کړې، ښکاري چې د پوځ یوه سرتېري/ شمس الدین چې لړزېږي، له ويښتانو نیولی او سر یې د خپلو بوټونو پر لور ځمکې خوا کشوي.

شمس الدین په روسۍ ژبه ورته وايي، د مسکو ډله ییزه وژنه یې د ۵۰۰ زرو روبلو یا شاوخوا ۵۰۰۰ ډالرو په بدل کې کړې ده.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د مسکو برید "شرموونکې او وحشتناکه" پېښه بللې او له خپلو خلکو یې غوښتي چې ماشومان او ځوانان یې د سختدریځو له نفوذه لرې وساتي او اجازه ور نه کړي چې د تاجیک ملت نوم بد کړي.

ښاغلي رحمان د تېرې یکشنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال په کراکاس تالار برید غندلی او ویلي یې دي، ترهګر ملت، هېواد او دین نه لري.

د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش مسکو ته څېرمه د کراکاس کنسرټونو تالار باندې د شوي خونړي برید مسوولیت منلی چې د برید په تړاو خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې یې بي بي سي تایید کړي دي.

خو د روسیې ولسمشر ادعا کړې چې له بریدګرو سره د اوکرایین او لوېدیځ استخباراتي ادارو مرسته کړې ده. دغه ادعا اوکرایین بې بنسټه بللې ده.

په کراکاس تالار باندې د جمعې ورځې برید په روسیه کې پر کار کوونکو تاجیکانو ناوړه اغېز کړی دی. یوه تاجیک کډوال چې په مسکو کې کار کوي، را ته وویل، په سیمه کې یې د امنیتی ځواکونو حضور زیات شوی او پولیسان د اسیايي رنګه خلکو اسناد پلټي.

هغه په مسکو کې خپل راتلونکي ته اندېښمن دی او وايي، اوس چې معلومه شوې بریدګر تاجکستانیان دي، نو دا به زموږ پر وړاندې د روسانو کرکه نوره هم زیاته کړي.

د تاجکستان د کابو هرې کورنۍ یو یا زیات وګړي د کار لپاره مسکو ته کډوال شوي دي.

په مسکو کې د ودانیو د رغنیزې برخې یوه کار کوونکي ۴۰ کلن ایرج اشوروف چې یوه میاشت مخکې له روسیې تاجکستان کې خپل کور ته ستون شوی، اندېښمن دی چې د جمعې ورځې له پېښې وروسته روسیې ته لاړ شي که نه؟

هغه بي بي سي ته وویل، معمولا د دغسې پېښو پر مهال پر کډوالو کارګرانو فشار زیاتېږي او دی د خپلو ورونو او ورېرونو برخلیک ته اندېښمن دی.

روسي سیاستوال سرګي میرانوف چې د پوتین یو کلیدي ملاتړی هم دی، د روسیې د ملي امنیت د ټینګښت لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو د وګړو لپاره د ازادې ویزې د ختمولو وړاندیز کړی دی.

خو پوښتنه داده چې داعش ډله تاجکستانیان څنګه استخداموي؟

په وروستیو کلونو کې د داعش لیکو ته جلب شوي تاجکستانیان ډېری هغه کسان دي چې په کار روزګار پسې روسیې ته کډوال شوي او بیا د پیسو په لالچ کې د خواله رسنیو له لارې داعش ډلې ته جلب شوي دي.

د تاجکستان حکومت ویلي، د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ یې کابو ۲۰۰۰ وګړي په روسیه کې داعش ډلې ته جلب شوي دي.

په دوشنبه کې د افغانستان د مطالعاتو مرکز مشر قاسم شاه سکندروف بي بي سي ته وویل، باوري دی چې د منځنۍ اسیا هېوادونو کارګر کډوال سختدریځو ډلو کې جلبېدو لپاره ډېر حساس دي.

هغه په دې برخه کې د ترکیې اهمیت ته اشاره کوي او وايي، دغه هېواد ته تاجیکستاني او روسي وګړي بې ویزې سفر کولی شي چې په دا وروستیو کې داعش ډلې ته په یوه لوجستیکي مرکز بدل شوی دی.

ترکیه ټینګار کوي چې کراکاس تالار باندې بریدګر ترکیې ته له ورتلو وړاندې سختدریځي شوي و.

ښاغلی سکندروف په دی باور دی چې د اسلامي دولت نومې یا داعش ډلې اصلي اډه په افغانستان کې ده او هلته د ډېرو تاجکانو مغز وینځل شوی دی.

"د یادونې ده، که څه هم ښاغلي سکندروف د داعش اصلي اډه افغانستان بللی، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت تېر کې په ځلونو پخپله خاوره کې د اعش ډلې پراخ حضور رد کړی او ویلي یې دي، ځواکونو یې داعش ډله سخته ځپلې ده."

د افغانستان رول

تاجکستان له افغانستان سره ګډه پوله لري او د راپورونو له مخې، پر افغانستان د طالبانو له بیاځل واکمنۍ وروسته په دغه هېواد کې د القاعدې او داعش په څېر ترهګرو ډلو حضور زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په تازه راپور کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو زیات تمرکز اوس هم د سیمې د امنیت د خرابولو یو عامل بلل شوی دی.

د ډله ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) چې روسیه، تاجکستان، قرغیزستان، قزاقستان او ارمنستان یې غړي هېوادونه دي، تېره میاشت ویلي، د تاجکستان په جنوبي پولو کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د جنګیالیو شمېر زیات شوی دی. ارمنستان په دا وروستیو کې (CSTO) کې خپل غړیتوب ځنډولی دی.

د دې سازمان په وینا، دې هېواد کې د ترهګرو ډلو د روزنیزو کمپونو شبکه هم په پراخېدو ده او د دوی ډېری بهرني جنګیالي د افغانستان په شمالي سیمو کې چې له تاجکستان سره پوله لري، متمرکز دي.

له داعش ډلې سره د تاجیک اتباعو تړاو:

  • د ۲۰۲۳ کال د اګسټ په ۱۴مه په ایران کې وسله وال برید یو تن وواژه چې اصلي شکمن تاجک تبعه دی.
  • د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۳یمه د ایران په سویل کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۸۹ تنه ووژل چې دوه تاجک اتباع پکې ښکېل وو.
  • د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۲۸مه په ترکیه کې د کاتولیکانو پر کلیسا برید کې یو کس ووژل چې برید کې ښکېل شکمن کس هم تاجکستانی ښودل شوی.
  • په تیرو لسو کلونو کې په تاجکستان کې ۶۶۸۰ ترهګریز او افراطیت اړوند جرمونه شوي دي.
  • په تیرو دریو کلونو کې ۲۴ تاجک اتباعو په ۱۰ مختلفو هیوادونو کې ترهګریز اعمال کړي دي.
  • ۲۰۰۰ تاجک اتباع له داعش سره د یوځای کېدو لپاره سوریې او ایران ته تللي، چې نیمايي یې وژل شوي دي.
  • شاوخوا ۴۰۷۵ تاجک وګړي د "افراطیت او ترهګریزو کړنو" د کولو په تور محاکمه شوي دي.